د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

که د نړیوالو مقرراتو ماتول دوام وکړي؟ | سیدخان

انځور پاڼه
که د نړیوالو مقرراتو ماتول دوام وکړي؟ | سیدخان

دا څوم ځل دی چې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډټرمپ د افغانستان د بګرام هوايي ډګر د بېرته ترلاسه کولو په اړه داسې له خبرداري ډکې خبرې کوي لکه په نړۍ کې چې نه قانون وي او نه کوم اوصول او مقررات.

ټرمپ یوازې د بګرام په اړه داسې د ښکرورې سر زورۍ غوښتنه نه ده مطرح  کړې، بلکې هغه له دې مخکې د کاناډا په اړه هم ویلي و چې باید د امریکا یو ایالت شي او د فلسطین د غزې تړانګې په اړه يې ویلي و چې دی غواړي دا تړانګه وپېري او پکې یوه سیاحتي سیمه جوړه کړي او د دې ځای څه باندې دوه میلیون فلسطینیان په جبري توګه مصر یا نورو هېوادونو ته وشړي، د پاناما او نورو سیمو د لاندې کولو خوبونه هم لیدلي او بیان کړي و.

کټ مټ د هغه ناروغ په شان لکه د جراحۍ عملیاتو له بېهوشۍ راپورته کېږي او چې څه په خوله ورځي وايي يې.

که ټرمپ د امریکا ولسمشر نه وای او داسې خبرې يې کړې وای نو مطلق به د یوه لېوني حکم ورباندې شوی وای او خلکو به د ده خبرې یوازې د ساتېرۍ او خندا لپاره اورېدلی.

خو هغه اوس یو معمولي کس نه، بلکې د نړۍ د یوه ځواکمن هېواد ولسمشر دی نو باید خبرې يې بې تفاوته ونه ګڼل شي او تر ټولو لومړی خو باید ملګرو ملتونو د ټرمپ دې خپل سرۍ او ښکرورې سرزورۍ ته ځواب ویلی وای.

له بده مرغه چې ملګري ملتونه اوس په داسې موقف کې واقع شوي چې سږ کال ګوټریش د دغه سازمان عمومي اسمبلې ته د وینا پرمهال اعتراف وکړ او په فلسطین کې يې د اسراییلو ظلمونو او وژنو ته په اشارې سره وویل چې ځینو د ملګرو ملتونو منزلت ته زیان رسولی او نړیوالو مقرراتو ته له پام پرته جګړې او تېري کوي.

ده زیاته کړه چې هېڅوک د فلسطین د خلکو جمعي مجازات او د هغوی د ژوند ټولې اړتیاوې له منځه وړل نشي توجیه کولای.

نوموړي په داسې انداز لکه دی چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي نه، بلکې د یوه مظلوم او بې وسه شخص په توګه په غزه کې د جګړې او جنایتونو په بندولو کې د نړیوالو نهادونو ناکامۍ ته په اشارې سره وویل، په هره اندازه چې د مسوولیت احاس کمېږي، د مړو شمېر زیاتېږي او په وینا يې چې امنیت شورا باید شفافیت ولري.

خو که واقعیت ته وکتل شي نو اسرائيل دغه وحشتونه د چا په مرسته او د چا په اشاره ترسره کوي؟ آیا که له تل ابیب سره د واشنګټن او د امریکا د جنګ وزارت مرسته نه وي، اسرائیل به یوه ورځ په غزه کې خپل وحشت ته دوام ورکړي؟

بګرام هوايي ډګر د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وخت کې جوړ شوی او امریکا د خپل یرغل پرمهال ترې د مهمې نظامي اډې په توګه کار اخیست.

خو ټرمپ د دې اډې تاریخ ته له پام پرته ادعا کړې چې دا اډه امریکایانو جوړه کړې او نړیوالو اصولو او مقرراتو ته له پام پرته يې په ګواښونکي انداز ویلي چې بګرام د چین د کنټرول لپاره امریکا ته لازم دی او په وینا يې هر څنګه چې کېږي دوی به يې بېرته ترلاسه کوي.

دا به یوې خواته پرېږدو چې د بګرام هوايي اډه څومره اهمیت لري او يا يې نه لري، خو دې کې شک نشته چې بګرام د افغانستان خاوره ده، نه کومه لیلامي ټوټه چې د پلورلو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شوې او ټرمپ يې له خپل ډک جیب سره رانیولو ته راوړاندې شوی دی.

د پام وړ دا ده چې ټرمپ په ښکاره وايي چې له دې اډې څخه چین کنټرولوي، یعې په دې معنا چې د خپلو سیالانو پرضد کار ورڅخه اخلي خو له بلې خوا بیا امریکا وخت ناوخت له افغان لوري غواړي چې خپله خاوره يې باید چاته ور نه کړي چې د امریکا او د هغوی د متحدینو پرضد يې وکاروي.

په دې برخه کې اصلا د امریکا شعار او د ټرمپ خبرې یو له بل سره تناقض لري او امریکا چې خپله په ښکاره وايي چې بګرام یعنې د افغانستان خاوره د دې لپاره غواړي چې د چین پرضد يې وکاروي، نو بیا د کوم منطق له مخې دا خبره کوي چې د افغانستان خاوره دې د امریکا پرضد نه کارول کېږي؟

نتیجه: د امریکا په شمول هېڅوک، په هېڅ نوم دا حق نه لري چې د امریکا یوه لوېشت خاوره اشغال کړي او د خپلو موخو لپاره يې وکاروي، ځکه دا حق افغانستان ته په نړیوالو منل شویو قوانیو کې محفوظ دی او هماغه ډول چې د نړۍ بل هر هېواد د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي حاکمیت ساتلو او خپل برخلیک په خپله ټاکلو حق لري، افغانستان هم ترې مستثنی کېدای نشي.

بله مهمه خبره دا ده چې ازادي د افغانانو په فطرت کې نغښتې او هېڅکله يې د چا غلامي او اشغال نه دی قبول کړی نو که امریکا یا بل څوک بیا دا تېروتنه وکړي چې پر افغانستان تېری وکړي د افغانانو له حتمي مقاومت سره به مخ شي او بالاخره به بیا شرمېدلې ماتې وزغمي.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ