د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

پوهاند مجاور احمد زيار

د پوهاند مجاور احمد زيار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار 68 كاله وړاندې د ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترګې پرانيستې . لومړنىښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .

پر 1962 زيږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې  د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي .
له 1966 تر 1972 ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنالوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .
له 1984 – 1986 ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله ( 1994 – 1996 ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توګه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار "اكسفورډ" كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .
څېرمه چارې او دندې
1972 – 1975 : د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .
1978 – 1979 : د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .
1980 : د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .
1980 : د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .
1980 – 1984 : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .
له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري .
علمي او ادبي هستونې
1 - علمي - څېړنې :  پښتو نومتړنګونه يا اسمي تركيبات ( الماني ) ، پښتو پښويه ، پښتو ويي پوهنه ، پښتو ليكلار ، پښتو شعر څنګه جوړېږي ؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې ، پټه خزانه يوه لغوي خزانه ، پښتو سيندګى ( هممانيزونه ) ، پښتو سيندګى ( نويزونه ) ، انګرېزي - پښتو سيندګى ( سربلونه + اوستربلونه ) ، د خوشال ادبي پښتو ، د يوې کره پښتو ليکلارې لارښود، د ژبپوهنې بنسټونه ، غږپوهه او د پښتو پښويي (ګرامر) ، درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه)  خپرونه .
2 - ژباړې : پښتانه او ورونه مليتونه ، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني ) ، پټه خزانه (پرالماني) .
3 – ادبي ( پېيلې او ناپېيلې ) ټولګې : زنداني نغمې، سوزونه او سازونه ، وينه او مينه، ګلكڅونه، ګلولې ، اندوژوند ، اندو واند ، رزم وبزم ، پوهه او ګروهه ، د سبرونو نڅا ، ګلوييونه ، څڅواكي ، زما نړۍ ، د مرجانونو څانګې ، نوې پېړۍ او نوې زرۍ ، اور و وينې ، ساندې او سندرې ، مينه د زړه په وينه ( ناول ) او ناپيگيليگ ( نثري تولكگه ) .
د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي ريكارډأ څښتن كړى دى .
پر دغو ټولو علمي - فرهنګي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او  نوښتګر پوهاند او ليكوال دا څه له پاسه دېرش كاله د " يوې - كره ليكنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې  ده .

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

34 خپاره شوي شعرونه

اغزن سيمبشپړ شعر ولولئ

اغزن سيم

پوهاند مجاور احمد زيار

 

    اغزن سيم
لکه غوټۍ ګل لــه نسيمه نـــــــــــه يـــو
راشنه اغزي د چــا پر سيـــــمه نــــــه يو 
که زور ايمان مو ورښـــوولي دي هــــم
بياهـــــــــــم بېغمه لـــــــه غليمه نه يـــــو 
موږ ورشلولي دار رسۍ او زنـــــځيـــر
که يې راوتــــي لــــه دژخـــــيمه نــــه يو 
تر ګلکڅو تور واټــــــــنونــــــــه مــخ تـه
سم غاړې وتي لا تر ګيــــــــمه نــــــه يــو 
يو که هرڅو د هسکو هسکوته هسک
لا رسېـــــدلـــــــي يــــــې تـــر نيمه نه يو 
بېخ و بنسټ مو تر نــــــاپـــــــايـو اوړي
چېرې له بوټي لوخې بـــــيمــــه نـــه يــو
پر سرو لمبو ورځو، اورپښتی خــو يو
څه که له پښت د ابراهيـــــــمه نـــــــه يو 
مينه مو اړوي د مرګ تــــــــر پــــولـې،
څه اندېښمن له اغزن سيــــمه نـــه يــو!
 
1-2-07
ګيم: د کڅ يا سيند غاړې څېرمه شېله
بيم: د لوخې بېخ
د جنتو پرښتېبشپړ شعر ولولئ

د جنتو پرښتې

پوهاند مجاور احمد زيار

 

د جنتو پرښتې
پــــــــــر اهريـــــمنــــــو شپـــو مې بري د سپېدو پرښتې
د اهورا د لمر مزدک د پـــــــــلوشـــــــــــو پـــــــــرښـــتــې 
ستا د ګلپېغلو تورو سترګـــــــــو د خـــــــوبـــونـو الهام
راوروي د ســــــــرو غـــــــــزلـــــــواو نغمـــــــوپـــرښــتې 
د اسمـــــــانــي ښـــايـــست ښکلا سراسري سيالۍ کې
تا ميدان وړی دی لـــــــــه واړو پـــــرښتــــــو پــــرښتې!
 د رقيبانو ساتل مــــــــه بــــــــويــــــــــه ګنــــــاه ده ګـــلې
درکره نه راځي له ډاره بــــــيا د سپـــــــــــو، پــــــــرښـتې 
پر بېګناه برخليک راکاږي د ګنـــــــــــاوو کــــــرښــــــې
دي څه بې نياوې مــــې پـــاس ناستې پر اوږو پرښتې! 
که خپل ځايناستی يې ټــــــــاکـــــلم نــــه، پر دې اوېجه
ولې يې ماته اړاېستلې پـــــرسجــــــــدو پــــــرښتـــــې؟ 
چې ښي او کيڼ ته، مخکې وروسته هسې مـلي راسره
دا مې کړي څار پر ګرځېدو راګــــــــرځېــــدو پــرښتې! 
زه ازمـــــايــــــــــلی خـــــــو پــــــوره د دې جهان دوزخ يم
څه که لار څاري مــــــــــــې د بــــــــل د دوزخـــوپـــرښتې
په څاه کې ځوړندې له ژبو تر قيـــــــــامــــــت د بــــابـــل
څه ځمکنيانو کړې اخته پر بدو کـــــــړو پــــــــرښــــتې!
دي انسانان د پرښتو ژوو تر منـــــــــــځه يـــــــوځېــــــل
په بدو کړو شي ځناور او په ښو کــــــــړو پــــــــــرښتــې
که يې شداد د درغــــــلي جـــــــــــــنت پـــــــــر وره دروي
زخمي زخمي دي د فــــــــرعـــــــــون پـــــه توبرو پرښتې
 د حـــوا لوڼو ته د ځمکې د پيدا په سترګه و مه ګورئ
دا رالېــــــــږلــــــــې خـــــــدای له هسک د جنتو پرښتې 
کاش د بې مرګه ژوند په پار، پرځای د مرګ استازو،
واخلي مې ساه د مينه وړو ښــــــــايستــــــو پـرښتې!!؟
 اکسفورد،28-12-06
ژوندسوزه تودوخهبشپړ شعر ولولئ

ژوندسوزه تودوخه

پوهاند مجاور احمد زيار

 

ژوندسوزه تودوخه
په هند کې
ډېر بېزله هندوان
ژوندسوزه تودوخه
په دې غنيمت ګڼي
چې بې له سونتوکيو،
ـ وړيا پر وړياـ
    ستي کېږي.
ډيلی،٢٤ـ٥ـ ٢٠٠٠
 
د ډول وسينګار سياليبشپړ شعر ولولئ

د ډول وسينګار سيالي

پوهاند مجاور احمد زيار

 

د ډول وسينګار سيالي
په پای کې به
د نروښځو تر منځ
د ډول وسينګار سيالي
تر داسې بريده ورسي
چې له يومخيزې بربنډتيا پرته به يې
بېلتون نور ناشونی شي.
تور و دنګبشپړ شعر ولولئ

تور و دنګ

پوهاند مجاور احمد زيار

 

تور و دنګ
 
داچې امريکايي نجونې
تور و دنګ زلمي خوښوي،
هرګوره،
کوم څه به يې
          پکې ليدلي وي!
٥ـ٦ـ٢٠٠٠   
د شرم بريدبشپړ شعر ولولئ

د شرم بريد

پوهاند مجاور احمد زيار

 

د شرم بريد
د لويديزو لکيمارو حيا شرم،
دی کټ مټ
په څې د غواوو،خوسکيو
تر لکيو رسېدلی.
المان،٥ـ١ـ٩٨
ته تاسېبشپړ شعر ولولئ

ته تاسې

پوهاند مجاور احمد زيار

 

ته ـــ تاسې
زه چې تاته «ته» وايم،
ته هم ماته «ته» وايه!
مه را ګډوه بل څوک،
«تاسې» راته مه وايه!
١٣ـ٣ـ٩٨
 
ناشونې مخامختيابشپړ شعر ولولئ

ناشونې مخامختيا

پوهاند مجاور احمد زيار

ناشونې مخامختيا
د زورواکيو په لړ کې
له دينواکۍ سره مخامختيا
په دې نا شونې برېښي     
 
تر پنځ و پينې
بهر دی.
 
٦ـ١٢ـ٩٨
د... زېږکاليزهبشپړ شعر ولولئ

د... زېږکاليزه

پوهاند مجاور احمد زيار

 

د...زېږکاليزه
ته راخپره
لکه هېښمه دپسرلي مې
دبرخليک پرجلوهلې بېديا،
کړې په څڅوب دې دلوراندواوښکو،
دتاندلبانوغوړګوولې
بياراتاندې هله... .
ته مې دژوندجګړې دسوبوبريا،
ته مې دوينې مينې ،
ودې پايښت پيلامه!
ووربلينګن،٦ـ١٢ـ٢٠٠٠
اسلامي که انساني؟بشپړ شعر ولولئ

اسلامي که انساني؟

پوهاند مجاور احمد زيار

اسلامي که انساني؟
 
بنسټپال ځکه
انساني رښتې
له اسلامي هغو ځاروي
چې اسلام ورته
ـ له مونډه ـ
انساني دين نه ښکاري!
المان،١٨ـ١١ـ٢٠٠٠