د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله ۳.۷ میلیونه ماشومان اغېزمن دي

انځور پاڼه

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. د دې سازمان په وینا، فقر، خوړو ته محدود لاسرسی، ناروغۍ، وچکالي او د روغتیايي خدمتونو کمښت د دې پراخې ستونزې له مهمو عواملو څخه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د تغذیې برخې تخنیکي مسوول، ډاکټر احمد شاکر ناصري، امریکا غږ ته ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې هر کال له درې میلیونو ډېر کم عمره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ وو، خو په ۲۰۲۶ کال کې دغه شمېر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.

ناصري ویلي، خوارځواکي د افغانستان په ټولو سیمو کې لیدل کېږي، خو په هلمند، کندهار، زابل، پکتیکا، دایکنډي، ارزګان، کندز او بغلان ولایتونو کې وضعیت په ځانګړي ډول سخت دی. هغه ټینګار کړی چې دغه بحران یوازې د یوه علت پایله نه ده؛ بلکې بې‌وزلي او کافي، متوازنو او مغذي خوړو ته نه لاسرسی پکې مهم رول لري.

د روغتیايي چارواکي د څرګندونو له مخې، د خوارځواکۍ اغېز یوازې پر ماشومانو محدود نه دی. له یو میلیون څخه ډېرې امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم له دې ستونزې سره مخ دي. ناصري خبرداری ورکړی چې د میندو خوارځواکي د نسلونو ترمنځ د ستونزې د دوام لامل کېدای شي، ځکه خوارځواکې میندې ښايي کمزوري ماشومان وزېږوي او د خوارځواکۍ اغېزې راتلونکو نسلونو ته وغځېږي.

ناصري ویلي، د افغانستان روغتیايي نظام د خوارځواکۍ د درملنې ظرفیت لري، خو د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې امکانات کافي نه دي. د هغه په وینا، د طبي وسایلو او درملیزو موادو کمښت، او په ځانګړي ډول د ښځینه روغتیايي کارکوونکو نشتوالی، د خدمتونو وړاندې کولو پر وړاندې جدي خنډونه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه مسوول د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان روغتیايي نظام لا هم پر نړیوال ملاتړ متکي دی. هغه زیاته کړې چې د درملنې ترڅنګ باید د خوارځواکۍ د مخنیوي پروګرامونه هم پیاوړي شي، څو ماشومان ژر تشخیص او پر وخت درملنه شي. د ناصري په وینا، د روغتیايي پروګرامونو په تمویل کې هر ډول نور ځنډ به د بحران انساني او مالي زیانونه زیات کړي.