ملګري ملتونه: په افغانستان کې به نږدې ۱۹.۲ میلیونه کسان د سختې لوږې له ګواښ سره مخ شي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د خوړو ناامني او خوارځواکي په چټکۍ سره پراخېږي او اټکل کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه افغانان د لوږې له لوړې کچې سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان آیلیف ویلي، دا شمېر د افغانستان د ټول نفوس نږدې ۴۰ سلنه جوړوي او د ۲۰۲۲ کال پرتله شاوخوا ۱.۳ میلیونه زیاتوالی ښيي. د هغه په وینا، د دغو کسانو لپاره لوږه دومره جدي کېدای شي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ کړي.
آیلیف د روغتیايي مرستو د کمېدو له امله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې روغتیايي خدمتونه باید له سیاسي موضوعاتو جلا پاتې شي. هغه ټینګار کړی چې د مرستو محدودېدل ناروغان د خوارځواکۍ او حتی د مړینې له خطر سره مخ کولی شي.
د خوړو نړیوال پروګرام د مشر په وینا، دغه اداره په افغانستان کې د خوراکي مرستو تر ټولو لویه برابروونکې ده، خو اوس یې یوازې د هغې بودیجې ۱۲ سلنه برخه ترلاسه کړې چې په ۲۰۲۲ کال کې ورسره موجوده وه. هغه ویلي چې د بشري بحران د مدیریت وړتیا تر ډېره د بودیجې د کمښت له امله محدوده شوې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي، د خوړو د خوندیتوب د وروستۍ ارزونې له مخې به د ۲۰۲۶ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې ۱۹.۲ میلیونه کسان د خوړو له جدي کمښت سره مخ شي. د هغه په وینا، یو کال وړاندې دغه اټکل ۱۷.۴ میلیونه کسان و.
حق د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د لوږې پر وړاندې د مبارزې ادارو له قوله ویلي چې په راتلونکي کال کې به له څلورو میلیونو څخه زیات ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. د ده په وینا، له یو میلیون څخه د زیاتو ماشومانو د خوارځواکۍ د تر ټولو سخت ډول له خطر سره مخ کېدل هم اټکل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو، کرنیز بیړني ملاتړ او د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د عاجلې بودیجې غوښتنه کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي چې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۱.۲ میلیونه افغانانو بېرته ستنېدو، پر هغو ټولنو فشار نور هم زیات کړی چې له وړاندې له سخت بشري وضعیت سره مخ دي.