پښتو ادب · شاعران
پوهنیار ظفر اهتمام
د پوهنیار ظفر اهتمام پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
بندیوانه خیالونهبشپړ شعر ولولئ
بندیوانه خیالونه
پوهنیار ظفر اهتمام
دې ســـوي زړه ټــــپـــــــي دردونــــه شــمــــارم
د نــنــګــیـال مــرګ نـه فـریــادونـــــه شــمــــارم
اغــــیـــاره کـــوم زهـــر دې ګـــډ کــــــړل په کـې
ســتــــا د پـــېـــرزو هــغــه ســتــونــه شـــمــــارم
چې تاند لبا ن دې کړ نــنګــیــا ل له مـــونــږ بــیــل
خـــــود بـــه د اوښــکـــو امــېــلــونـــه شــمــــارم
چــې ځــنــکــد ن کــې ورپــه بــرخــه نــــه شــوو
پــردېــس مــرحــــوم تــه دیــدنــونــه شــمـــــارم
چــې د لــحـــد شــول بـــنــدیــوان خــیــالــونـــــه
څــه رنــګ ویـــده بـــه دې شــعـرونــه شــمــارم
تــل بــه ټــوکــیــږي پــــه مـــزار ســپــرلــو کــې
ځــــکــه د پــېـــغــلـــو وربـــلــــونـــه شــمــــارم
وه زاهــــــــــدي دې فـــلـــســفـــه د ژونــــــدون
تــر تــوپــو ټــیـنګ بـه دې هـــوډونـه شــمـــارم
مــــیـنــه کــعــبــه تــســل ســـجــده دې وه اوس
«اهـــتمــــام» ســتـا هــغــه یـــا د ونــه شــمـــارم
کـابــل - ۱۳۷۷/۲/۱۱ هـ ش
مور ورکی ځلمی !بشپړ شعر ولولئ
مور ورکی ځلمی !
پوهنیار ظفر اهتمام
لــه مــا نــه مــور ورکــه ده
مــا نــه هـــم کــور او خـــپــل دود
زه لا کـــوچــنـی وم
چی سـیلــــۍ د جګړې
د بوړبکۍ پـــه ولـــو
د کــاف تــر غــره کــړمــه تپر ؛
میــنه جوهــر ده انــسانـی ژونــدون ته
زه وم محروم د خپلی مور له مینې !؟!
اوس څکی نه شــــمه د آمن خــواږه ...
مــرچ دي راتـه !
زه مــی مـور نـه پیـژنــم ،
له مــا نه مور ورکه ده .
انـتظـاربشپړ شعر ولولئ
انـتظـار
پوهنیار ظفر اهتمام
راشه د سرو شــونـډو پــه څــوکــو بانـدې ښکـل د کړم
ګـل دې کـاکـل د کړم ٭ یا هـــار دغـــــاړې
شونډې په شونـډو مـخ پـه مــخ ٭ راته ودرېـــږه مــخامخ
مــــست شه د مـیــنې لېـونــیـه چـې اوس خـپل دې کــړم
ګـل دې کـاکـل د کـړم ٭ یا هـــار د غـــــاړې
باغــچـې نــیــولـي دي انــــار ٭ ورلــــره تــه اوسه بیدار
راشــــه د دې چــمــن پـه څـانـــګو کې بـلــبـل دې کــړم
ګـل دې کـاکـل د کـړم ٭ یا هـــار د غـــــاړې
ستــرګې مې ستا په انـــتظار ٭ څــاري د ستا د راتلو لار
غــواړم چې شــړنګ ته دې بنګړیو او څــنګل دې کـړم
ګـل دې کـاکـل د کړم ٭ یا هـــار د غـــــاړې
زلـفې په تا به کړم انبار ٭ تا به کـړم دوۍ لاندې هوښیار
ای « اهتمامه » چـې خـبـر لــه یـو څــه بـــل دې کــــړم
ګـل دې کـاکـل د کړم ٭ یا هـــار د غـــــاړې
د کابل د ګمرک بانک: (۷ / ۸ / ۱۳۶۳- هـ ش )
حقیقي مینهبشپړ شعر ولولئ
حقیقي مینه
پوهنیار ظفر اهتمام
تـــــېره شوي چې په چـــاوي عاشـــــــــقي
وې خبر دوي په اصـــــلي خوند د دوستي
درتـــه تـــېـــر بـه کـړم مثال ددې خـــبرې
چـــې ســــنـــد کــړې دا خــبردلـتـه دستي
ادم خــــان چې ؤ مــــــین په درخوبانــدې
عــــشـــــق بوله د دنیا ښــکــــــلاوهستي
یــــونــــیم قرن نن نه وړاندې یوزمان کې
د جــــیمــزډار قول نقلومه بې کـــــاسـتــي
قـــــطـــب خــــان د راڼـــیــزو د ده په خور
ؤ مین په نـــــــــــازو باندې په راستـــــي
ؤ بـــلـــــو دې ادم خـــان د کـــور غـــــلام
قـــــطـــــب خــــــان یې کړ د مینې تومتي
ادم خــان لا خـــبر نه ؤ لـــه دې حــــاله
بــلـوګي قــطــب خان مړ کـــــړ سم دستي
د دې حال نــــه چې خبر شو ادم خــــــان
د بـــلــو په مــرګ ئـې ونــه کړه سـستي
بــلــو ئـې مړ کړ په بدل د قــطــب خان کې
هــم خــفــه شـــو دی د مــینــې پهنیستي
هسې ښکلي عــاشــــقان دنیا نه تېر شول
څوک په مینه کې کامـیاب او څوک ستي
عــشق پښتو نه مقدم شواهتمامه
پـــاکه مینه چـــې وې داســــيحــقــیقــي
( کــابـــل ، ۱۳۶۹/۳/۴ هــ ٬ ش
سوله غواړوســولهبشپړ شعر ولولئ
سوله غواړوســوله
پوهنیار ظفر اهتمام
ګران هېواده شــم تــا نــه قـر بــا ن
ده و ېجا ړاو زخمي دصورت هرزما ن
خپل پردي آبادي ته د نن په ښـا د ي
په همت دې دعوت دي روان اوراځي
اې هېواذه صـفا سوله تا ته دوا
چې خدمت د رته وکړي د نیا په رښتیا
که چل ول ېې د اځل نه وي مل په عمل
چې تا ریخ دلته تریخ نه شي بیا په بل ځـل
دا ارمان د افغا ن ګران له ځا ن
آبا دي، بنېا دي اوښا دي په لوړ شا ن
حرف کلام ېې مدام نا تما م اهتما م
نیمګړتېا بې لوړتېا دې کلام کـړي سلا م
ښکلابشپړ شعر ولولئ
ښکلا
پوهنیار ظفر اهتمام
ســــــترګه دســــــــباوه ځــــــــــلېدله دا
اوښــــــــکه د حـــیاوه څــــڅــــــېدله دا
لوند څیرې ګرېوان کې سرپه سر راتله
زغــــم یې غوسې وخــوړ مسیدلــه دا
ډېـره دې ترخـې مُسکا ښایـېسته کــړله
تریو نـارنــج خـــوږو کې ګــډېدلــه دا
شونډو ته دګــل وږمو ورغـــاړې کړه
دې نــرمو وږمـــو کـــې نڅــــــېدله دا
کلــــه چې پرې لـمر وزرې پرانیستې
پـــورته عــرش کــُرسي ته وخــتله دا
بـیا چـې پـرې د ورېځو کـفن وغوړېد
غېــږکــې دســپین بحـــرغرقــېدلـه دا
بنــدکـې یې وحـد ت دلاریون وکړلــو
ورېځــو کــې برېــښنا وه ځغـلـېدله دا
ما چـې یې د وصـف « اهتمام » وکـړ
ورکــه شــوه لـه مــانه شرمېــدلـــه دا
کابل:د۱۳۷۸هـ ش کال دکب۱۸مه
سرحدبشپړ شعر ولولئ
سرحد
پوهنیار ظفر اهتمام
که ته اوس هم ماسره مینه کوې
مینه سرحدنه مني
ـ کرښه تر منځ -
یوبل په غېږکې رانیولی نه شي
مېنې یوبل کې حل کېد لی نه شي
نوزموږترمینې
د ډیورنډدغه رټلې- نامنلې کرښه
چې موږ پخوا لادامنلی نه شوه،
ولې جفاوکړوله ځان اوحقيقت سره بیا...
پـــــــــدې سپــرلي کې
دغه دمینې په پلازمېنې
زړه آغزي وکــــــــرو.
(کابل- ۱۳۸۶ وری)