د ارزګان ۵۷ کلن پلار د ۵۸ اولادونو د ساتنې له درانه بار سره مخ دی

د ارزګان اوسېدونکی ۵۷ کلن محمد صادق له څلورو مېرمنو ۵۸ اولادونه لري؛ خو د دومره لویې کورنۍ پالنه، د افغانستان د پراخې بېوزلۍ په شرایطو کې، د هغه لپاره په یوه دروند او له دوامدارو ستونزو ډک مسوولیت بدله شوې ده.
د صادق په وینا، د ده تر ټولو کشر ماشوم څو اوونۍ مخکې زېږېدلی دی. هغه وايي چې د ټولو اولادونو نومونه ورته په یاد نه پاتې کېږي او نږدې هره شپه یې شمېرې، څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټول ماشومان یې په کور کې دي. کله چې واړه ماشومان یې شاوخوا راټول شي، کور له دومره شور او ګڼهګوڼې ډک شي چې د ده په خبره، د واده مراسمو ته ورته ښکاري.
خو د دې کورنۍ تر ټولو لویه ستونزه د خوړو او لومړنیو اړتیاوو کمښت دی. په کور کې یوازې سهار او ماښام خواړه پخېږي، او صادق وايي چې ځینې ماشومان یې کله ناکله شپه په لوږه تېروي. د هغه په خبره، درې کاله کېږي چې ماشومانو یې د اختر لپاره نوې جامې نه دي اغوستي؛ ډېری یې چپلکې نه لري او هغه بوټان چې لري، په تارونو څو ځله رغول شوي دي.
صادق د موټرو په یوه پلورنځي کې کار کوي او وايي، د یوه موټر له پلورلو یوازې زر افغانۍ ترلاسه کوي. د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره یې ځینې زامن هم کار کوي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور ماشومان کاغذونه او پلاستیکونه راټولوي، څو د سون توکو په توګه ترې استفاده وشي. هغه وايي، د ښوونځي د ماشومانو د کتابچو او قلمونو میاشتنی لګښت هم له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانیو رسېږي.
د دې ۶۳ کسیزې کورنۍ د اوسېدو شرایط هم سخت دي. د کورنۍ غړي په ژمي کې په خونو او په اوړي کې په انګړ کې ګډ خواړه خوري. د کور په یوه تیاره خونه کې، چې کړکۍ او دروازه نه لري، یوازې څو ساده توشکې او نرۍ کمپلې شته؛ صادق، څلور مېرمنې او ماشومان اړ دي چې یوه کمپله د شپږو یا اوو کسانو لپاره ووېشي.
صادق وايي، د لویې کورنۍ د جوړولو موخه یې دا وه چې د پېغمبر امت زیات شي. هغه ادعا کوي چې له ۱۳ تر ۱۶ کلونو عمر لرونکې نجونې یې هم واده کړې دي او د هر واده لپاره یې د ولور پیسې څو کاله راټولې کړې. د ده او مېرمنو ۱۴ ماشومان د کلونو په اوږدو کې مړه شوي؛ نوموړی دا مرګونه د کم عمره میندو د ناتوانۍ، ناروغیو او د ماشومانو د سمې پاملرنې د نشتوالي له امله بولي.
د کم عمر واده او پرلهپسې امیندوارۍ د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیا له خطرونو سره مخ کولی شي. په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې، محدود لاسرسی هم د میندو او ماشومانو د روغتیا له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي. صادق له دولت، مرستندویه بنسټونو او سوداګرو د خپلې کورنۍ د ملاتړ غوښتنه کوي او وايي، تر ټولو سترې هیلې یې دا دي چې اولادونه یې زدهکړې وکړي او له لوږې وژغورل شي.