ولي د طالبانو امارت په رسمیت نه پیژندل کیږي؟

دوکتور م، عثمان تره کې ۱۵/۱۰/۲۰۲۱
کله چي د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې هوکړه لیک په امنیت شورا کي پرته له کوم مخالفت څخه تصویب او راجستر شو د افغانستان سوله او جګړه د امریکا، طالبانو، ناتو او اروپايې ټولني د انحصار څخه ووته او پراخ نړیوال اړخ یې ونیو. لویدیځ په دې بریالې شو چي د ملګرو ملتونو له چینل څخه د افغانستان د دوسیي په محور باندي ټوله نړی له ځان سره متحده کړې. د نړې په کچه د تروریزم او سیاسې اسلام په ضد جګړه او د لوېدیځې نړی د ارزښتونو څخه دفاع، د افغانستان دوسیي ته نړیواله پروژوي بڼه ورکړه.
دا له دویمې نړیوالي جګړي وروسته په بین المللي تعاملاتو کي نوي خبره وه. دلته د یو هیواد ملې واکمنې چي د ملګرو ملتونو د جوړیدو منطق جوړوي حاشیې ته لویږې. غړي هیوادونه سیاسې او اخلاقې مکلفیت لري چي د «ریال پولتیک» ضوابطو ته په پام تر لاس لاندي پروژه اَن د نړیوالو قوانینو په نه پام سره پلي کړي.
لاندي نا قانونه اقدام ته پام واړوي:«د اکتوبر په ۷مه نیټه ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو د پلټلو أباره د یو ځانګړي پلټونکي د ګومارلو پریکړه کړې ده.» پلټونکي داسي یو هیواد ته ورلیږل کیږې چي تر اوسه پوري په رسمیت نه ده پیژندل شوی او هیڅ حقوقي مکلفیت نه لري چي پلټونکو ته هرکلی ووايي.
په هر حال! افغانستان د مکافات (اقتصادې مرستي، رسمیت پیږندنه …) او مجازات (اقتصادې بندیزونه، رسمیت نه پیږندنه …) په نړیوال نظام کي چې د زبرځواکونو له خوا مدیریت کیږې قهراً ورګډ شو.
د اسلامې امارت رسمیت نه پیژندنه لاندي لاملونه لرې:
۱ – د دوحي د هوکړه لیک په سرخط کي داسي راغلي: «په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پیژني، او د امریکا د متحده ایالتونو تر منځ توافقنامه».
ورپسي د هوکړه لیک په متن کي ۱۶ واره د « اسلامې امارت » اصطلاح تر څنګ راغلي: « …چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني. . . ».
خو د جګړي اړخونه د هوکړه لیک په دریمه برخه (دوهمه فقره) د راتلونکي «نوي افغان اسلامې حکومت» د جوړیدو پر سر باندي په لاندي ډول موافقي ته رسیدلي دې:
دواړه لوري « … یو له بل سره مثبتې اړیکي غواړي او هیله لري چې د متحده ایالتونو او د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته د نوي (افغان اسلامي حکومت) تر منځ اړیکې مثبتې وي … »
طالبانو مخکي پر امریکا تور پوري کړی چې د دوحې له هوکړه لیک څخه یې په کراتو تخلف کړی دی، خو طالبانو پخپل وار کابل ته په راتک سره د « نوي افغان اسلامې حکومت» په ځای د «اسلامې امارت» په اعلام (چي په واک کي یې ملا صاحبانو او آخوندانو انحصارې قبضه لګولې ده) د دوحې له هوکړه لیک څخه بربنډه تیری کړی دی. دا د امریکا له خو د اوسني اسلامې امارت د رسمیت نه پیژندلو بنسټیز لامل ګنل کیږي.
۲- لویدیځوال هیڅکله د سوچه اسلام واکمني نه شي زغملی. په یاد لرو چي کلونه مخکي څنګه په الجزایر، فلسطین او مصر کي سیاسې اسلام چې د ټاکنو له لارې د حکومت جوړولو په درشل کي و، د توطئو ښکار شول.
طالبان چې خپل اسلامي امارت د « امر بالمعروف ونهې عن المنکر » یعني سوچه اسلام په محور باندي جوړ کړی د نړۍ په کچه یې حساسیتونه راپارولي دي. ټولي نړۍ د اسلامې امارت د نه پیژندني په موخه يوموټی او متحد دریځ نیولي دې.
۳ – طالبانو د اسلامې امارت په اعلام او د ملایانو په لاس د قدرت په انحصار د افغانستان د متخصصینو او مسلکې روڼفکرو سره عقده مندانه او انتقام جویانه چلند وکړ. طالبان خپل دریځ داسي توجیه کوې چي د افغانستان د څلویښت کلن ناورین اصلي مسئولین د ښوونځې او پوهنتون فارغان دي.
د ځینو خاينو، وطن پلورونکو او مزدورو مکتبیانو له مسئولیت څخه انکار نه شو کولی. خو د ښوونځي او پوهنتون ټول فارغان نفي کول له انصاف څخه لري ده. په دوو لسیزو کي ګڼ شمیر روڼفکرو او مسلکي کسانو د خپلواکۍ د داعیې د دفاع په موخه له طالبانو سره په واحد دریي کي قرار درلود.
افغان مسلکي کسان او متخصصین زیاتره د لویدیځو هیوادونو د پوهنتونونو او فرهنګې موسساتو فارغان دي. دوی د اسلامي کولتور او لویدیځ تمدن تر منځ پُل جوړوي. هغوی له واکمنۍ څخه لري ساتل د لویدیځ تمدن سره د جګړي د اعلان په معنا تعبیرولی شو. د طالبانو امارت رسمیت نه پیژندنه، اعلان شوې جګړې ته د لویدیځو هیوادونو طبعي غبرګون ښيي.
۴- طالبانو د مقاومت او جهاد په بهیر کې د سیمې په کچه د ګڼ شمیر اسلام پالو ډلو سره اړیکي پاللې وې. د لویدیځوالو له نظره طالبان د خپلې واکمنۍ په موده کې نه شي کولی خپلي عاطفي او عقیدوي علائق له مخکنیو متحدینو سره پرې کړي.
د طالبانو د امارت په ترکیب کي اهل مسلک او تخصص یعني معتدل مسلمانان چي طالبان د حکومتولي له نويو واقعیتونو سره اشنا کړي او دوی وهڅوي چي د مخکنیو متحدینو سره د «وروري او دوستي» د فورمول له مخي چلند وکړي نه شته. بناً د بهرنیانو له انده که اسلامي امارت په رسمیت وپیژندل شي، افغانستان د تروریزم د صدور په مرکز بدلیږې.
۵ـ د جهاد او مقاومت په موده کيې د طالبانو څخه د پاکستان کوربه توب، د دې لامل شو چي د ځینو دیپلوماتیکو کړیو په نزد طالبان په سیمه کې د پاکستان د نیابتي جګړې د لشکر په حیث وپیژندل شي.
په سیمه کې د پاکستان پوځ او استخبارات ځیني اسلامې ډلې له یوې خوا د خپل بهرني سیاست د وسیلې په توګه کارولې او له بلي خوا یې په قبایلې سیمو کي د ناسیونالستانو په ضد استعمال کړي دي. پاکستان، د افغانستان اسلامې امارت واکمني ته چي ټوله له مخلصو ملایانو څخه جوړه شوې او په کي افغان ناسیونالستان ونډه نه لرې ځانته د یو ستراتژیک غنیمت په سترګه ګوري. له همدې کبله کله چې طالبانو خپل امارت اعلام کړ پاکستاني چارواکو د نوي واکمنې د رسمیت پیژندني په موخه کښته او پورته کامپاین پیل کړ. له طالبانو سره د پاکستان د مغرضانه دوستۍ جذبات د لویدیځوالو له انده هغه ګومان چي طالبان د پاکستان د ستراتژیکو مقصدونو د پاره یو لاسوند دي، په یقین بدل او د رسمیت پیژندني پروسه یې له ځنډ سره مخ کړه.
۶- پاکستان د چین ستراتژیک ملګری د یو منفعل او د واقعیتونو څخه لري دیپلوماسۍ په ترڅ کي غواړې په سیمه کي افغانستان د خپل هژمونې په حوزه کي وساتې. د ستراتژیکو قواوو انډول د چین او پاکستان په ګټه واړوي. افغانستان د هندوستان او پاکستان په منازعه کي راکښ کړي او لاندي پیښو ته یي پام واړوي:
الف- د سپتامبر ۵مه – د قریشي په نوښت د سیمې هیوادونو په ګدون انلاین غونډه جوړه شوه. په غونډه کې پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان برخه اخیستې وه. د افغانستان دودیز دوست هیواد هند ته په غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړی شوې.
ب- د سپتامبر ۱۲ مه – په استخباراتې غونډه کې چې د پاکستان د استخباراتو د مشر په کوربه توب جوړې شوې وه، روسیه، چین، او ایران ګډون درلود. د سیمې په کچه افغانستان ته ستر مرسته ورکونکي هیواد یعني هندوستان له غونډې نه لري وساتل شو.
ج- د سپتامبر ۲۱ مه – د پاکستان په بلنه روسي، چینايي او پاکستاني چارواکو د طالبانو له رئیس الوزرأ ملا محمد حسن سره لیدنه وکړه. په غونډه کې هندوستان حضور نه درلود.
له پاکستان سره د ګاونډیتوب ښه اړیکي ساتل باید د طالبانو د ډیپلوماسۍ په محور کې ځای ولري.
خو داسي مالومیږي چې پاکستاني چارواکو د افغانستان له اوسني متزلزل او ناوړه حالت څخه په ګټه اخیستني سره په دې لټه کې دي چې هر څومره ژر او په هره بیه چې وې د «ستراتژیک عمق » هژمونیستي تیوري پلې کړي.
پایله:
په رسمیت نه پیژندنه د ډيپلوماسي په لاس نرمه وسله ده. خو کله چې د سیاسې شرطونو سره مطرح او په ډله ییزه توګه وکارول شي د خطر نه ډکې سیاسي، اقتصادې او امنیتې ناوړه پایلي لرلی شې.
د طالبانو حکومت، د رسمیت پیژندني حقوقي شرطونه بشپړ کړي. خو سیاسې شرطونه په ځای پاتي دي. ځیني شرطونه نه د اسلام او ملې کولتور سره په ټکر کي دي او نه د پښتونولۍ له دود او نرخونو سره. خو طالبان د غیرت په طلسم کي راګیر دي.
نن د نړۍ ټول هیوادونه له خپل منځي اختلافاتو سره سره د اسلامې امارت د رسمیت نه پیژندني په واحد دریځ کي قرار لري. اسلامې امارت د انزوا کندي ته لویدلی دی.
طالب د شریعت د ځانګړي تعبیر له مخي له نړۍ سره په جګړه لګیا دی. پوښتنه دا ده چې دا جګړه عقلاني بڼه لرلی شي؟
واقعیت دا دی، هغه کسان چې افغانستان آزادولی شي د افغان ولس له ملاتړ او د متمدنې نړۍ له مرستې پرته یې په یوازيتوب ابادولی نه شي.
« پای»