د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د کابل سیند د ککړتیا د مخنیوي لپاره د پاکولو سروې پیل شوې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

کابل ښاروالۍ وايي، د کابل سیند د پاکولو لپاره یې د دې سیند د زیانمنو او ککړو سیمو د معلومولو په موخه سروې پیل کړې ده. دا اقدام داسې مهال کېږي چې د سیند په بېلابېلو برخو کې د کثافاتو د غورځولو او د اوبو د ککړېدو له امله د کابل اوسېدونکي اندېښمن دي.

د کابل ښار په دویمه ناحیه کې اوسېدونکې کبرا وايي، په هغو میاشتو کې چې د سیند اوبه کمې وي، ځینې خلک، په ځانګړي ډول د مېوو او سبزیجاتو پلورونکي، خپل کثافات سیند ته اچوي. د هغې په خبره، له دې امله بد بوی پیدا کېږي او د سیند پاتې اوبه هم ککړېږي.

د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي صفي‌الله هم د خلکو له خوا سیند ته د کثافاتو اچول ناسم بولي، خو وايي چې ښاروالۍ هم خپل مسوولیت په بشپړه توګه نه دی ترسره کړی. هغه ادعا کوي چې له سینده بد بوی پورته کېږي، مچان پکې ډېر شوي او ښايي د ناروغیو د خپرېدو زمینه برابره کړي.

د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمت‌الله بارکزي ویلي، د سروې په لومړي پړاو کې به هغه سیمې مشخصې شي چې ډېرې زیانمنې شوې دي او له هغې وروسته به د پاکولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي. نوموړي ټینګار کړی چې د دې کار بریالیتوب د خلکو له همکارۍ سره تړاو لري او له ښاریانو یې غوښتي چې کثافات په کانالونو، لښتو او سیند کې ونه غورځوي، بلکې د ښاروالۍ له خوا ټاکل شوو ځایونو کې یې واچوي.

په ورته وخت کې، د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې عمومي رئیس نورالدین ترابي د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي چې د کابل سیند سروې شوې او د پاکولو لپاره یې شاوخوا یو میلیون ډالرو ته اړتیا ده. نوموړي له مرستندویه هېوادونو او نړیوالو ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د هغه په وینا، کابل سیند وروستی ځل په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې پاک شوی و.

کابل سیند د پغمان له غرونو سرچینه اخلي او شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري. د پغمان، پنجشېر، لوګر او کونړ د سیندونو اوبه هم ورسره یوځای کېږي او سیند له افغانستانه تر تېرېدو وروسته د خیبر پښتونخوا د ډکې یا باسول له سیمې داخلېږي او په اټک کې له بل سیند سره یوځای کېږي. د وچکالۍ له امله یې د اوبو کچه کمه شوې، خو د کال په څلورو میاشتو کې پکې اوبه ډېرېږي.

د چاپېریال ساتنې او کرنې کارپوه ساحل دوران سپارښتنه کړې چې سیند ته د ناتصفیه شویو فاضله اوبو د ورتګ مخه ونیول شي، غاړې یې په منظم ډول پاکې شي او د سیند پر شاوخوا د کورونو جوړول محدود شي. د کابل ـ جلال‌اباد لویې لارې ځینې مسافر بیا وايي چې خلک د سیند له اوبو د اوداسه، د لوښو او مېوو د مینځلو او ان د څښلو لپاره کار اخلي. د داخله ناروغیو متخصص وحیدالله حبیبي خبرداری ورکړی چې ککړې اوبه د بېلابېلو ناروغیو او حتی کولرا لامل کېدای شي.