د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په ودونو او خوښیو مراسمو کې د پټاقیو کارول منع شول

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اعلان کړی چې له نن څخه په ودونو او د خوښیو په مراسمو کې د پټاقیو کارول په بشپړ ډول منع دي.

وزارت له پټاقیو واردوونکو، تولیدوونکو او هټیوالو غوښتي چې د دغو توکو له واردولو، تولید او وېشلو ډډه وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې وزارت د خلکو د ارامۍ، هوساینې او رواني امنیت، او همداراز د هغوی د مشروع غوښتنو د پوره کولو لپاره ژمن دی او په دې برخه کې به لازم اقدامات وکړي.

دغه وزارت له خلکو هم غوښتي چې د پټاقیو د بندیز په پلي کولو کې ورسره همکاري وکړي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې لا هم د «امر ثاني» تر نوم لاندې تړلې پاتې دي، د بیان پر ازادۍ محدودیتونه لګېدلي او د ښځو پر کار بندیزونه دوام لري.