پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ښاغلي رحمن الدین اکبري شعرونه
6 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
پوهندوی دګروال رحمن الدین اکبري د فقیر محمد زوی، د محمد اکبر لمسی پر ۱۳۲۲ لمریز لېږدېز کال د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد کلي په یوه غریبه او عزتمنه کورنی کې زېږدلي. ښاغلي اکبري چې د ساپیو له پرګنۍ څخه دی، لومړنۍ زده کړې یې د جلالکوټ په نمبر ۲ لومړني ښونځي کې پای ته رسولي په ۱۳۳۶ ل.ل کال کې په کابل حربې ښونځي کې شامل شو. په ۱۳۴۲ ل.ل د حربي ښونځي له دولسم ټولګي نه په لوړه درجه فارغ او د لوړو زده کړو پیل ته یې ملا وتړله پر همدې کال هوایي پوهنتون ته او بیا د لوړو زده کړو لپاره د هغه وخت د شوروي اتحاد د قزاقستان جمهوریت پلازمینې الماتا ته ولېږل شو، په الماتا، کنت، تلمک او فرونز کې له مسلکي زده کړو وروسته په برلیتوب هېواد راستون او د ملي د فاع وزارت د بګرام هوایي ډګر د هوایي مدافعې په قونونو کې یې د دویم بریدمن په توګه په کار پیل وکړ. همدارنګه په ۱۳۵۶ ل.ل کال کې چکوسلواکیې ته هم لاړ او له شپږ میاشتو زده کړې وروسته بیرته هېواد ته راستون شو.
د هیواد په بیلا بېلو هوایي ډګرونو کې یې په نه سړي کېدونکي ډول دندې تر سره کړي په ۱۳۶۴ ل.ل کال د حربي پوهنتون د ټولنیزو علومو د مرستیال په توګه و ګومارل شو. په ۱۳۷۱ ل کال کې د ملي دفاع وزارت د ښونې او روزنې ریاست ته بدل شو په ۱۳۷۲ل.ل کال له ۲۷ کاله خدمت وروسته تقاعد شو. نوموړی لا په لومړنیو زدهکړو بوخت و چې له شعر او ادب سره یې د مینې مزي زغلولي وو پټه دې نه وي چې د ښاغلي اکبري لیکنې او شعرونه په اتحاد مشرقي ورڅپاڼه، بیذار ورځپاڼه، پروان ورځپاڼه، کابل مجله، او د زیري په اونېزه کې، چې یو وخت یې د کوچنیانو د پاڼې چلوونکی هم و، خپاره شوي دي.
تر اوسه یې کو اثر یا شعري ټولکه د اقتصادي ستونزو له امله له نه ده چاپ شوې. یادونه بهیرونه یې لومړنۍ شعري ټولګه ده چې په خپرېدو یې ښاغلي اکبري ته مبارکي وایم
یوازې په فرهنګي مینه
جلا الدین کسات
غزل
ستا څومره غوسې دي چې ختمېږي نه پوه شومه اوږدې دي چــــې ختمېږي نه وایـــــــي چــې د اوښ کیـــــــنه درازه ده ستا د اوښ…
بشپړ شعر ولولئ ←دم په دم
دم په دم لړزېږي زړه مې څـــــــه وکړم تا ته هوسېږي زړه مې څـــــــــــه وکړم بیا چې ستا ښکلا نــــــظر تـــه پریوته اوس راته…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
په خیال کې چې مې ستا خواږه یادونه ځي راځي په سترګو کې مې ښکلي تصویرونه ځــي راځي خیالونه شي ټالونه ستا په مخکې ځــــــــم…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ما هم پــــــــه تــــــار د زلـــفـــو ګـــــرفتــار که کنه ! بیا هم لکه دزرکې دي رفـــــــــــتار کـــــــــه کــــنه ! ګلونه مې دمې دمینې ستا…
بشپړ شعر ولولئ ←د یار په کلي کې
ومې یو څو ورځې سکونت د یار په کـــــــــــلي کې ډېر شومه ستومانه عاقبت د یار پــــــه کـــــلي کې زه دیار دکلي نه په…
بشپړ شعر ولولئ ←څه به وشي
که دې لږ نظر په ما کړې څــــــه بـــــــه وشــي که زخمونه مې دواکـــــــړې څـــــه بــــه وشي ستا خندا زما دعــــمـــــر زیـــــاتېــــــــده دي په رښتیا…
بشپړ شعر ولولئ ←