د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان، بنګله‌دېش او زېمبابوې ترمنځ د درې‌اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ په سیالۍ کې بنګله‌دېش د ۱۶۰ منډو په جوړولو له ډګره وایست او د ګټلو لپاره یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.

د سیالۍ پچه بنګله‌دېش وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، خو افغان توپ اچوونکو د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي وسوځول. د بنګله‌دېش د سر څلورو توپ وهونکو، تنزید، سومیا، شانتو او هریدوی، په ګډه یوازې ۲۸ منډې جوړې کړې.

وروسته فروېز حسین او سیف حسن د بنګله‌دېش منډې تر یوه حده منظمې کړې. فروېز ۷۰ او سیف ۴۱ منډې وکړې، خو د نورو لوبغاړو د ملاتړ له نشتوالي سره بنګله‌دېش ونه توانېد چې د افغانستان پر وړاندې لوړه مجموعه جوړه کړي.

راشد خان په دې لوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو اغېزناک توپ اچوونکی و او څلور وېکټې یې واخیستې. عظمت‌الله عمرزي او یمین احمدزي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې بلال سمیع او محمد نبي یوه، یوه وېکټه ترلاسه کړه.

دغه سیالي د شارجه په لوبغالي کې ترسره کېږي؛ دا لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې روانه ده. افغانستان او زېمبابوې تر دې مخکې په سیالیو کې یوه، یوه بریا لري، او د بنګله‌دېش پر وړاندې د نننۍ لوبې پایله به د لوبلړۍ پر جدول اغېز ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، له دې درې‌اړخیزې لوبلړۍ وروسته له زېمبابوې سره د درې شل‌اوریزو سیالیو لړۍ پلان شوې ده. ټاکل شوې د دغې لړۍ تر پای وروسته د افغانستان او زېمبابوې لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر پر پنځمه او دویمه لوبه د همدې میاشتې پر ۱۳مه پیل شي.

افغانستان د اکتوبر پر ۱۹مه په همدې لوبلړۍ کې زېمبابوې ته د ۱۵۸ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه. د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د درې واړو هېوادونو ګډې سیالۍ د اړوندو کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهمې دي. افغان لوبډلې تر دې وړاندې د اګست په میاشت کې له ایرلنډ سره ټولې څلور یو ورځنۍ سیالۍ هم ګټلې وې.