مسکو: له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي همکاریو پراختیا ته دوام ورکوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشهيي توکو پر ضد مبارزې او دفاعي برخو کې د همکاریو د پراخولو هوډ لري.
د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دا څرګندونې په مسکو کې یوې خبري غونډې ته کړې دي. هغې ویلي، روسیه غواړي له کابل سره په یادو برخو کې خپلې همکارۍ په پرلهپسې ډول پیاوړې کړي.
زاخارووا زیاته کړې چې مسکو چمتو دی د ډیپلوماټیکو لارو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په هواري کې هم مرسته وکړي. هغې د دې مرستې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د سیمې پر امنیتي ګواښونو د مقابلې په تړاو ویلي چې دا کار د ټولو اړوندو هېوادونو ګډ مسؤولیت دی.
د هغې په وینا، د سیمهییز امنیت د ټینګښت لپاره رغنده تعامل او د ښکېلو هېوادونو ګډې هڅې اړینې دي. نوموړې ټینګار کړی چې مسکو د افغانستان په اړه د امنیتي همکاریو دوام مهم بولي.
روسیې او افغانستان د روان کال د مې په ۲۷مه د نظامي ـ تخنیکي همکاریو هوکړهلیک هم لاسلیک کړی و. د دغه سند یادونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي اړیکو د پراختیا په اړه د مسکو د تازه دریځ په ترڅ کې شوې ده.