ملګرو ملتونو: راتلونکی ژمی به په افغانستان کې د خوړو ناامني پراخه شي

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې به راتلونکی ژمی د خوړو له ناامنۍ سره د مخ خلکو شمېر له ۱۹ میلیونو څخه واوړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، اوچا، اټکل کړی چې دغه شمېر به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونو ته ورسېږي.
د اوچا ویاندې اولګا چرویکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د راتلونکي ژمي لپاره د خوړو د ناامنۍ د وضعیت په اړه دا اټکل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې به میلیونونه کسان په راتلونکو میاشتو کې د خوړو له جدي کمښت سره مخ وي؛ خو په ورکړل شوي معلوماتو کې د دې وضعیت د لاملونو یا د مرستو د اړتیاوو په اړه نور جزئیات نه دي بیان شوي.