حلیم فدایي: طالبان دې اصلاحات ومني او له افغانانو سره خبرې وکړي

د جمهوري دولت پر مهال د ننګرهار پخواني والي حلیم فدایي له طالبانو غوښتي چې د واک د دوام لپاره اصلاحات ومني، له افغانانو سره بینالافغاني مذاکرات وکړي او د ولس په خوښه یو ټولشموله نظام رامنځته کړي.
فدایي ویلي، طالبان له دوو انتخابونو سره مخ دي: «یا به اصلاح کېږئ او یا به ورکېږئ.» د هغه په وینا، د سیمې او نړۍ اوسني حالات نور د طالبانو په ګټه نه دي او دوی باید له عقل، درایت او مصلحت څخه په استفادې، له ټولو لوریو سره د مشورې له لارې د یوه ټولمنلي نظام د جوړولو لپاره اقدام وکړي.
نوموړي زیاته کړې، له افغانانو سره بینالافغاني مذاکرات او د یوې ټولشموله پروسې له لارې د ټولمنلي نظام رامنځته کول کولای شي طالبان له ورکېدو او افغانستان له جګړو وژغوري.
فدایي وايي، طالبانو پنځه کاله لوی فرصت درلود، خو لا هم د بدلون لپاره یوه کوچنۍ کړکۍ پرانیستې ده. هغه خبرداری ورکړی چې طالبان باید شته فرصتونه په ګواښونو بدل نه کړي؛ ځکه که دا وروستی فرصت هم له لاسه ورکړي، د هرې احتمالي بدبختۍ، جګړې او بحران مسوولیت به یې پر غاړه وي.