له پاکستاني زندانونو ۸۹ افغان کډوال خوشې او د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اوونۍ کې ۸۹ افغان کډوال له پاکستاني زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان د بند بېلابېلې مودې له تېرولو وروسته له زندانونو خوشې شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، خوشې شوي افغان کډوال د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
خبرپاڼه د دغو کډوالو د نیول کېدو د علتونو، په پاکستان کې د هغوی د بند د مودې او له راستنېدو وروسته د نورو جزئیاتو په اړه معلومات نه ورکوي.