پاکستان او ایران په همغږۍ په بلوچستان کې بریدونه کړي دي

روح الله انوري
د پاکستان او ایران په منځ کې د ویشل شوي بلوچستان اوسیدونکي د دواړو هیوادونو له ظلمونو،وحشتونو او بې هویته کولو په تنګ راغلي دي.د دغو هیوادونو حکومتونه، استخباراتې او پوځي ادارې د بلوچستان طبیعې زیرمې تالاترغه کوې، خپل ښارونه او سیمې پرې ابادوې خو بلوڅانو ته د ترهګرو او ورانکارو په سترګه ګورې.نه يي حقوق مني او نه يي هم غږ اوري.
د پاکستان د پوځ او استخباراتو لخوا هره ورځ په لسګونو بلوڅان وژل کیږي او یا په لوي لاس نادرکه کیږي.چې د پاکستان د زیږیدو له ورځې تر دې دمه دغه ظلم روان دی او تراوسه يي په لسګونه زره بلوڅان ورکړي او وژلي دي.
دغو بلوڅانو په بیلابیلو ډولونو د حقوقو غوښتنې ته دوام ورکړی،چا د جګړې پر ځاي دعدم تشدد لاره خپله کړې ده .او خپل غږ يي پورته کړی.څو د پاکستاني ریاست مشران يي غوښتنو او پوښتنو ته ځواب ورکړې.ورک کړي او بندیان کړې کسان ورته پیدا او کورنیو ته يي ستانه کړي او د وژل شوو بلوڅانو قاتلانو ته سزا ورکړې.خو د دې پر ځاي چې د دغو مظلومو او جبر لاندې خلکو غږ واوریدل شي.په هغوي د جاسوسانو او تروریستانو تورې ټاپې لګول کیږي.له تیرو شاوخوا دوه میاشتو څخه په اسلام کې د زرګونو وژل شوو او په لوي لاس د ورکو کړای شوو بلوڅانو میندې،خویندې،میرمنې،بچې او عمر خوړلي پلرونه په یخه هوا کې ناست دي،د ورکو کړای شوو او وژل شوو خپلوانو عکسونه يي په لاسونو کې نیولي دی او له ریاست يي د نیول کیدو،وژل کیدو او ورکیدو پوښتنه کوې.خو تراوسه د ریاست یو زموار يي نه غږ اوریدلی او نه يي پوښتنو ته د دوي ځواب ویلی دی.برعکس يي مخ پټې کسان ور ولیږل ويي وهل ،ويي نیول،غلاوې يي ترې وکړې او په سوړ ژمې کې يي پرې یخې اوبه وشیندلې.خو دغو زړورو بلوڅو میندو، خویندو، میرمنو، بچو، پلرونو او ورونو د غرونو په څیر هر ظلم ته سینې او زړونه سپر کړې او خپلې مبارزې ته يي دوام ورکړی دی.
څو ورځې وړاندې د پاکستان لنډ مهالې لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په دغو ښځینه بلوڅو پرلتوالو تور پورې کړ چې دوي د هند د استخباراتو لخوا تمویل کیږي او هغوي را پورته کړې دي.چې دې تور د بلوڅانو او د یاد هیواد د یو شمیر کسانو سخت غبرګونونه راپورته کړې دي.
ایران ته په تقسیم کې رسیدلې بلوڅان هم دیته ورته ظلمونو،تیریو او اعدامونو سره مخ دي.خو د دومره زیاتو ظلمونو او وحشتونو سره سره بیاهم بلوڅان له دواړو هیوادونو د خپلواکۍ او ازادۍ مبارزې ته دوام ورکړی دی.
د ایران او پاکستان له ظلمونو تنګ شوي یو شمیر بلوڅانو بیا د دواړو هیوادونو د ظلمونو خلاف وسلو ته لاس کړی دی او وسله واله مبارزه یی پیل کړې ده.چې پاکستانیو او ایرانیو ځواکونو ته يي درنې مرګ ژوبلې اړولې دي.
داسې ښکاري چې پاکستان او ایران دواړو په شریکه د بلوڅانو خلاف جنګ پیل کړی دی.
د تیرې سه شنبې په شپه ایرانی ځواکونو د پاکستان کنټرول لاندې بلوچستان کې یو شمیر کورونه پداسې حال کې له هوا او ځمکې په نښه کړل چې ایرانی لوړ پلاوی په اسلام اباد کې د پاکستان میلمه و.له برید وروسته يي دعوه يي وکړه چې د ایران په وسله واله ډله (جیش العدل) باندې يي حمله کړې او هغوي ته یي مرګ ژوبله اړولې ده.خو له سیمې رارسیدلو راپورونو کې ویل شوې چې د ایران په هوايي او توپچې برید کې ټول وژل شوي او ټپیان ښځې او ماشومان دي.
د ایران له برید وروسته د پنجشنبې په سهار (۱۸جنوري) بیا پاکستان د ایران په ویش کې رسیدلې بلوچستان باندې حمله وکړه،دوي هم پکې له پاکستان څخه د بیلتونپالو بلوڅانو د وژنې دعوه وکړه.خو په دغه برید کې بیا د لسو ملکي وګړو چې ښځې او ماشومان دي د وژل کیدو او ټپې کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.د ایران او پاکستان په هوايي او توپچې بریدونو کې تراوسه هیڅ لورې د کوم وسله وال د وژل کیدو پخلی ندی کړی او نه يي په اړه شواهد وړاندې کړي دی.
که څه هم په ښکاره دواړو هیوادونو یو بل سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او خپل سفیران يي راغوښتې.او له بریدونه وروسته یي پر یو بل بیلابیل تورونه لګول پیل کړي دي.
یو شمیر نظامي او سیاسي کارپوهان وايي:څنګه چې دواړو هیوادونو کې پراته بلوڅان له خپلو حقوقو بې برخې دي او تل يي د یو ازاد بلوچستان داعیه پرمخ بولې ده.پاکستان او ایران دواړه نه غواړې چې بلوڅان دې خپلواک هیواد ولرې، د ګوادار او چابهار په څیر مهم بحري بندرونه او دغه ستر سوداګریز مرکزونه دې له دوي جلا شي.
نو په همدې اساس ویلی شو پاکستان او ایران به شریکه د دغو بندرونو او سوداګریزو مرکزونو ځان سره د ساتلو لپاره دغه ډول عملیات په لاره اچولي دي.
کتنې۰