جلالاباد کې ۳۹ کورنۍ له کورونو ایستل شوې؛ د اسنادو او بدیلې سرپناه غوښتنه کوي

د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار د انګورباغ سیمې لسګونه اوسېدونکي وايي، سیمهییزو چارواکو د محکمې د پرېکړې له مخې له خپلو کورونو ایستلي او اوس له خپلو ماشومانو سره د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي. د دوی په وینا، ډېری کورنۍ له څو لسیزو راهیسې په دې سیمه کې اوسېږي او د ځمکو او کورونو د ملکیت اسناد لري.
د سیمې اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې ځمکې د پخواني حکومت پر مهال د ښاروالۍ یا دولتي ادارو له لارې وېشل شوې وې، د هغې په بدل کې یې پیسې ورکړې او شرعي قبالې او نور اسناد لري. دوی ادعا کوي چې له ایستلو وروسته یې د اوسېدو بل ځای نه شته او له څو ورځو راهیسې له خپلو کوچنیانو سره د سړک پر غاړه شپې او ورځې تېروي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې یوه ویډیو کې یوه بېکوره شوې ښځه له چارواکو غواړي چې د هغې او نورو کورنیو ستونزې واوري. هغې ویلي چې شاوخوا ۴۵ کاله یې په سیمه کې ژوند کړی، خو اوس له خپلو ماشومانو سره له کوره ایستل شوې ده. یوې بلې ښځې، چې خپل نوم یې نه غوښتل خپور شي، هم ویلي چې له نږدې ۴۰ کلونو راهیسې هلته اوسېږي او د جلالاباد ښاروالۍ د ملکیت اسناد ورسره دي.
د طالبانو سترې محکمې بیا ویلي چې د محکمې د پرېکړې له مخې د انګورباغ نږدې اته جریبه ځمکه شخصي ملکیت ثابت شوې او د ننګرهار ولایتي ادارې ته امر شوی چې ځمکه تخلیه او اصلي مالک ته یې وسپاري. د محکمې د مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه په یوه غږیز بیان کې ویلي، پر یادې ځمکې ۳۹ کورونه جوړ شوي وو.
د ننګرهار د رسنیو دفتر هم په خپره شوې ویډیو کې ویلي چې سیمه د محکمې د حکم له مخې د ځمکې اصلي مالک ته د سپارلو لپاره تخلیه شوې ده. په همدې ویډیو کې د حاجي بهرام په نوم یو کس ځان د ځمکې اصلي وارث بللی او ویلي یې دي چې د ځمکې شرعي قباله لري. هغه ادعا کړې چې د جمهوري نظام پر مهال یې څو ځله محکمې ته عریضې کړې وې، خو غوښتنو یې پایله نه وه ورکړې.
تر اوسه روښانه نه ده چې د محکمې د څېړنې پر مهال په ځمکه مېشتو کورنیو ته د خپلو اسنادو د وړاندې کولو او د دفاع بشپړ فرصت ورکړل شوی و که نه. ازادي راډیو وايي، د ننګرهار ولایتي ادارې او جلالاباد ښاروالۍ د دغو شکایتونو په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
دا موضوع په داسې مهال راپورته شوې چې د طالبانو حکومت په بېلابېلو سیمو کې د دولتي ځمکو د بېرته ترلاسه کولو بهیر روان کړی دی. د ننګرهار چارواکو مخکې ویلي وو چې په شیخ مصري، سرهرود، کابل کمپ، ثمرخېلو او ځینو نورو سیمو کې شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه دولتي ملکیت ثابت شوې ده. له بلې خوا، د افغان کډوالو پراخې راستنېدنې د کورونو او استوګنې پر امکاناتو فشار زیات کړی؛ ملګرو ملتونو هم په خپلو راپورونو کې دې ستونزې ته اشاره کړې ده.