افغانستان کې د پولیو شپږ نوې پېښې ثبت شوې

د پولیو نړیوالې ورځې په درشل کې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د وحشي ویروس د شپږو نوو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی دی. دغه ورځ هر کال د اکتوبر پر ۲۴مه د پولیو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره لمانځل کېږي.
سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، تازه پېښې د پولیو د لومړي ډول وحشي ویروس یا WPV1 دي او په کندهار، ننګرهار او کابل ولایتونو کې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، سږ کال تر اوسه په ټوله نړۍ کې د وحشي پولیو ۴۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له دې شمېرې څخه ۴۲ پېښې په افغانستان او شپږ په پاکستان کې دي. دا وضعیت د تېر کال په پرتله د پام وړ بدلون ښيي؛ په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې ۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې ۲۱ یې په افغانستان او ۳۱ یې په پاکستان کې وې.
افغانستان او پاکستان لا هم هغه هېوادونه دي چې د پولیو د وحشي ویروس د لومړي ډول پېښې پکې راپور کېږي. د ویروس دویم او درېیم وحشي ډولونه په ترتیب سره په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو کې له منځه تللي اعلان شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې دوه او په ۲۰۲۳ کال کې شپږ و. سرچینه زیاتوي چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د کور په کور واکسین کمپاینونو تر بندېدو وروسته، واکسین یوازې په جوماتونو او نورو ټاکلو مرکزونو کې ترسره کېږي.
پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان اغېزمنوي. د WPV1 ویروس پر عصبي سیستم برید کولی شي او د دایمي فلج یا مرګ لامل ګرځېدای شي.
ملګري ملتونه وايي، د پولیو نړیواله ورځ د «له پولیو څخه د پاک افغانستان» لپاره د ملي هڅو د پیاوړتیا فرصت برابروي. یونیسف هم د پولیو ضد مبارزې د لومړۍ کرښې د کارکوونکو هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې هر ماشوم ته، هر ځای، د واکسین رسول مهم دي.