د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

کار او روزګار |محمدعارف حقمل

افغان اتلان · پښتو
انسان د بې دینۍ او دین پر دوه لارې

کار ژوند ته ښکلا وربښي. ځوان په کار او فعالیت ښه ښکاري ، د نن ورځې زحمت د سبا ورځې راحت دی هغوی چې نن ورځ په خوبونو او بې مسوولیتۍ تیروي سبا ورځ به یې حتمن پیکه او تاریکه ده.

نن سبا زموږ په ټولنه کې د بېکارۍ خبرې ډیرې کیږي او د ډيری ځوانانو ګېله دا ده چې موږ زده کړې کړې دي د لیساسن او ماسترۍ سندونه لرو خو بیا هم کار نه موندل کیږي حکومتونه باید موږ ته کار راکړي

ممکن دوی پر دې غوښتنه کې په حقه وي اما زه دې مسئلې ته له یوې بلې زاویې ګورم؛ زده کړه او تحصیل خو په ژوند کې بهترین کار دی چا چې ترسره کړی دی ورباندې آفرین د وې. اما موږ باید زده کړې خاص ددې هدف لپاره ونه کړو چې بیا کار او وظیفه راته رامنځ ته کړي ، که دنده مو وموندله خو نور اعلی نور اما که دنده مو ونه موندله دا چې د زده کړو په پایله کې مو خپل ځان وپیژانده ، انسانیت او هېوادنۍ مینه مو زده کړ،د ځان ارزښت او د ټولنې د نورو وګړو حقوق مو وپیژندل دا هم لویې خبرې دي چې د ټولنې د اوږو بار ونه اوسو، او دوهم قدم کې د یو باسواده تحصیل کړي انسان ژوند  له زده  کړو څخه د محروم  او بې سواده انسان په پرتله ځمکه او اسمان توپیر لري هغوي چې تعلیم یې کړی د بې تعلیمه خلکو په پرتله په مراتبو ښه ژوند لري او دا یو روڼ حقیت دی.

زه په دې باور یم چې د باسواده شخص ذهن نسبت بې سواده کسانو ته ډير فعال وي باید په کار واچول شي له رسمي دندې او یا په موسسو کې له دندو پرته موږ باید دا توانایي ولرو چې په ټولنه کې ځان ته کار ایجاد کړو ما ډير بېسواده کسان لیدلي دي چې ښه کاروبار لري ، خیر د کار پیل به ګران وي خامخا به ستونزې وي اما که ادامه ورکړل شي حتمي نتیجه ورکوي.

زما یو شناخته ګلاب الدین ماما د کابل په ښار کې زرنج رېکشا چلوي زحمت وباسي خولې تویوي هر ماښام کورته زر افغانۍ نقدې وړي همدارنګه زما یو بل ملګری ذلګی د کابل ښار کې الټو موټر چلوي چې کله مې هم پوښتنه ترې کړې چې کار او روزګار څنګه روان دی وایي شکر دی د ورځې شپږ اوه سوه افغانۍ ګټم. زما اساسي هدف دا دی چې که لږ له فکر څخه کار واخیستل شي سړی جرئت وکړي او کار پیل کړي بریالیتوب حتمي دی، په شکایتونو والله که هیڅ ګټه تر لاسه شي او لاس تر زنې کېناستل خو زه ګناه بولم ځوان نسل باید د ګېلو پر ځای د عمل میدان ته راودانګي همدا یې وخت دی همدا اوس په افغانستان کې مختلف کارونه شته خو که یو څوک یې پیل کړي بیا نو خامخوا پکې بریالی کیږي.

د نړۍ لوی شتمن لکه ایلان ماسک، بیل ګېټس او ورته شخصیتونه فکر نه کوم چې له لومړۍ ورځې له مور څخه شتمن پیدا شوي وي بلکې دوی هم انسانان دي له صفر څخه یې پیل کړی او نن د ژوند په دې غوره پړاو کې میلونران او میلیارداران جوړ شوي دي د دوی د منظم کار او زحمتونو پایله ده چې دوی یې دغه سټيج ته رسولي دي، دلته مې موخه دا ده تر څو روښانه کړم چې شتمني، پیسې او کار په چا پسې نه ګرځي بلکې خپله ته به کوښښ کوې زحمت به وباسې له کوره به راوځې منظم پلان او پروګرام به لرې، خوارۍ او تکلیفونه به تېروې او بیا به حتمن مثبته نتیجه ګورې په همدې ډول زموږ په خوږه پښتو ژبه کې په دې برخه کې یو شعر هم لرو چې وایي؛ بې زحمته راحت نشته زما وروره ،که عزت غوازې زحمت درلره بویه.

زه تر رسمي او دفتري کارونو شخصي کاروبار ګټور او مهم بولم ، ځکه په معاش باندې کار کول به کله هم یو شخص دایمي ځان بساینې او مالي خپلواکۍ ته ونه رسوي خو شخصي کاروبار که منظم تعقیب شي ادامه ورکړل شي یوه ورځ حتمن داسې حالت ته رسیږي چې سړی د ژوند مالي خپلواکۍ ته ورسوي.

انسانانو ته الله ج ډير لوی مغز او افکار ورکړي دي که سالمه استفاده ترې وشي د کار رامنځ ته کول خو ډيره عادي خبره ده انسانان د همدې مغز او افکارو په واسطه ډير لوی لوی نوښتونه او کارونه سرته رسولي دي او دا لړۍ اوس هم ادامه لري، افغان ځوانانو ته د ما مشوره دا ده چې خپل وخت بېځایه تیر نه کړي همدغه شیبې ، دقیقې ، ساعتونه ، ورځې ، میاشتې او کلونه دي چې زموږ او تاسې  ژوند ترې جوړ شوی دی ، موږ باید ډير هوښیار واوسیږو او د خپل ژوند له دې قیمتي ډالۍ وخت څخه اعظمي استفاده وکړو.

 کابل افغانستان

کتنې۳