لویه جرګه او تشویشونه| شاه محمود میاخیل

ځیني افغانان دا تشویش لري چې د لویې جرګې د ملاتړ غږ، یو منطقي غږ دی خو طالبان دا غږ نه مني. دویم تشویش د جرګې دایریدل د طالبانو د حاکمیت لاندې دی، د لویې جرګې د پایلو په هکله تشویش لري.
زما لنډ ځواب دا دی که ټولو خواو منطقي وړاندیزونه پخوا یا اوس منلې وې، نو د افغانستان مشکل به وخته حل وې. موږ په افغانستان کې کامیابه لویې جرګې هم درلودلې او ناکامې مو هم درلودلې دي. مونږ کامیابه لویه جرګه غواړو چې د ولس استازولي وکړې شي.
دویم، د هر وړاندیز د منلو یا نه منلو لپاره وخت ته اړتیا ده چې ټولې خواوې د مسایلو په عمق باندې فکر وکړي. د هیواد او شاوخوا وضعیت مطالعه کړي چې څه روان دي او که افغانان د افغانستان د ثبات لپاره سره متحد غږ ونه لري، عواقب به یې څه وي؟ ایا د نړیوالې انزوا حالت او اکثریت افغانانو نا رضایتي، ثبات راوستلې شي که نه؟ په دغه مسایلو طالبانو او هم د طالبانو مخالفین باید فکر وکړي او عقلانیت په بنیاد پریکړو ته اړتیا ده.
که طالبان دا وړاندیز ونه مني او تر اوسه یې لیوالتیا نه ده ښودلې او کیدې شي فکر پرې وکړي ځکه یو وخت نیسي چې ټولې خواوې ذهنا اماده شي. د طالبانو یو شمیر مخالفین هم افراطي نظریات لري او هغوي هم ذهنا اماده کول غواړي. که اخر کې طالبانو دا وړاندیز چې د افغانستان او افغانانو او هم د ټولو خواو خیر پکې دی، رد کړ، بیا د طالبانو ټول مخالفین باید د قومي، سمتي او افراطي نظریاتو په ردولو سره، د لوی جرګې په پلیټفارم سره یو ځای شي او قوي غږ د همدغه مؤخو لپاره اوچت کړي ځکه تر اوسه سیاسي مخالفین که مدني فکر لري یا جنګي، ډیر پراګنده دي او متحد اواز نه لري.
دا غږ به وسیله شي چې یو ملي متحد ملي غږ تقویه شي. اوس خو پراګنده بحثونه او فعالیتونه روان دي او څه نتیجه یې په پنځو کلونو کې ورنکړله. بدیل څه دی؟ همدغه پراګنده بحثونو او فعالیتونو ته به دوام ورکوو که یو بل بدیل د یو ځای کیدو لپاره اړتیا ده؟
که په تیرو پنځو یا پنځوس کلونو کې مو ملموث نتیجه تر لاسه کړې نه ده، فکر کوم چې د لوی جرګې د دایریدو د غږ اوچتولو نه په یوه اونۍ کې د نتیجې غوښتنه ناسمه توقع ده. راځي د منفي فکر په عوض، مثبت فکر وکړو او ستونځو ته د حل لار پیدا کړو نه دا چې د ستونځو د حل لپاره نورې ستونځې ایجاد کړو.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسوامۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول