پښتو ادب · شاعران
وږمه سبا عامر
د اغلۍ وږمه سبا عامر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
هرڅه به شي سم باور مې نه راځي
چوپ به شي داچم باور مې نه راځي
شعرونه
16 خپاره شوي شعرونه
پاڼهبشپړ شعر ولولئ
پاڼه
اغلۍ وږمه سبا عامر
پاڼې د ګلاب غوندې ښايسته يې ته
بس د خدای کتاب غوندې ښايسته يې ته
ورځ کې ته خوږه لکه د ژمي لمر
شپه کې دمهتاب غوندې ښايسته يې ته
څنګه به تا ځان نه لرې وساتم
داسې چې ثواب غوندې ښايسته يې ته
ودې نه خور م دومره راته ګرانه يې
وږې يم کباب غوندې ښايسته يې ته
شپې چې په سبا باندې بدلې کړي
هغه انقلاب غوندې ښايسته يې ته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلۍ وږمه سبا عامر
راځه لکه هوسۍ ښه په ادا قدم راواخله
رامنډه کړه د زړه په دې بيديا قدم راواخله
دنيا دخپل قدم خاورې زمونږ سترګوته ولي
ورواړوه ته خاورې په دنيا قدم راواخله
ما ځاى درله درکړى د سينې د تخت دپاسه
شرمېږه مه په شان لکه پاچا قدم راواخله
چاپېره رقيبان دي پښې دې شل نه کړې زړګيه
سکروټو کې هم لوري ته زما قدم راواخله
زه ستوري درنه نه غواړم ته لاس د مينې راکړه
اشنا اشنا حالاتو کې ناشنا قدم راواخله
جنت دى حورې ډېرې خو زما مينه ترې ډېره
په منځ کې د سفا او د مروا قدم راواخله
يو څو د زړه خبرې درته کړم د خلکو لرې
دزړه په کوه طور لکه موسى قدم را واخله
٢٠٠٦ مارچ١٤ پېښور
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلۍ وږمه سبا عامر
بيرته ستا د چم نه څنګه وګرځم
زه د خپل حرم نه څنګه وګرځم
تا ويل پېښور نه کډه ونغاړه
لاړمه تورخم نه څنګه وګرځم
څنګه زمانې! له مينې تېره شم
زخم يم ملهم نه څنګه وګرځم
پرېږده چې مې سر د خاورو څلى شي
نه کېږي همدم نه څنګه وګرځم
تا نه پس (سبا ) ته غاړې ووځمه
شپې ستا د تورتم نه څنګه وګرځم
ستادپارهبشپړ شعر ولولئ
ستادپاره
اغلۍ وږمه سبا عامر
شپه مې ورځ او ورځ مې شپه کړه ستا دپاره
مادنیا ټوله خفه کړه ستا دپاره
چې تیاره وه ته رڼا ته وې محتاجه
په ځان پورې مې لمبه کړه ستادپاره
دبتانو عبادت نه مې توبه وه
څنګه ماته مې توبه کړه ستا دپاره
په دې هیله چې ته راشې زه به ګل شم
دازغو سره مې شپه کړه ستا دپاره
کوچۍ نه پرېږدي کېږدۍ د چا له پاره
ما هغه هم په ځان وکړه ستا دپاره
ته ګل چین وې په ګلانو باندې مړ وې
ځان نه جوړه مې وږمه کړه ستا دپاره
ا ختر يز هبشپړ شعر ولولئ
ا ختر يز ه
اغلۍ وږمه سبا عامر
راته ياد دي هېر مې نه دي
دپنډغالي تېر وختونه
څه پاخه وو،ماشوم توب کې
دکچه ګړۍ خوبونه
يوه زه او پنځه نورې
خړې پړې جينکيانې
مودبې زړورې
لږې شوخې لږې ورانې
څنګ په څنګ به اوسيدلو
که خپلوي مو سره نه وه
څوک د يو ځاى څوک د بل ځاى
دښمني مو سره نه وه
که کورونه مو خټين وو
خو دوستي مو وه ورېښمينه
مونږ ګوډيانې لوبولې
زندګي مو وه شيرينه
په روژه کې به مونږ واړه
داختر په انتظاروو
چې اختر به ځنډنى شو
نو ملا ته به په قار وو
مياندو مونږ له جوړولې
کميسونه د بخملو
خداى زده څنګه به ممکن شوه
غريبۍ چې به زپلو
بيا چې ښکلى اختر راغى
نو خوشاله مو وو زړونه
په کجلو سترګې تورې
په تنديو مو خالونه
دکمکي اختر په ورځې
خوشالۍ نه نڅېدلو
دکچه ګړۍ په کيمپ کې
لکه ستوري ځلېدلو
په هرکور په هريو در کې
داختر کيسې کېدلې
هغه ورځ په خړه خاوره
مهاجرې ځلېدلې
دسترخوان د هرچا خور و
بل په هر نغري کې اور و
تورې شنې چاى پخېدلې
شرنګېدلى هر يو کور و
اخترى زمونږه څه و
چا روپۍ به را کولې
چا غوزان او ميټايانې
چا هګۍ به راکولې
که روپۍ به وه وړه خو
مونږ ته لويه ښکارېدله
داهر وخت زمونږه نه وه
کال کې يو وار رسېدله
ماسپخين قضا به وه چې
غرڅنۍ نورو ته ووى
ځئ چې ځو حيات اباد ته
لېونۍ نورو ته ووى
هلته لوى لوى وي کورونه
نه خټينې کلا ګانې
سره او سپين يې موټرونه
لګېدلې پکې (ګانې )
هلته بل شانې اختر وي
وايي ښکلى مازيګر وي
زر به بيرته راستنې شو
په يو بل به مو نظر وي
مونږ د هغه خوړ نه تېر شو
چې بوينې يې او به وې
دبنګلو خلک ښايسته دي
خو خيرنې يې او به وې
اخترى به خلک راکړي
مونږه داسې انګېرله
د بنګلو خواته روان وو
او په زړه کې مو کرله
خو افسوس سره دا وايم
هلته بل شانې اخترو
هريو خپل فکر کې ډوب و
او د بل نه مرور و
هغه ځاى و بلا ښکلى
خو اختر يې ډېر پيکه و
چې يې مونږ ته پرې کتلې
ها نظر يې ډېر پيکه و
مونږ د ډېرو دروازو ته
خپل سرونه ور ښکاره کړل
ګوندي مونږ له به څه راکړي
چې مو زړونه ور ښکاره کړل
خو هر چا به دا ويلې
ځئ ور ځئ الله مو مل شه
مهاجرو دعا وکړئ
چې اباد مو خپل کابل شه
ماشومان يې بلا شوخ و
دکمڅو نه يې نيولو
پټاقې به يې ګوذار کړې
الله ډېر يې وېرولو
ها چې مونږه وې اغوستې
ها جامو ته يې خندلې
دوى د سترګو په کنجونو
اشارې راته کولې
دماښام له تيارې مخکې
بيرته کېمپ لور ته روان شو
هسې ورځ مو کړه خرابه
په راتلو دلته ښپيمان شو
څو مره ستر يې ووکورونه
څومره ووړ و ددوى زړونه
پکې ډېر وو نفرتونه
ورک ددوى شه اخترونه
دکچه ګړۍ په کيمپ کې
که هر څو خړه بيديا وه
غريبي وه ناداري وه
خو اباده مو دنيا وه
په نغريو په کوډيو
په زړو زړو ليمڅيو
ديو بل سره هوساوو
برابروو په سياليو
ها ماښام مو قسم وکړو
مونږه شپږو ماشومانو
بيا به دې خوا ته رانه شو
خاورې شوى مو ارمان و
غرڅنۍ زمونږ په مينځ کې
خجالته وه روانه
دبنګلو او د مالدارو
له مالته وه روانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلۍ وږمه سبا عامر
هرڅه به شي سم باور مې نه راځي
چوپ به شي داچم باور مې نه راځي
لاس دې راله راکړو خو لستوڼي کې
نه لرې لړم باور مې نه راځي
کور کې د الله د مسلمان له خوا
والوتلو بم باور مې نه را ځي
خداى دې له جنته ادم ويستى وي
تش په يو غنم باور مې نه را ځي
سپينه خوله دې وي،رښتيا دې ووايي
مه کوه قسم باور مې نه را ځي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلۍ وږمه سبا عامر
صنمه! وايه څنګه به زه تاله نه درځمه
هندوې عقيدت کې د مندرپه لوري ځي
جانان پر غره ختلى او په هڅکو يې نظر دى
زرين به شي چې داسې زيړي لمر په لوري ځي
چې جنګ و زما غېږ کې يې آرام کول خوبونه
چې سوله شوه لالى مې دسنګر په لوري ځي
نصيب يې د) يکه يوسف (په شانې مه کړې خدايه
جانان په ښکار وتلى دى سپين غر په لوري ځي
په سرو مښوکوزرکې به سندرې زمزمه کړي
(سبا)چې يوه کوتره د کوتر په لوري ځي
شېبې په درنګ ساعت کې مازيګر په لوري ځي
دپېغلو قطارونه د ګودر په لوري ځي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلۍ وږمه سبا عامر
شمعې په لاس کې ګرځوم لاليه !
رڼا به تاله درکوم لاليه !
دلونګين مقام ته ورسېدې
پاس په سينه دې زنګوم لاليه !
راوړى مور يې مينه زه درکوم
لکه ماشوم دې نازوم لاليه !
ستا سپين بشر مې مخ ته ودريږي
سترګې چې کله توروم لاليه !
هاغه شېبې او هغه شپې مه غواړه
نوره له برمه پرېوتم لاليه !
ماتېبشپړ شعر ولولئ
ماتې
اغلۍ وږمه سبا عامر
ګرانه !
نن راته د ماتو بنګړو بار په شانې ښکارې
او.......
دزمري په خوله کې د ښکار په شانې ښکارې
له جګړې نه راستون شوي
ماتې خوړلي سالار په شانې ښکارې
پوهېږې ؟
دا ټول رازونه
داپټ دردونه
په زړګي کې دې پراته حسرتونه
ماله څه نه وموندل
له نم جنو سترګو
او مړاوې څېرې نه دې
په هغه شېبو کې
چې مخامخ راته ناست وې
اود بريا خبرې دې کولې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلۍ وږمه سبا عامر
تورو تورو شپو سره مې وژړل
سپينو اننګو سره مې وژړل
ماته مې د ځان په څېر ښکاره شو دوى
ټولو لېونو سره مې وژړل
شابسې ! پروا هم په ما نه کاندې
مينې په شېبو سره مې وژړل
هلته يو شپونکى په بم الوتى و
دنګو دنګو غرو سره مې وژړل
پل به د(سبا ) په درشل څنګه وي
خپلو اندېښنو سره مې وژړل