د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اجمل تورمان شعرونه

غزل

دا زړه دی د سګرېټ او اورلګېدو ډبی نه دی

په زور يې رانه واخله چې يې څنګه رانه اخلې

 

تسبو نه مې هم پاک کړلو دا ستا د شوندو رنګ

ته نور يې رانه واخله چې يې څنګه رانه اخلې

 

په کور کې مې ويلي تصويرونه مې خوندي کړئ

له مور يې رانه واخله چې يې څنګه رانه اخلې

 

بس مينه مينه ختمه ده ځېګر خاورته وړم

په ګور يې رانه واخله چې يې څنګه رانه اخلې

 

ما تاته په ليکلي غزل هم رحم ونه کړ

له اور يې رانه واخله چې يې څنګه رانه اخلې

د شاعر نور شعرونه ←