پښتو ادب · شاعران
شمس خوستي
د شمس خوستي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ښاغلی شمس الله خوستى په کال ۱۳۵۴ لمريز کال کي دخوست ولايت په مركزمتون ورغۀ كلي كې زېږيدلی دی ، دغوايي كودتاپه دريمه مياشت يې له خپلې كورنۍ سره له ډيورندهاخوا دسيدګيوسيمې ته هجرت وكړ،څومياشتې يې دلته تېرې كړې ،لدې ځايه بياله خپلې كورنۍ سره ميرانشاه ته وليږديد ،لومړنۍ زده کړي يې دميرانشاه سيمې دډنډوپه منځيني ښوونځي كې ترسره كړې اوپه همدې موده كې يې ګلستان ،پنجكتاب ،خلاصه اوځينې نورديني اودفارسي ادب كتابونه هم وويېل،دثانوي زده كړولپاره الفتح ليسې ته لاړچې دميرانشاۀ په ډنډوكلي كې وه ،دغه ليسه دوه كاله په ميرانشاه كې وه ،خوستي ددې دووكالونوپه اوږدوكې دليسې دلوستونوترڅنګ يوشمېرديني فقي كتابونه ،دقران كريم ژباړه اوځينې نورې زده كړې په ځانګړې (شخصي ) توګه ترسره كړې،خوكله چې افغانستان ته مجاهدين په بري ننوتل نوياده شوې ليسه هم خوست ولايت ته وليږدول شوه ، شمس خوستي ترهغه مهال چې ددوى كډې خوست ته راتلې دخوست په ښاركې دخپلولوستونودترسره كولولپاره كرايي كوته ونيوه او ۱۳۷۲ كې دهمدې ليسې له دوولسم ټولګي څخه په خپل ولايت خوست كې فارغ شو ،لدې وروسته يې ديوكال لپاره دخوست ولايت دغرغښت په عالي مركزي ليسه كې دښوونكي په حيث دنده ترسره كړه ،له يوكال وروسته پېښور ته لاړاوددعوت جهادپوهنتون دادبياتوپوهنځي ته بريالۍ شو،څه موده وروسته نوموړى پوهنتون له پېښورڅخه دافغانستان پلازمېنې كابل ته وليږدول شو،لدې امله چې په كابل كې دواك په سر خپلمنځي جنګونه وو ،نوشمس ونه شواى كولاى چې خپلو لوړوزده كړوته دوام وركړي ،نويې زده كړې پرېښودې اوبيايې دخوست په ښاري ليسه كې چې اوس د(پوهاندعبدالحۍ حبيبي ) لېسې په نامه ياديږي دښوونې دسپېڅلې دندې ترسره كول په غاړه كول واخيستل .
شمس دطالبانوپه وخت كې دلومړي ځل لپاره دخپلوپه ګوتوشمارليكوالانواشاعرانوملګروسره چې نېږدې اووه اتۀ تنه به ووداستقلال ادبي ټولنې بنسټ كېښود،اوددې ټولنې لومړنى شاعرؤچې ( د دردونوتاړاك ) په نوم يې شعري ټولګه خپره كړه .
خوستى پدې وخت كې دسمون مجلې مرستيال ،له خوست څخه په كابل كې دهېوادورځپاڼې استازى ،دزده كوونكيودملي يوالي دجريدې مرستيال اوديوشمېرنوروجريدوكتنپلاوى په توګه كاركړى .
پدې برسېره خوستي په كابل ،ګردېزاوخوست كې دچاپيدونكيومجلو،ورځپاڼواو اونيزوله لارې بې شمېره مطالب ،دابي ټوټې،شعرونه اومقالې خپرې كړې اوخپريږي .
ښاغلى شمس الله خوستى څه دپاسه پنځه كاله وړاندې دخوست محلي راډيودنشراتومديرپه توګه په دنده وګمارل شو،خوڅه وخت وروسته يې په راډيوكې كارونه ډېرشول پخپله خوښه اوشوق يې دندې ته تغيروركړاودځان لپاره يې په همدې راډيوكې دوياندويۍ دنده غوره كړه او اوس دخوست په محلي راډيوكې دوياندويۍ ترڅنګ دخوست په محلي تلويزيون كې هم كاركوي اوهمدارازدخوست راډيوتلويزيون وېبپاڼې چلوونكي اوددې ولايت دخپلواكې فرهنګي ټولنې درهبري شورادغړي په توګه كاركوي .
دراډيواوتلويزون كارونوترڅنګ يوشمېروېبپاڼولكه پېنوا ، اوټول افغان سره درېپوټونووركولو،اوله خوست وېب لپاره له سندرغاړوسره دمركواوځينونوروكارونوچوپړترسره كوي ،پدې برسېره
د www.khost-web.net/shamskhostai په نامۀ وېبلاګ هم لري چې خپل شعرونه ،ادبي ټوټې اومقالې پكې خپروي .
بايديادونه وكړوچې شمس الله خوستي خپلې زده كړې پدې ځاى پاى ته نه رسوي ،په پام كې لري چې په خوست پوهنتون كې خپلې نيمګړې زده كړې ترسره كړي .
شمس خوستى تراوسه لاندې ليكلي اثار لري :
۱ : ددردنوتاړاك : شعري ټولګه چاپ
۲ : خوست به څنګه جوړوو،ترسرليك لاندې رساله ( خوست به څنګه جوړوو) نومي كتاب كې ددې ولايت دنوروليكوالوله نظرونوسره يوځاى چاپ ده
۳ : ستاريكوف : ناول : ناچاپ ،دغه ناول له بېنواپاڼې څخه دميخايېل په نوم خپورشوى ،چې اوس يې دځينولاملونوله مخې نوم ورته ستاريكوف كېښوداودشمس خوستي له وېبلاګ څخه دستاريكوف په نوم خپورشويدى .
۴ : شمس اومدارونه : شعري ټولګه ناچاپ
۵ : دادبي ټوټو، ټولګه ناچاپ
۶ : د دُرمودامان : شعري ټولګه ناچاپ
۷ : ښوونيزبنسټونه :ناچاپ ، يوښوونيزكتاب دى چې ښوونېزې كړنلارې ،اوصول تدريس اواړوندتوكي پكې دى .
شعرونه
31 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شمس خوستي
تــروس مــې كــه پــوره وى پــه نــغـمــوبــه لمبېدى
تــردې بــلــه ښــه چــېرې وه ورو،وروبــه لــمبــېـدى
زړګـيه نــوردې څــه غــوښــتل په غېږه كې دمينې
نـګــهــت كــې بــه وئ پــټ دګــل پــه بوبه لمبېدى
دنــيــاكــه نــيــمـه خــوانــه وئ مـنـت بــه دچاڅه وۀ
ښـكـلاوې بــه تــابــع وى پـــه هــغــوبـــه لــمبــېــدى
دزړه چارې جنت كې دي كه داچـېرې كېدى شوى
كـوثـــربـــه مــووى څـښـلـي پـه شـيدوبــه لـمبــېدى
كـه هــرڅــه شــوئ كــېدلــى ، پــېژندلى او ليدلى
دهـــيــلـــوبــــه زورنـــه ؤپـــه ارزوبـــه لـــمـــبـــېـــدى
اې ښـكلـيه نـاخـبـره يـې د( شـمـس ) له پېـرزوينې
شـمس وايي: كـه تــۀ زمـاوئ پـه شغلوبه لمبـېدى
راځړېدلى زړۀبشپړ شعر ولولئ
راځړېدلى زړۀ
شمس خوستي
څــوك ويــنـي بـې ګـامــه تــرمــنـزلــه رسـېدلـى زړۀ
عـيـن درېـښـوغـونــدې اســمـان تـه غــزېــدلى زړۀ
بـېـخ يـې چـې خـتـلى وي دعـشـق پـه مـنګولوكـې
وي لكـه څېړۍ پـه لـوړكــړنـګ راځـېـړېــدلــى زړۀ (۱)
ځـمـكـه پـه بـاران سـره ژوندۍ كړه دقدرت خاوند
داسـې يـې پـه يـادوكې ژوندى شي رالوېدلى زړه
عـــشــق خــومـنــشـاٰ دتـعــرف ده نـــوهـــغــه بــويــه
وي يې چې پدې لوري په ګوګل كې ښوئېـدلى زړه
سـتوري مسخردي پكـې ويلي دى دشمس زړګى
بـيـايـې هــم لـه هـسـكـه څـخـه نـدى څـڅـېـدلى زړه
(۱)
زړۀ مې په يوه ولي ولاړدى
لكه ګورګوره په كړنګ ولاړه وينه
غنم زامنبشپړ شعر ولولئ
غنم زامن
شمس خوستي
ژوي چـې څــوژوي راوړي هـم زامـن
يـوډېـرښـت مـطلـب دى دعـالـم زامـن؟
وايــي:ســـعـدي:ګــرګ زاده ګـرګ شود
خـــودبـــه ســهـرابــان وي درسـتـم زامن
تـــخـــم لــــري څـــنـګـــه بـــه ډېـريـږي نه
ګـــوره چـــې غـــمــونــه شـول دغم زامن
يـــــواوبـــل تــــه تــــورې تــــېـــرووســــره
ځـــــكـــــه چـــــې يـــــوواړه د ادم زامـــــــن
ښـــه دوعــاپــښــتــون ســـړي تــه دغـــه ده
خـــدايــه ورتــه ډېــريــې كــړې غـنـم زامن
شمسه!ندې كورت خوري نه غواړي هغه
څـــوك چـــې پـښـتـنـوكـــې لـــري كم زامن
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شمس خوستي
نـــه تـــريـــقـــيـــنـــه رســـېــدلــې نــه تـرشكه نړۍ
ددواړومــــنــــځ كـــــې ده ولاړه هكه پـكــــه نــــړۍ
څــه بــه لـه پــاكــه زړه دمــيــنــې هـركلى ووايـي
په ځان كې ډوبه دهوس په رنګ كې وركه نړۍ
دســوكــالــيــوپــه كــښــتــونـويې ږلۍ را،اوري
بــس دغــمــونـــواودردونـــولــورتــه څــكــه نــړۍ
مـوږجـوړووپـكـې دسـرواوسـپـينودنګې ماڼۍ
يـو وخـت بـه وچـوي خـامـخــالـكــه ګــرمكه نړۍ
لـه نـړيـدويـې پـرتـه بـل زېـرۍ پـه مـخـكې نشته
دزلـــزلــــولــــپــاره جـــــوړه ده داســـــپــكــــه نــــړۍ
سـيـاســت وشــاربــل چــلــونــه اوفــرېــبـونـه پكې
تــرڅــوبــه وپــايــي دغــواپــه ښــكــرغــړكــه نــړۍ
هــغــه بــه هــم لــكــه دتــاغــونــدې لـمبه لـمبه وي
شــمـسه ! دمـيـنـې پــه تــورمــه تــوروه ځــكـه نړۍ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شمس خوستي
صرف دستانوم به مې پې كښلى وي
درېـغـه چـې مـې غـوښــې تـرقـلم وتى
تـل بــه پـه كـوڅوكې سرپه چيغووى
كـاشكـې چې په دامې دزړه غم وتى
څه به مې په خـولـۀ درتــه غـزل وايـۀ
زړۀ كـه لـه ګـوګـلــه څــخـه هـــم وتــى
نـه بـه وى اشـمن قفـس تـه زلـفـوكـې
چـېـرې كــه لـه ولـۀ څـخـه قــدم وتــى
بـيـابـه دربــاب اړتــيــالــه كــومـې وه
هــراوازچــې داســـې زېـــراوبــم وتـى
دومــره ازادي كـه پــه جــهــان كــې وى
( شمس ) بـه لـه مـداره زيات وكم وتـى
اغلې بدرۍ بلېنډې ته ډالۍبشپړ شعر ولولئ
اغلې بدرۍ بلېنډې ته ډالۍ
شمس خوستي
زمــوږدچـم جـيـنــكـۍ دنـګـې دنـښـتروپـه رنګ
لــه نــازه ډكــې اوخــوږې دي دشــكــروپــه رنـګ
پــه پــسـتــه ژبــه دې څــه ووې راتـــه غـلــې غـلـې؟
زمــاجـانـانــه پــوئ دې نــشـوم دخـــبـروپـــه رنـګ
ستاجادوګرغزل مې خپله زړۀ كې ځاى پيداكړي
نشته حاجت چې يې پاخـۀ كړم دمـنـتـروپـه رنګ
زمــوږدكـلـي جـونـه واړه دي ښـايـسـتـه ښـاپـېـرۍ
رنـګ خــويـې مــه كـړې ددېـوانـوزروروپــه رنـګ
چــې جــنــازې تــه مـې رادرومـې پــه سـلګودلبرې
تورې جامې واغـونده ښكلې دګورګـوروپه رنګ
هــغـه خــوزمـادبـنـګـودودغـونـدې كـړۍكـړۍدي
څوك دي چې ستايي ديارزلفې دلښكروپه رنګ
(شمسـه)! ديار(بلېنـډه) حسـن ته له خپلووړانګو
جـــوړه ګـــاڼـــه لـــه نـــازډكـــه دســـنــدروپــه رنــګ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شمس خوستي
ستاسندرې ملغلرې ستــــــــاټپـــــــــې دي دمــــــــــلالــــــــــې
دسروزرو،دالماسواودګــــــاڼــــــورنـــــــګ بـــــه وركـــــــــړم
زمااوستاپښتنه مينه دڅېــــــــړيـــــــوپـــــــــــه هېـــــــوادكې
دګورګورورنګ به وركړم دممــــــــاڼـــــورنــــــګ بـــه وركړم
ښاپېرۍ به راكوي پرې له خندانه ډكې شـــــــــونـــــــــــــــډې
هرغزل ته مې ،دكلي دسپين كــــــــاڼــــــــورنــــګ به وركړم
غزلتوري مې دې روږدي مرغكۍ كه شي رالــــــــويـــــــــې
دكوترورنګ به وركړم اودزاڼــــــــورنــــــــګ بـــــــــه وركړم
دستاشونډې سپېرې مه شه،دغه خاوره به خداى ګل كړي
بيابه وخاندې لــــــــــه نـــــــــازه دګلپاڼــــــــورنګ به وركړم
ستاخالونه به تازه كړم لكه شمس پخپـــــــــــــلووړانـــــګو
ګلې تك شين رنګ به وركړم دبوكياڼورنګ به وركـــــړم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شمس خوستي
تــورى شــوم دمــيــنــې پــه ســنــدروكـې راځم
خــودبــه نــوپــه شــونــډوددلــبــروكــې راځــم
ښۍ سترګه مې رپـي،زړګـى داسـې راته وايي
چـېـرې بـــه دښـــكــلــيــوپـــه خـبـروكــې راځم
نـه راځـم پـه بـيسـتـوكــې دستاغـوندې رقيبه
ګــل غــــونـــدې دزلــفــوپــه لښكروكې راځم
راشــه دغـــزل ښــاپـــېـرۍ زه هـــم ســتـالـپـاره
زيــږپــښــتــون يــم ځـكـه پـه بـڅروكـې راځـم
جوړه به نتكۍ دشمس له وړانګوكړم ليلاته
خــيــردى كــه پــدې ټــكــي اوتــروكــې راځــم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شمس خوستي
ستادشونډونــــــازبڅري بـــــــــــه زاړۀ شي
اميدونه به مې كله پــــــــرې مـــــــــــاړۀ شي
ځانوژونكي ښكلى ځان اوښـــــكلي وژني
څه به ژوندكړي چې حالات ورته چاړۀ شي
داسې توغ دســــــولـې چېرې اوچت مه شه
پښتانۀ چې پخـــــــپل كـــــوركې وداړۀ شي
دكبليووينې زبېښي خولـــــې يې سرې دي
نه ماړۀ شول دالېوان نـــــــــه بـــــــه ماړۀ شي
چې په كوم ځاى اوربليږي هــــغـــــه سوزي
شمس چې سوزي كله زړه دچــاخواړۀ شي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شمس خوستي