د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

پیټ هګسټ: په افغانستان کې د ناټو د جګړه‌ییزې ونډې کچه محدوده وه

افغان اتلان · پښتو
پیټ هګسټ: په افغانستان کې د ناټو د جګړه‌ییزې ونډې کچه محدوده وه

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسټ وايي، په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې د ګڼو هېوادونو له ګډون سره سره، د دې تړون یوازې لږ شمېر متحدانو په مستقیمو جګړه‌ییزو عملیاتو کې فعاله ونډه لرله.

هګسټ د شنبې په ورځ د ټینیسي پوهنتون په یوه وینا کې د افغانستان د ماموریت په اړه خبرې وکړې. هغه وویل، په هغه وخت کې به په کابل کې د ناټو قرارګاه ته تله؛ هلته د شاوخوا ۵۰ هېوادونو بیرغونه د هغو هېوادونو د حضور څرګندونه کوله چې د ناټو تړون او د آیساف په ماموریت کې شامل وو.

د امریکا دغه چارواکي د ګڼو هېوادونو د ګډون ننداره «ښکلې منظره» وبلله، خو ورسره یې د هغوی د پوځي ونډې کچه هم تر پوښتنې لاندې راوسته. د هغه په وینا، ښايي یوازې شاوخوا پنځو هېوادونو په رښتینو جګړه‌ییزو فعالیتونو کې ونډه لرله.

هګسټ زیاته کړه چې په مستقیمو جګړه‌ییزو عملیاتو کې د ښکېلو هېوادونو شمېر ښايي تر یوه یا دوو هېوادونو پورې محدود و. نوموړي د هغو هېوادونو نومونه ونه ښودل چې د ده د ادعا له مخې یې په جګړو کې تر ټولو فعاله ونډه اخیستې وه.

د ناټو تر مشرۍ لاندې د آیساف ماموریت په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له بریدونو وروسته رامنځته شو او د ۲۰۱۴ کال تر پایه یې فعالیت وکړ. له هغه وروسته د «پرېکنده ملاتړ» په نوم ماموریت د آیساف ځای ناستی شو.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت اصلي تمرکز د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر روزنې، سلا مشورو او ملاتړ و. دغه ماموریت په ۲۰۲۱ کال کې پای ته ورسېد.