د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

د ولس هیلې او د هېواد اړتیاوې| مولوي عبدالله حنفي

افغان اتلان · پښتو
شوقي سړی چلي سړی / ع. س 

د ااا په راتلو هيوادوال ډېر امیدوال وو چې له هيواد څخه جګړه ختمه شوه او خلګ به نور په سوکالۍ او آرام کې ژوند کوي او هيواد به د پرمختګ پر لور روان شي.

خو بد بختانه د څه وخت په تېرېدو سره د بېکارۍ کچه ورځ په ورځ لوړېدله او د خلګو اقتصادي حالت ورځ تر بلي په خرابېدو شو.

او د امارت د مشرتابه له لوري هم داسي فرمانونه صادر شول چې د نړۍ سره يې نه يوازي دا چې د تعامل مخه ډب کړه بلکي واټن نور هم زيات شو.

دا په داسي حال کې چې له نړۍ سره تعامل د کمزورۍ نښه نه، بلکې د حکمت او ملي ګټو د ساتنې یوه مهمه وسیله ده. له نړیوالو سره د متقابل احترام، دیپلوماسۍ او تفاهم له لارې اړیکې پیاوړې کول د هيواد او اولس د پرمختګ او ترقۍ لپاره ډېر زيات مُهم او ضروري دی چې له دې پرته ترقي ممکنه نه ده .

او د دې پر ځای چې نړۍ  د افغانستان د ستونزو برخه نه، بلکې د حل په لاره کې شریک وګڼل شي؛ او افغانستان هم باید د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د حکمت، واقع‌بینۍ او ملي مصلحت لاره خپله کړي، له بده مرغه داسي فرمانونه صادر شول چې له امله يې له ااا څخه نړۍ وال مایوس شول او هغه ډيپلوماسي او غونډي چې په لومړيو وختونو کې وې، تر دېره حده ختمي او يا هم بېخي کمي شوې .

دا په داسي حال کې چې  هېوادونه یوازې په شعارونو نه، بلکې په هوښیار سیاست، متوازنو اړیکو او عملي پرمختګ پیاوړي کېږي.

خو له بده مرغه تر ډېره حده د نړۍ سره د تعامل لپاره هغه څه خنډ ګرزېدلي دي چې هغه په دين اسلام کې هم مُهم نه دي بلکي يوازي د ځينو کسانو خپل طبيعت دی چې له امله يې هيواد له نړۍ څخه ورځ تر بلي واټن پيدا کوي او د هيوادوالو ستونزي او مشکلات زياتېږي .

په درنښت

کتنې۳