پښتو ادب · شاعران
اجمل تورمان
د اجمل تورمان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
8 خپاره شوي شعرونه
څنګه به سپرلي شمبشپړ شعر ولولئ
څنګه به سپرلي شم
اجمل تورمان
د شنو سترګو رګ دې راکړه
چي ژوندی شم
کنه
څنګه به سپرلي شم
ویرهبشپړ شعر ولولئ
ویره
اجمل تورمان
زه مي د قبر شناخته خپله لیکم
ځکه ډاریږم چي دوخت له وېري
زما ژوند لیک به
پښتو ونه لیکي
تړلي لا سونهبشپړ شعر ولولئ
تړلي لا سونه
اجمل تورمان
چي له شرمه تکه سر شي
زه پوهېږم چي څه وایي
پېغلتوب دپ راته ټوله کیسه وکړه
خو ارمان دی
چي حا لاتو مې تړلي
د ځوانۍ دا شوخ لا سونه
زما تصويربشپړ شعر ولولئ
زما تصوير
اجمل تورمان
سپين فصلبشپړ شعر ولولئ
سپين فصل
اجمل تورمان
هېر او يادبشپړ شعر ولولئ
هېر او ياد
اجمل تورمان
ډالۍبشپړ شعر ولولئ
ډالۍ
اجمل تورمان
تابه دعا کوله
چي خداي دي ماته کړه د زړه هنداره
راشه
قسمت په کاڼو ویشتي ده ،اوس روغه نه ده
دا فغاني کمیس ټبر ته دي
ټو ټي یو سه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اجمل تورمان
دا زړه دی د سګرېټ او اورلګېدو ډبی نه دی
په زور يې رانه واخله چې يې څنګه رانه اخلې
تسبو نه مې هم پاک کړلو دا ستا د شوندو رنګ
ته نور يې رانه واخله چې يې څنګه رانه اخلې
په کور کې مې ويلي تصويرونه مې خوندي کړئ
له مور يې رانه واخله چې يې څنګه رانه اخلې
بس مينه مينه ختمه ده ځېګر خاورته وړم
په ګور يې رانه واخله چې يې څنګه رانه اخلې
ما تاته په ليکلي غزل هم رحم ونه کړ
له اور يې رانه واخله چې يې څنګه رانه اخلې