د راتلونکي ژمي پر مهال په افغانستان کې د لوږې د زیاتېدو خبرداری

د خوړو نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو په افغانستان کې د راتلونکي ژمي پر مهال د لوږې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اټکل کېږي چې په راتلونکي ژمي کې به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډه د دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا خبرداری د اکتوبر له ۱۶مې، چې د خوړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، سره هممهاله خپور شوی. یادو ادارو د افغانستان د میلیونونو وګړو د خوړو د خوندیتوب په اړه د راتلونکي ژمي وضعیت جدي بللی دی.