د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

رحمن الدین اکبري

د رحمن الدین اکبري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

پوهندوی دګروال رحمن الدین اکبري د فقیر محمد زوی، د محمد اکبر لمسی پر ۱۳۲۲ لمریز لېږدېز کال د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد کلي په یوه غریبه او عزتمنه کورنی کې زېږدلي. ښاغلي اکبري چې د ساپیو له پرګنۍ څخه دی، لومړنۍ زده کړې یې د جلالکوټ په نمبر ۲ لومړني ښونځي کې پای ته رسولي په ۱۳۳۶ ل.ل کال کې په کابل حربې ښونځي کې شامل شو. په ۱۳۴۲ ل.ل د حربي ښونځي له دولسم ټولګي  نه په لوړه درجه فارغ او د لوړو زده کړو پیل ته یې ملا وتړله پر همدې کال هوایي پوهنتون ته او بیا د لوړو زده کړو لپاره د هغه وخت د شوروي اتحاد د قزاقستان جمهوریت پلازمینې الماتا ته ولېږل شو، په الماتا، کنت، تلمک او فرونز کې له مسلکي زده کړو وروسته په برلیتوب هېواد راستون او د ملي د فاع وزارت د بګرام هوایي ډګر د هوایي مدافعې په قونونو کې یې د دویم بریدمن په توګه په کار پیل وکړ. همدارنګه په ۱۳۵۶ ل.ل کال کې چکوسلواکیې ته هم لاړ او له شپږ میاشتو زده کړې وروسته بیرته هېواد ته راستون شو.

د هیواد په بیلا بېلو هوایي ډګرونو کې یې په نه سړي کېدونکي ډول دندې تر سره کړي په ۱۳۶۴ ل.ل کال د حربي پوهنتون د ټولنیزو علومو د مرستیال په توګه و ګومارل شو. په ۱۳۷۱ ل کال کې د ملي دفاع وزارت د ښونې او روزنې ریاست ته بدل شو په ۱۳۷۲ل.ل کال له ۲۷ کاله خدمت وروسته تقاعد شو. نوموړی لا په لومړنیو زدهکړو بوخت و چې له شعر او ادب سره یې د مینې مزي زغلولي وو پټه دې نه وي چې د ښاغلي اکبري لیکنې او شعرونه په اتحاد مشرقي ورڅپاڼه، بیذار ورځپاڼه، پروان ورځپاڼه، کابل مجله، او د زیري په اونېزه کې، چې یو وخت یې د کوچنیانو د پاڼې چلوونکی هم و، خپاره شوي دي.

تر اوسه یې کو اثر یا شعري ټولکه د اقتصادي ستونزو له امله له نه ده چاپ شوې. یادونه بهیرونه یې لومړنۍ شعري ټولګه ده چې په خپرېدو یې ښاغلي اکبري ته مبارکي وایم

یوازې په فرهنګي مینه

جلا الدین کسات

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

6 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمن الدین اکبري

ستا څومره غوسې دي چې ختمېږي نه

پوه شومه اوږدې دي چــــې ختمېږي نه

 

وایـــــــي چــې د اوښ کیـــــــنه درازه ده

ستا د اوښ کیـــنې دي چې ختمېږي نه

 

زه هم کــــــه راوســــــپــړم د زړه دفــــــتر

دومره مــــــې ګیلې دي چې ختمېږي نه

 

ډېرې نـــــــاکـــر دې دي چې ختمېږي نه

بس دی حــــوصــــــــله مې نوره ختمه ده

 

ستا دومره نــــخرې دي چې ختمېږي نه

عمر یو څو ورځــــــې دی او تېـر به شي

 

دا اوږدې کیسې دي چې ختـمـــېږي نه

راشه اکبري سره تــــــــــر غـــــــاړې شـه

مینه کې مزې دي چې ختمـــــېـــــږي نه

دم په دمبشپړ شعر ولولئ

دم په دم

رحمن الدین اکبري

دم په دم لړزېږي زړه مې څـــــــه وکړم

تا ته هوسېږي زړه مې څـــــــــــه وکړم

 

بیا چې ستا ښکلا نــــــظر تـــه پریوته

اوس راته ژړېږي زړه مــــې، څه وکړم

نن مې دزړه مینه را ژونـــــــدۍ شوله

ځکه نو درزېږي زړه مــــــــې څه وکړم

ستا ګوزار د ستــــــرګو رسا وویشته

نور هم زخمي کېږي زړه مې څه وکړم

ستا دا یارانه څـــــه چــــــا دوګـــــره ده

بیا چې خوشالېږي زړه مې  څه وکړم

 

ته داکبـــــــري د زړه پـــــټۍ شــــولې

تا نه نه صبرېږي زړه مې څه وکـــــړم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمن الدین اکبري

په خیال کې چې مې ستا خواږه یادونه ځي راځي

په سترګو کې مې ښکلي تصویرونه ځــي راځي

خیالونه شي ټالونه ستا په مخکې ځــــــــم راځم

سینه باندې دې څه ښه امېلونه ځــــــي راځــــــي

دهجر توره شپه کې کله کله چې برېـــــښـنـا شي

په مخ دې تورې زلفې ولونه، ولونه ځـي راځـي

خمار دې د ملالو سترګو یمه نېــــــشه کــــــــړی

لېمو کې دې د میو ډک جامـــــونــــــه ځي راځي

وعدو کې بې وعدې یې بې وفا یې کـــــــبرجنې

په خوله دې ډېر نا ترسه قسمونـــــه ځـــي راځي

محفل کې چې دې وینم غمازان درنه چاپېروي

په زړه مې دغمون غرونــــــه غرونــــه ځي راځي

ګیله نوره ونـــــــه کـــــــړې اکـــــبري د بېلتانه نه

دونیا کې لږ او ډېر داسې وخــــتونه ځي راځي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمن الدین اکبري

ما هم پــــــــه تــــــار د زلـــفـــو ګـــــرفتــار که کنه !

بیا هم لکه دزرکې دي رفـــــــــــتار کـــــــــه کــــنه !

 

ګلونه مې دمې دمینې ستا لـــــــــــپاره دي راوړي

داهم دې په وربل بـــــــانــــــــدې کتـــــــار کـــه کنه

 

چې ستا خمارو ســـــترګو مې زړګی خماري کړی

لاهم په سرکو شونــــــــډو مې خمـــــــــار کــــــــنه !

 

یا لرې شه چې هجر کې دې وسوزم ایـــــــــــره شم

یا هم سپین مړوندونه راتـــــــه هـــــــــارکــــه کنه !

 

یاچوپ شه چې دې نه اورم خبرې ستغې سپورې

یا هم راتــــــه پـــــه میـــــــنه کــــــــې ګفتار که کنه

زما دزړه تسل شه زه بـــه ستــــــــا د زړه ټکور شم

د یار په کلي کېبشپړ شعر ولولئ

د یار په کلي کې

رحمن الدین اکبري

ومې یو څو ورځې سکونت د یار په کـــــــــــلي کې

ډېر شومه ستومانه عاقبت د یار پــــــه کـــــلي کې

 

زه دیار دکلي نه په لرې ځای کې پــــورت ومــــــــه

ومې دا څو ورځې قسمت د یار په کـــــلـــــــــي کې

 

ماویل د وخت وحشتګیرۍ نه به دمـــــــه شمـــــــه

کړم په ګوزاره په شرافت د یار پـــــــه کــــــــلي کې

 

راغلم په صفا او صداقت او محبت بــــــانــــــــدې

نه ومه خبر په شرارت د یـــــار پـــــــه کــــــــلي کې

 

هلته د یار کلي کې روزلي وخت بچـــــــــــوړي وو

ګوته ورته غاښ شوم په حیرت د یار پــه کلي کې

 

هلته نامردي ، تنـــګ نــــظري ، کیــــنه او کبر وو

وامې خیست د ټول عمر عبرت د یار په کلي کې

څه به وشيبشپړ شعر ولولئ

څه به وشي

رحمن الدین اکبري

که دې لږ نظر په ما کړې څــــــه بـــــــه وشــي

که زخمونه مې دواکـــــــړې څـــــه بــــه وشي

ستا خندا زما دعــــمـــــر زیـــــاتېــــــــده دي

په رښتیا که دې خنداکړې څـــــه بـــــه وشي

څه به وشي چې وصال باندې مې ښاد کړې

یا په ناز که مې تـــــــرخوا کړې څه به وشي

سودایي شومه پــــــه میــــــــنه کې دې ګله

که مې لرې دا ســــــــــودا کړې څه به وشي

سوی سوی یمه ستا فـــــکرو یــــــــم سوی

که دوصل پیاله راکـــــــړې څه به وشــــــي

دروازې تـــــــه دې ولاړ لاس پـــــه زارویم

که قبوله مې دعـــــــا کــــــړې څه به وشي

لاس راښکل په عاجزانو لوی ثواب دی

که رحمت په بی نوا کــــــړې څه به وشي

که دوا د اکبري د زخـــــمــــي زړه شــــي

که مې غوږ ته دا وینا کوې څه به وشي