د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالهادی هادي

د عبدالهادی هادي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

دامندر کـــــــــــــه کــلیسا دي که جوکات

یــــــــــــــا اور تـون دی که د میني خرابات

بیل بیل وردی، ستا د کور په لوری مات

لــــــویه خدایه، هري خواته دي ستا ذات

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

30 خپاره شوي شعرونه

انځوربشپړ شعر ولولئ

انځور

عبدالهادی هادي

وه ته خوخپه شوې!

دومره ژرخپه شوې؟

ته چې خپه شوې،

سپرلی هم خپه شو

ژماله مېنې نوروز کډه وکړه

نوروزخوتاسره وو،

نوروزخوستا،

دسالګيرې مبارکۍ ته راته،

لمن يې ډکه وه،

ګلان ووپکې

غوښتل يې ستا،

په قدمونوکې يې وغوړوي.

غوښتل يې تا،

په ګلوونازوي،

غوښتل يې ستا،

له شونډوتللې خندا،

غوښتل يې ستا،

په اوښکووللې موسکا،

درته ډالۍ،

دسالګيرې

مبارکۍ کې درکړي،

غوښتل يې ستا،

په خوږوسترګوکې بيا،

دمستوهيلو،

رڼابېرته ،

شنه کړي.

خوته خپه شوې ،

ډېره ژرخپه شوې،

ته چې خپه شوې

سپرلی هم خپه شو،

نوروزاريان وو،

چې اوس څه وکوي،

سمسورسپرلی يې ترشا،

دګلوپنډيې ترملا،

ورسره ټوله خندا

راغی دتا،

دکورپه مخکې تم شو،

غوښتل يې سږ پسرلی

ستاله خندانه پيل کړي.

غوښت يې ،

موسم دګلو،

ستاله موسکانه پيل کړي.

خوته خپه شوې .

تاخنداونه کړه،

تايې خاطر،

تايې پرواونه کړه.

ظالمې !

دومره کبرهم نه وي ښه.

سپرلی خولاړه،

مساپر شوبېرته،

نوروزچې ستا،

خپګان ليدلی نه شو،

راغی

دتادانځورشاته پټ شو،

اوته يواځې،

يوانځورپاتې شوې.

                 21/3/2002

           دنوروزشپه-پېښور

ايمانبشپړ شعر ولولئ

ايمان

عبدالهادی هادي

منم پریشانه یو،ستومــــــــــــانــــــــــــــــــه یو، نا ځوانه، یو

لا خــــــــــــو دی نــــــــــــمانځو راته ګرانه،بی ایمانه ،نه یو

دا خو رښتیا ده، چی موږ ستایو د سپین شعر شاهزاده ۱

مــــــــــــګر مــــــــــنــکر خو د غزل له خوږ کاروانه، نه یو ۲

زمــــــــوږ چی خوښ دی د پښتوپه سر، پښتو مو خوښه

ګــــــــــنــــــــــی خـــــــــــوشال خو د رو له تور دورانه نه یو

چـــــــیـــــــرتــــــه توبه، چیرته کعبه او چیرته موږ لیونی

هـــــــــــسی مـــــــــین موږ یوچی خبر له خپله ځانه، نه یو

د ژونــــــــــد هـــــــــــوسۍ په ولو وړو د پناهخاي لټوو

امــــــــــــن پـــــــــه هیڅ ځاي کی جانانه، له انسانه نه یو

روح مو د غرونــــــــــــو په شپیلو  او سندرو، روږدی

شــــــــــــکر ژوندی یـــــــــو بی نارو د يه قربانه، نه یو

که مو د ړیر هره شیبه ورتـــــــــــــــــــــــه سندره نه کړه

بــــــــــیا بـــــــــــه له زړه بیا به له ځان افغانستان، نه

23/ 12 / 1998

 خوږ ژبی شاعر، ارواښاد، اسحاق ننګیال ۱

۲ نازکخیاله شاعر، پیر محمد کاروان

شکيبشپړ شعر ولولئ

شکي

عبدالهادی هادي

څوک می تیر شو د دی وران زړګــــــــــــــــی په لارو

لکه څــــــــــا څــــــــــــــکــــي د بارن شي په شد یارو

پــــــــــه اول ځـــــــــــــل یې په خپل ایمان شکی کړم

چې سجده کړمه ستا دوه ستــــــــــــــــــــرګو کفارو

موږ د ګل غوندی مخونو کــــــــــــــی خدای ګورو

شیخ دی ټوله ورځ پــــــیـــــــــښـــــي کا  د وزکارو

پورته شا کړو، نغـــــــــــــده واخلو، پیاله و څښو

لــــــــــــیـــــــونـــــــــــــی کو و کارونه د هوښیارو

نور که تـــــــــــــــوپ لري، ټوپک لري،غره دي

مــوږ دي خدای نه کړي بې چر سو بي کو کنارو

۱۹۹۹/۲/۲۹

پښور/ پښتونخوا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالهادی هادي

څومره آسمان اسم اعـــظـــــــم ګــــــــورمـــــــه

په هر ه سا کې مې صـــــــنم ګــــــــــــورمــــــــه

خلک په ویښه کــــــــــــــې جــــــــانــان لټوي

زه یې پټو سترګـــــــــــو ســــــــــــــــــم ګورمه

آشنا چې لاړې، هـــــــــو مره ګران شوې راته

عـــــجـــــــیــــــــب خوندونه دې د غم ګورمه

څومره سنګسار شو، څومره درد یې ولیـــد

ګوتې په خوله د زړګي زغم ګــــــــــورمــــــه

یاران د اور له غرونو واوښــــــــتــــــلــــــــــو

اوس یې د واورو غرو کې تم ګــــــــورمــــه

هادي که خیرونو او بوتــــــــه رســــــــــــــــــو

آ، ده لــــــــــــه ورا د وریـــــــــــځو نم ګورمه

۳۰/۸/ ۱۹۹۷

پیښور

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالهادی هادي

چیرته یې جانانه  ! بې رهبــره بــــې امــــامـــــه یـــــو

دیره موده وشوه چې ولویــــــدلـــــي دې لـه پامه یو

خلک سره وبونږیږي یو بـــل تــــــه مــــــو وښـــیــــي

جار دې له مالته پکې دومـــــره چـــــې بــــد نامه یو

وخته به مو جوړې دالفت خــــونــــــې ودانـــــــې وې

څه وکړو بیل شوي لــــکه غـــــړي لــــه انـــــدامه یو

موږه لا ژوندي یو ترانـــــې دپســـــرلـــــي لــــیکــــو

هسې له خپل ځایه په شاه شوي یو څـــــو ګامـــه یو

غلي چې یو ، شور نه کوو ، ځان په خلـکو نه ګورو

موږه ، لیوني او ملـــــنــــــګان لـــــه یــوه قامه یـــــو

موږ پسې ها دي خــــدایـــــــــزده دکــــــوم ښـــــکلې

جنګ کې بر یالي شـــــوو خو په مینه کې ناکامه یو

۲۰ /۶/۱۹۹۸ پېښور

ګذرانبشپړ شعر ولولئ

ګذران

عبدالهادی هادي

نه کیږي  جانانه ګذران نــــه کـــیـــږي

ښار دی نا پرسانه ګذران نـــه کیـــــږي

چیرته په دي وران وطن کــې دمــه شو

ستړي یو ستومانه ګذران نـــــه کیږي

مخکې مو لیوانو ځنـــې ځـــــان ساته

اوس خو له انسانـــه ګـــذران نه کیږي

جنګ تـــه بــــه جــانـــانـــه په اتڼ ورځو

بې له یه قربانه ګـــــذران نــــه کــیـــږي

زهر پــه نغمو راچـــې قـــمـــچنـــــونـــه

ژر به شــې پښیمانه ګــــذران نه کیږي

روغ موکه  ، اباد موکه راوخــــانــــده

ډیر یو پریشانه ګــــذران نـــه کـــیــږي

خپلو خو ها دي لـه ژونـــده وایســتـــو

اوس یې بې له تانه ګـــذران نــه کیږي

۳۱  / ۸ / ۱۹۹۸

څلوزيزهبشپړ شعر ولولئ

څلوزيزه

عبدالهادی هادي

او س مـــــــــو په لار کی قافلي لو ټوی

غـــــلـــه موپه ډاګه ورځي شپی لو ټوي

ستــــا له حکمت، ستا ل عظمته لوګي

لا مـــــــــــو نــــــــغریو کی لمبي لو ټوي

کیفبشپړ شعر ولولئ

کیف

عبدالهادی هادي

سترګو نه دې جارشم پکې خــــدای ګـــــورم

پښو ته دې د سرایښــو دو ځــــــای ګـــــورم

 

ستا له ګل وجود نه خرابــــات شــــــه ځـــــار

شونډې چـې پرانیــــزې  سُر او لا کی ګورم

 

تـــاچــــــې لیـــــونــــــي  هــم آزمو یلو اوس

وامـــې خـــله ځواني چې سرمې بای ګــورم

 

شــــاړه دزړګــــــي نــــغـــــمـــــه زاره کـــــــړه

کیف دی پـــــه خبـــــرو کـــې دنای ګـــــورم

 

ولــــــې به مغـــل راتـــه ګـــــواښیــــږي نــــه

وران چــــې دخـــوشحال درزم سرای ګــورم

کلیزهبشپړ شعر ولولئ

کلیزه

عبدالهادی هادي

لادي له  سترګونه،

     ویا له ، ویا له ،

                                 خپګان ورېږي

دښځې ،

          ټول برخليک دې سترګو کې دی  .

                                       د دنيا هيڅ،

  ښځه ازاده، نه ده

خوستا څېره

           په زړو پاڼو کې،

                       رابيه دې خوروه.

                                   ستا کیسه،

                         ددې کیسې ته ورته،

څومره بې وزلې ښکارې؟

لکه انځور،

د ټولو ښځو غوندې

زه ګنا هکاریم،

              ملا مت یم درته ،

                             ماته مې ځان ،

                                     لکه بلا ښکارېږي

تا ته مې ،

               دردورساو ؟

                       درد دې

                                پرما ،

خو ستاله سترګو ،

                    رڼې اوښکې څاڅي !

داښکو پور دې

                       پرما څومره پا تې؟

پېګا مې ،

        ټوله شپه ژړلي درته ،

                      غو ښتل مې ،

                              ستا داوښکو،

                                           پورادا کړم.

اوښکومې ،

ما پورې خنداوکړله،

وې یې.

             د ښکلو اوښکې،

                                وینې غواړي

خو زه،

                له وینو ځنې کرکه لرم

او هو،

           په یاد مې شولو،

                                       نن دې،

                                            کلیزه وه،

                                              نوروزوو کنه.

مادې،

          کلیزه نما نځل،

                                په زړه مې

                                             اوربل کړ،

                                                     دشمې پرځای ،

                                                                       ډېوه مې نه لرله،

بیا مې ،

      د خپلواسویلو،

             په شمال پوه کړه ګلې،

                             ډېوه مې مړه کړه،

                                        زړه مې مړ کړ،

                                          زړه مې دود وکاوه،

                                                 سګریټ مې ډېر څښول،

بېخي یو اځې ومه،

                      ان،

                   تر سهاره مې،

                             ښه ډیر وژړل،

                                              ما دې،

                                              کلیزه نمانځل

2002 / 3 / 22 دنوي کال ورځ

که توري لاس رانه کړيبشپړ شعر ولولئ

که توري لاس رانه کړي

عبدالهادی هادي

توري

             د شو خو ماشو مانو

                                                په شان تښتي رانه

شپه لا هما غسې

                       ژوره مې په ذهن کې ده

ذهن مې باد وړی دی

فکر مې تا سره دی

ته یې درنځ

                   دبر هوت په انتها کې

                                                         ناسته

څومره ژور دی غم دې!!!

                               غواړم انځوریې کړمه

غواړم د اوښکوداوښکو

                                     دهر څاڅکی

                                                 یو انځور دې جوړ کم

رنګونه تښتې رانه

                                 یواځې

                                         توره سیا هي

                                                           راته په لاس کې پاتې

اوه ،

         څومره بې وسه به شم

                                               که توري

                                                         لاس رانه کړي

                                                                                   او،

                                                                                    رنګونه ټول وتښتي

2002 / 3 / 28 پیښور