د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

فضلي: بهرنیو انجوګانو په افغان سیاست کې استعماري اجنډاوې پلې کړې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، بهرنیو غیردولتي موسسو په افغانستان کې استعماري اجنډاوې پلې کړې دي.

فضلي ویلي، د افغانستان د تېرو ۵۰ کلونو د ناورین په بهیر کې د دغو سازمانونو د فعالیتونو څېړنه ښيي چې هغوی د افغان سیاست له مهمو او اساسي اصولو سرغړونه کړې او د پردیو اهدافو لپاره یې کار کړی دی.

د نوموړي په وینا، بهرنیو موسسو د افغان ملي او سیاسي پروسو، دولت جوړونې، د دولتي بنسټونو د فعالیتونو او د خپلواک او بومي سیاسي تفکر پر بېلابېلو پړاوونو منفي اغېز کړی دی.

فضلي وايي، د دغو موسسو تر ټولو لویه وسیله او فریب دا دی چې ټولنیزې ستونزې له سیاسي اړخه جلا کوي او هڅه کوي مسایل د محلي ټولنو او ځايي سیاسي ګوندونو پر ځای د بهرنیو متخصصینو له خوا حل شي.