د روسیې لوړپوړی پلاوی د اقتصادي همکاریو لپاره کابل ته سفر کوي

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په نږدې راتلونکي کې کابل ته د سفر لپاره چمتووالی نیسي. ټاکل شوې دغه سفر د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه ترسره شي.
د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د اوورچوک په مشرۍ به د روسیې یو لوی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي. نوموړي د سفر دقیقه نېټه نه ده مشخصه کړې.
کابلوف دغه څرګندونې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیتي موضوعاتو په اړه په یوه کنفرانس کې کړې دي. په دې غونډه کې د ډلهییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو ګډې ټولنې او د شانګهای همکاریو سازمان اړوند مسایل هم څېړل شوي دي.
د روسیې د ځانګړي استازي په وینا، د مسکو او کابل ترمنځ سوداګري د زیاتېدو په حال کې ده. هغه ویلي چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه د تېرې مودې په پرتله دوه برابره شوې ده.
کابلوف اعتراف کړی چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ اوسنی حجم لا هم د ځینو نورو هېوادونو په پرتله محدود دی؛ خو د نوموړي په باور، د سوداګرۍ دغه وده د افغانستان لپاره، چې د بیارغونې او پرمختګ پر لور روان دی، ځانګړی اهمیت لري.
هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا بهیر تدریجي او دوامدار دی. د کابلوف په وینا، روسیه هڅه کوي چې د سوداګرۍ د زیاتوالي بهیر وساتي او د دې ودې چټکتیا نوره هم لوړه کړي. تر اوسه د کابل ته د روسي پلاوي د سفر کره نېټه نه ده اعلان شوې.