په شپږو ولایتونو کې کرنیز نوښتونه د افغان بزګرانو د اقلیمي ستونزو بار کموي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) ویلي، چې په افغانستان کې بزګران د اقلیمي بدلونونو او کرنیزو ستونزو پر وړاندې د اوبو سپما، د حاصلاتو د ساتنې او د عوایدو د زیاتولو لپاره بېلابېلې نوې لارې کاروي.
FAO د خوړو نړیوالې ورځې په درشل کې په شپږو ولایتونو کې هغه نوښتونه یاد کړي، چې د اوبو له کمښت، د حاصلاتو له ټولولو وروسته د ضایعاتو او د کورنیو د عاید له محدودیتونو سره د مبارزې لپاره پلي شوي دي. په دغو نوښتونو کې د ځمکې د اوارولو، د مرخیړیو د روزنې، د لمریزې انرژۍ او د محصولاتو د ساتنې لارې شاملې دي.
په کندوز کې د لیزري ټکنالوژۍ له لارې د ځمکو اوارول بزګرانو سره مرسته کوي، چې د اوبو لګولو بهیر ښه تنظیم او اوبه او کیمیاوي سره په کرنیزو ځمکو کې په یوشان ډول ووېشي. د FAO په وینا، له ۲۰۲۵ کال راهیسې اوبو لګوونکو ته د دغو وسایلو ګډه کارونه او د هغوی د استعمال روزنه برابره شوې، چې تر ۲۳ زرو ډېرو بزګرنیو کورنیو ترې ګټه اخیستې ده.
په فاریاب کې د مرخیړیو روزنې هغو ښځو ته د عاید زمینه برابره کړې، چې په اوبو کم لرونکو سیمو کې ژوند کوي. د ادارې د معلوماتو له مخې، یوه ښځه په میاشت کې تر ۴۰ کیلوګرامه مرخیړي تولیدوي او په ځايي بازارونو کې یې له پلورلو شاوخوا اته زره افغانۍ ترلاسه کوي. روزنې او اړین وسایل د ښځو د تولید د زیاتوالي او بازار ته د هغوی د لاسرسي د ښه کېدو لپاره هم کارول کېږي.
په پکتیا کې بزګران د مېوهلرونکو ونو ترڅنګ رشقه کري، څو د ونو د ودې پر مهال خپلو څارویو ته واښه برابر کړي. FAO وايي، دا کړنلاره د بېلابېلو محصولاتو په تولید کې مرسته کوي او د خاورې او اوبو د ساتنې له لارې د کرنیزو ځمکو د تخریب مخه نیسي.
په تخار کې لمریزې وچوونکې دستګاوې ښځو ته دا توان ورکوي، چې مېوې او سابه د ژمي لپاره وساتي یا یې بازار ته وړاندې کړي. د دغو وسایلو په کارولو سره د ځینو کورنیو د حاصلاتو له ټولولو وروسته ضایعات له شاوخوا ۲۶ سلنې څخه اوو سلنې ته کم شوي او نږدې څلورمه برخه کورنیو د وچو محصولاتو یوه برخه پلورلې ده.
په بامیان کې د لمریزې انرژۍ پخلي دستګاوو د لرګیو او بوټو پر سون د کورنیو اړتیا کمه کړې او پر هغو څړځایونو فشار یې راټیټ کړی، چې وچکالۍ او د څارویو څرولو زیانمن کړي دي. دا هڅې د نباتي پوښ د بېرته راژوندي کولو او د تخریب شویو ځمکو د بیارغونې له پروګرامونو سره همغږې شوې دي.
په هرات کې هوا لرونکو د انګورو وچولو خونو د ممیزو کیفیت ښه کړی او د وچولو موده یې له نږدې ۳۰ ورځو څخه ۱۵ ورځو ته راکمه کړې ده. د FAO د راپور له مخې، په دې بهیر کې د حاصلاتو ضایعات له ۴۰ تر ۵۰ سلنې څخه ۱۰ تر ۱۵ سلنې ته راټیټ شوي؛ دغه اداره د پیازو، مڼو او کچالو لپاره د برېښنايي سړوونکو له اړتیا پرته د زېرمو د جوړولو ملاتړ هم کوي.