په هند کې افغانې کډوالې ښځې د پناه غوښتنې د پایلې په تمه دي

په هند کې یو شمېر افغانې ښځې وایي، له کلونو راهیسې د خپلو پناه غوښتنې او بیا مېشتېدو د دوسیو د برخلیک په تمه دي، خو اوږده ځنډ یې ژوند له ناڅرګند راتلونکي، اقتصادي ستونزو او د اساسي خدمتونو له محدود لاسرسي سره مخ کړی دی.
د دغو ښځو په وینا، دوی د استوګنې قانوني اسناد او د کار اجازه نه لري. سمیرا بلخي، چې پنځه کاله کېږي په هند کې ژوند کوي، د عامې روغتیا په برخه کې یې تر ماسټرۍ زدهکړې بشپړې کړې دي. نوموړې وایي، په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو او پر نجونو د محدودیتونو له امله بېرته ستنېدل او هلته د ژوند او کار دوام ورته ممکن نه و.
بلخي وايي، د پناه غوښتنه یې کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. هغه زیاتوي چې د اسنادو د نشتوالي له امله کار نه شي کولای او د خپل راتلونکي په اړه په نامعلوم حالت کې ده. د هغې په خبره، ورته وضعیت د ډېرو نورو افغانو نجونو او ښځو ژوند هم اغېزمن کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ تر پایه په هند کې څه باندې اته زره افغان پناه غوښتونکي او کډوال ثبت شوي وو. دې ادارې ویلي، هغه افغانې ښځې او نجونې چې له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي، د بیا مېشتېدو په بهیر کې د لومړیتوب لرونکو کسانو له ډلې شمېرل کېږي.
د اوږد انتظار اغېز پر هغو مېرمنو هم دروند تمام شوی چې له خپلو ماشومانو سره یوازې ژوند کوي. خاطره رستمزاده وایي، ۱۵ کاله کېږي له خپل زوی سره په هند کې اوسي. د هغې په خبره، اقتصادي ستونزو یې د زوی د زدهکړو مخه نیولې او هغه یوازې تر اتم ټولګي پورې ښوونځي ته تللی دی.
خدیجه پاینده، چې لس کاله کېږي په هند کې ژوند کوي، وایي د کډوالۍ د اسنادو له امله د کار اجازه نه لري او ماشومان یې دولتي ښوونځیو ته نه شي تللای. هغې د خصوصي ښوونځیو لوړې بیې او په دولتي روغتونونو کې ګڼې ګوڼې هم د کورنیو د ستونزو له مهمو عواملو وبلل.
په هند کې د افغانانو د همغږۍ کمېټې د مدیره پلاوي مشر شمسالدین قاريزاده د کډوالو د دوسیو د ځنډ یو مهم لامل د ملګرو ملتونو په ادارو کې د کارکوونکو کمښت بولي. د هغه په وینا، ځینې کورنۍ له لسو، ۱۵ او حتی ۳۰ کلونو راهیسې د خپلو دوسیو د پایلې په تمه دي.
د ملګرو ملتونو دفتر ویلي، هغه افغان پناه غوښتونکي چې مرکې یا د استیناف پړاوونه یې بشپړ کړي، په ۲۰۲۶ کال کې به په تدریجي ډول ځوابونه ترلاسه کړي؛ خو د کارکوونکو د ظرفیت کمښت بهیر ورو کړی دی. د اړوندو هندي چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دوسیو د ځنډ په اړه د نورو څرګندونو غوښتنې ته، د راپور تر خپرېدو پورې، ځواب نه و ورکړل شوی. په همدې حال کې، د بریتانیا د بیا مېشتېدو پروګرام د نویو معرفیو لپاره د بېرته فعالېدو اعلان، د کلونو راهیسې منتظرو افغانو ښځو ته نوې هیلې ورکړې؛ خو لا نه ده څرګنده چې څومره کسان به پکې شامل او کله به ولېږدول شي.