افغان ګاز او ترکمنګاز د هرات د ګاز لېږد او وېش پر پراختیا سلا شول

د افغان ګاز دولتي شرکت اجرائیوي رییس اخترمحمد منصور په ترکمنستان کې د دې هېواد د تېلو او ګازو په نړیوال کنفرانس کې د ګډون پر مهال، د ګاز لېږد او وېش اړوند پر مهمو موضوعاتو له ترکمن چارواکو سره خبرې کړې دي.
د افغانستان د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، منصور د ترکمنګاز شرکت او د ټاپي پروژې له استازو سره د هرات د ګاز نللیکې او د هغې د وېش د پراختیا په اړه بحث کړی. په دغو خبرو کې د ګازو د انتقال او وېش د بهیر ارزونه، د پرمختللو تجهیزاتو کارول او د معیاري ټکنالوژیو پلي کول شامل وو.
د افغان ګاز شرکت اجرائیوي رییس ویلي چې د ګازو د استخراج، لېږد او وېش په چارو کې د نوې ټکنالوژۍ کارول د دغه شرکت له لومړیتوبونو څخه دي. د یاد شرکت په وینا، د عصري وسایلو او تخنیکي معیارونو کارول کولای شي د ګازو د وېش اړوند تاسیساتو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
منصور د سفر پر مهال د یو شمېر نړیوالو شرکتونو له استازو سره هم لیدلي دي. د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، په دغو لیدنو کې د مستقیمو تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د تخصصي تجربو او پوهې تبادله او د نویو ټکنالوژیو کارول مطرح شوي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، افغان لوري په هېواد کې د ګازو په برخه کې د پانګونې پر راجلبولو ټینګار کړی او هڅه شوې چې له نړیوالو شرکتونو سره د اړیکو د پیاوړتیا، د ګډو همکاریو د فرصتونو د موندلو او د افغانستان د ګازو د پانګونې د امکاناتو د ورپېژندلو لپاره زمینه برابره شي.
ټاپي هغه سیمهییزه پروژه ده چې ټاکل شوې ترکمنستاني ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي. د ګازو د لېږد او وېش د بنسټیزو تاسیساتو پراختیا، د سرچینې په ارزونه، د انرژۍ د برابرولو او د سیمهییزې اقتصادي همکارۍ په پیاوړتیا کې رول لرلای شي.