پښتانه طالبان د پښتنو استازولي نه کوي

اتل سالار هاشمي
دا خبره له ډېره وخته په خواله رسنیو کې کېږي چې پښتانه طالبان دي، اوسنی حکومت د پښتنو دی او طالبانو د پښتنو نمایندګان دي.
که واقعیت ته وکتل شي په سړه سینه غور وشي، نو دا خبرې یوازې د احساساتو له مخې شوې دي، حقیقت نه لري.
که دوی دا خبره دغه ډول کړې وای چې لویه برخه طالبان پښتانه دي، بیا سهي وه، غوڅ اکثریت يې پښتانه دي، خو له دې سره سره د پښتنو نمایندګي نه شي کولای او نه پښتنو طالبانو ته خپله استازولي ور کړې ده.
د همدغو طالبانو له لاسه څومره پښتانه وژل شوي دي؟ د پښتنو په سیمو کې يې څومره بد امني جوړه کړې وه؟ د پښتني سیمې سړکان او عامه المنفعه ځایونه د همدې طالبانو له لاسه وران وو، مکاتب د همدوی له لاسه بند وو، د پښتنو د ترقي مخه دوی نیولې ده، په غربت او فقر کې د پاته کېدا سبب يې همدا طالبان دي.
پښتنو کله هم جرګه نه ده کړې چې خپله رایه يې طالبانو ته ور کړې وي، نو بیا طالبان چا، څنګه او څه وخت استازي کړل؟
د طالب په اړه سمه خبره دا ده چې دوی افراطي فکره دي او افراطیت سمت، قوم، ژبه، رنګ، هیواد او ولایت نه لري، له عربو تر عجمو افراطیان ټول سره لینک دي، له ختیځه تر لوېديځه په هر هیواد او هر ځای کې شته، نه تر یوه هیواده خاص دي، نه تر یوه قومه او نه په اسلام کې دننه تر یوه مذهبه. البته دومره ویل سهي دي چې له یوه قومه یا درست هیواد څخه نسبت نورو قومونو یا هیوادونو ته زیات وي، دغه خبره د طالبانو په اړه صدق کوي چې لویه برخه افراطیان يې پښتانه دي، اما په هيڅ صورت د پښتنو استازي نه دي او نه به شي.
افراطیت پر قوم او ټبر سره وېشل خپله د دې پديدې خطرناک بعد دی، په دې ډول هغه جهت چې د افراطیت مقابله کوي، کمزوری کېږي. لکه څنګه چې افراطیان تر خپل منځ ځانونه یو موټی ښيي، یا هم واقعي دغسې دي، باید هغه څوک چې د افراطي فکر مقابله کوي، هغوی هم یو موټی واوسي.
پر لوېديځ وختيځ، جنوب و شمال وېش د دغې مبارزې د کمزوري کېدا لومړی ګام دی. د افراطیت خلاف مبارزه اصلا د اشخاصو خلاف نه ده، بلکې دا د یوه فکر خلاف ده. دغه فکر چې هر څوک ولري، له افراطیت سره د مبارزې د ډګر سرښندونکي هڅه کوي چې د هغه فکري اصلاح وکړي.
د دغې مبارزې په ډګر کې هر څوک شته، خورا ډېر ديني عالمان هم د دې لارې لارویان دي، ژورنالیستان، لیکوالان او ډېر نور اهل فکر و نظر کسان پر همدې محور را ټول دي. دوی دا درک کړې ده چې څو موږ افراطي فکر په نطفه کې خنثا کړی نه وي، یوه هوسا ټولنه نه شو جوړولای، یو ښه جوړ او امن هیواد نه را پاتېږي، یو غوره نظام د افراطيت په شتون کې امکان نه لري. له دې امله لومړی باید د دغه فکر خلاف مبارزه وشي، څو خلک اصلاح شي، تر دې وروسته بیا د خپلو مټو په زور هر څه ممکن دي.
که څوک له افراطي فکر سره د مبارزې پر ځای هڅه کوي چې په دې نوم له یوه قوم، مذهب، سمت او ولایت سره مبارزه وکړي، نو په لوی لاس د دښمن تبر ته لاستی ور اچوي. دا بیا په همدې افراطیت کې یو بل بعد را پيدا کول دي چې اصلا د ټولو هغو کسانو لپاره خطرناک کېږي چې له افراطیت سره مبارزه کوي او له دغه ادرسه يې خوږ لیدلي وي، یا هم ورته سرخوږی وي.
افراطي که د مشرق که د مغرب دی، د نظام د چلېدا انداز يې یو دی(له شاعر څخه په ډېرې بخښنې)، دوی د یوه فکر لپاره مبارزه کوي، یو هدف يې دی. اسلامي نظام راوستل. دا چې اسلامي نظام څه دی؟ دا بیا دوی په خپل فکر تعبیروي، هر څوک چې يې په مشرق کې مخالفت کوي که په مغرب کې، هغوی په همدې یوه ټاپه نازوي چې د خدای نظام نه مني.
دوی خپلو خبرو ته د خدای د خبرو پوښ ور کوي، خپل فکر د اسلام په نامه تېروي، خپل عمل ته د اسلامي چارې جامه ګنډي، له دې څخه يې هدف دا دی چې خلک يې مخالفت ونه کړي، که څوک يې مخالفت وکړي، له هغه سره د مبارزې لپاره ښه پلمه او توجیه ورسره پاته شي او ساده خلک په همدې نوم د ځان ملګري کړي، څو يې ډله غټه شي او پر خپلو مخالفانو برلاسي شي.
نو که څوک دې سپېڅلې مبارزې ته ژمن وي، د افراطیت خلاف په مبارزه کې دې نور نومونه نه راباسي. دغه مبارزه نه یوازې دا چې له افراطیانو څخه هیواد او ملت ته نجات ور کوي، بلکې د خدای له مقدس دین څخه د ناسم، پر شخصي ګټو ولاړ، له زمان، مکان او چاپېریال سره د ناهماهنګه تفسیر مخه هم نیسي.
افراطیان په خپلو کړنو سره نه یوازې دا چې دین ته زیان رسوي، بلکې زموږ ټولنه او وطن هم ورسره ضرر ویني. دا فکر لکه ساري ناروغي، نورو هیوادونو او ټولنو ته زموږ له هیواده د خپرېدا وړ دی او في الحاله دا چاره جریان لري.
شمال خوا ته تاجکستان شکایت لري چې موږ ته د افغانستان له لورې خطر متوجې دی، جنوب او جنوب ختیځ لور ته پاکستان شکایت لري چې موږ ته له افغانستانه وسله وال راځي، دلته نا امني جوړوي.
په دې لار کې مبارزه نه یوازې زموږ د هیواد لپاره حیاتي ارزښت لري، بلکې د ټول بشر لپاره مهمه ده. افراطیت یوازې د هغه بشر دښمن نه دی چې په افغانستان کې دی، د طالبانو د همدې اوسني مشر بیان به مو اورېدلی وي چې لوی اختر کې يې کړی دی، هغه په قسم وايي چې که د نړۍ په هر کونج کې مسلمان ته تکلیف ورسېږي، نو دوی يې کومک ته تیار دي.
دا خبره په خپل ذات کې داسې ده چې که د نړۍ په هر کونج کې افراطيانو ته تکلیف وي، دوی افراطیان به يې مرسته کوي.
له مسلمان څخه دوی هغه مسلمان ښيي چې د دوی په اند مسلمان وي، نه هغه چې موږ يې مسلمان بولو یا په حقیقت کې مسلمان دی. افراطیانو ته یوازې هغه څوک مسلمانان ښکاره کېږي چې د دوی په شان فکر ولري او له دوی سره په یو نه یو ډول د همدغه فکر لپاره همکار وي.
د هبة الله اخوند زاده له دې خبرې څخه دا درک کولای شو چې افراطیت پولې نه پېژني، که وخت او توان پيدا کړي، هر ځای هغه خطر جوړلای شي او جوړ کړی يې هم دی لکه زموږ په هیواد کې چې بالفعله جوړ دی.
لطفا د دې ډګر پاکه مبارزه د قوم، سمت او مذهب په نومونو مه بدناموئ، دغه مبارزه د بشر، وطن او دین د ژغورنې مبارزه ده، هر څوک چې په دې ارزښتونو کې هر ارزښت ته وفادار وي، باید د افراطیت خلاف دغه سنګر کې د مبارزې لپاره وخت ور کړي. له افراطیته د خلاص یوه روڼ سباوون په تمه!
۲۰۲۳/۷/۱۲