د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په دوربابا کې د ۱۴ کیلو او ۲۰۰ ګرامه «شیشې» د نیولو خبر ورکړل شو

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د طالبانو ۲۰۱ قول اردو وایي چې د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ په «څڅوبي لندي ترنګ» ته څېرمه سیمه کې یې د «شیشې» په نوم ۱۴ کیلو او ۲۰۰ ګرامه نشه‌يي مواد نیولي دي.

د دې قول اردو ویاند وحیدالله محمدي ادعا کوي چې قاچاقبرانو غوښتل یاد چمتو شوي مواد له پولې هاخوا پاکستان ته ولېږدوي.

د قول اردو په وینا، نیول شوي مواد د قانوني پړاوونو د بشپړولو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.