افغانستان سبا له بنګلهدېش سره د کرکټ دوه نړیوالې لوبې کوي

د افغانستان د کرکټ ملي او له ۱۹ کلنو کمه لوبډله به سبا چهارشنبه له بنګلهدېش سره د یوې ورځې په نړیوالو سیالیو کې مخامخ شي. د دواړو لوبډلو لوبې به په بېلابېلو ځایونو کې ترسره شي.
د افغانستان ملي لوبډله به په ابوظبي کې د بنګلهدېش له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي. دا سیالي د افغانستان، بنګلهدېش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخیزې لړۍ درېیمه لوبه ده؛ افغانستان د دې سیالیو کوربه بلل شوی دی.
افغانستان د دغې لړۍ په خپله لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته د ۱۵۸ منډو په توپیر ماتې ورکړې ده. په همدې لوبه کې صدیق اتل ۱۰۲ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
په ورته وخت کې، د افغانستان له ۱۹ کلنو کمه لوبډله به په عمان کې د بنګلهدېش له ۱۹ کلنو کمې لوبډلې سره سیالي وکړي. د دواړو لوبډلو ترمنځ تر اوسه دوه لوبې شوې دي.
له دغو دوو لوبو څخه یوه بنګلهدېش ګټلې او بله مساوي پای ته رسېدلې ده. د افغانستان او بنګلهدېش د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ څلورمه او وروستۍ لوبه به د جمعې په ورځ په عمان کې ترسره شي.