پر سوله ییزه جرګه ډزې وحشت دی | شاه محمود میاخېل

په خیبر پښتونخوا کې د پي ټیم ایم سوله ایزه جرګه د ښارونو او کلو نه لرې د خیبر په دښته کې په دې منظور جوړېږي چې عامو خلکو ته تکلیف ونه رسیږي او دوی د پاکستان د پوځي ادارې، استخباراتو او پولیسو د لسیزو کلونو د ظلم او بیعدالتۍ په وړاندې خپل غږ پورته کړي.
دوی غواړي چې په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو مشران سره جرګه شي او په هره سیمه کې د تیرو څو لسیزو د وژنو، د خپلو عزیزانو د ورکیدو او لا پته کیدو، د کورونو، کلو او بازارونو د ورانیدو او جنګونو د پیښو نه خبر او د پاکستان د استبلیشمنت ظلم، وحشت او دهشت خپلو خلکو او نړیوالو ته په ډاګه او د ثبوتونو سره شریک کړي او همداشان د خپل راتلونکې په هکله تصمیم ونیسي چې څنګه د دغه مصیبت نه خلاص او په خپلو کورونو کې په امن سره ژوند وکړي.
له دې سره سره، د پاکستان پوځ او پولیسو د جرګې په ځای مسلحانه برید وکړ. د پي ټیم ایم درې غړي شهیدان او یو شمیر نور یې زخمیان کړل.
په سوله ییزه جرګه د پاکستان د استبلیشمنټ دا عمل په کلکه غندم او په زور د ولس اواز حکومتونه غلې کولې نشي.
شاه محمود میاخیل د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
@ManzoorPashteen #PashtunNationalCourt11Oct