له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱؛ پر افغانستان د امریکا د جګړې مهم پړاوونه

پنځه ویشت کاله وړاندې، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه، متحده ایالاتو په افغانستان کې د طالبانو د لومړي رژیم پر ضد پوځي عملیات پیل کړل. دا اقدام د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته وشو؛ هغه بریدونه چې د القاعدې ۱۹ غړو د څلورو مسافر وړونکو الوتکو په تښتولو سره په نیویارک، واشنګټن ډي سي او پنسلوانیا کې ترسره کړل او شاوخوا درې زره کسان یې ووژل.
د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش له طالبانو غوښتنه کړې وه چې د القاعدې مشران وسپاري او د دې ډلې روزنیز مرکزونه وتړي. د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر دغه غوښتنه ونه منله، او له هغې وروسته بوش په افغانستان کې د القاعدې پر روزنیزو کمپونو او د طالبانو پر پوځي تاسیساتو د بریدونو امر وکړ.
د «تلپاتې آزادۍ» عملیاتو له پیل وروسته، متحده ایالاتو نږدې شل کاله په افغانستان کې پوځي حضور وساته. د امریکا په مشرۍ ځواکونو د طالبانو په ګډون د جمهوري نظام له مخالفانو سره جګړه وکړه؛ هغه جګړه چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې ده. د دې مداخلې له مهمو سیاسي پایلو څخه د بن کنفرانس جوړېدل، د لنډمهاله او انتقالي ادارو رامنځته کېدل او وروسته د جمهوري ریاست ټاکنې یادې شوې دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې پیل شوې او د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د دوحې تړون لاسلیک شو. د تړون له مخې، امریکا او متحدانو یې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنه وکړه، په داسې حال کې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې القاعدې او نورو ډلو ته به اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې د امریکا او متحدانو پر ضد ګواښ رامنځته کړي.
د جو بایډن له ولسمشر کېدو وروسته، په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان پاتې وو. بایډن د ځواکونو د وتلو د بشپړولو پرېکړه وکړه او د اګست ۳۱مه یې د امریکايي حضور وروستۍ نېټه وټاکله. په همدې مهال طالبانو خپل بریدونه پراخ کړل، د هېواد ډېری برخې یې ونیولې او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه جمهوري نظام ړنګ شو او طالبان کابل ته ننوتل.
د تخلیې د عملیاتو د خوندي کولو لپاره امریکايي ځواکونه بېرته د کابل هوايي ډګر ته ولېږل شول. د اګست په ۲۶مه د داعش خراسان ډلې ځانمرګي برید د هوايي ډګر د «ابي ګېټ» ترڅنګ وشو چې ۱۳ امریکايي پوځیان او له ۱۵۰ ډېر افغانان پکې ووژل شول. څلور ورځې وروسته وروستۍ امریکايي پوځي الوتکه له کابل ووتله. د امریکا دفاع وزارت وايي، د افغانستان په جګړه کې ۲۴۶۱ امریکايي پوځیان وژل شوي او له ۲۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي.
اوس، د امریکا په مشرۍ د یرغل له پیل ۲۵ کاله وروسته، طالبان بیا پر افغانستان واکمن دي، خو په هېواد کې د ترهګرو ډلو شتون د نړیوالې ټولنې له مهمو اندېښنو څخه بلل کېږي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې د ۲۰۲۶ کال په راپور کې په افغانستان کې د ځینو ترهګرو ډلو لپاره د مساعد چاپېریال په اړه اندېښنه ښودلې ده. متحده ایالاتو لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او طالبان یې د «په ځانګړي ډول ټاکل شوې نړیوالې ترهګرې ډلې» په توګه طبقهبندي کړي دي.