د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د جنیوا افغان استازولۍ: افغانان د ملګرو ملتونو د منشور له ارزښتونو ملاتړ کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په جنیوا کې د افغانستان استازولۍ د ملګرو ملتونو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت ویلي، افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه، د ملګرو ملتونو له جوړېدو وروسته، د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

د استازولۍ په وینا، افغانان لا هم د ملګرو ملتونو د منشور له ارزښتونو ملاتړ کوي. دې ادارې ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د خلکو لپاره یوازې یوه اداره نه، بلکې هغه نړیوال دریځ هم دی چې افغانان پرې د خپلو حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، د محدودېدو پر وړاندې غږ پورته کوي.

استازولۍ زیاته کړې چې د افغانستان ډیپلوماټیک ماموریتونه په نیویارک، جنیوا، ویانا، پاریس او روم کې د دغو ارزښتونو د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۲۴مه لمانځل کېږي.