ولې تر نارینه وو ښځې ژر زړېږي؟

ژباړه: شمشاد افغان
دا خبره به مو ډېره اوریدلې وي او خپله به هم لیدلې او تجربه کړې وي، چې ښځې د نارینه وو په نسبت ژر زړیږي.
دا په داسې حال کې، چې ښځې تر نارینه وو د نه زړښت لپاره معمولاً زیاته توجه لري او هڅه کوي، چې ژر زړې نه شي.
دلته به هغه لاملونه درسره شریک کړو، چې د نارینه وو په نسبت د ښځو د ژر زړیدو سبب کیږي.
ډېر سترس
څېړنو ښودلې، چې ښځې په عام ډول د نارینه وو په نسبت ډېر سترس لري او دا سترس یې د ژر زړیدو له سببونو څخه دی.
له نارینه وو څخه د ښځو زیات سترس د دوی شوق نه؛ بلکې د هورمونونو اړونده ستونزه هم ګڼل شوې ده.
څېړنې ښيي، چې د ښځو هغه هورمونونه له نارینه وو زیات دي، چې دوی ډېر سترس یا تشویش کولو ته مجبوروي.
روغتیا پوهان وایي، چې د موسمي بدلونونو له امله هم ښځې تر نارینه وو د زیات سترس قرباني کیږي او دا سترس په مجموع کې د دوی په ژر زړیدو کې ونډه لري.
زیږون
د ښځو د ژر زړیدو یو بل دلیل د دوی زیږون یا حمل اخیستل دي. د څېړنو له مخې، هغه ښځې چې زیږون یې تجربه کړی، له خپل اصلي عمر څخه ۱۱ کاله لوړ عمره ښکاري.
د ښځو د زیات سترس او ژر زړیدو یو اصلي دلیل د دوی حمل اخیستل او زیږون هم دی.
د پوستکي توپير
د نارینه وو پوستکی د ښځینه وو تر پوستکي ۲۵ سلنه کلک دی. دا توپير هم سبب کیږي، چې د ښځو پوستکی ژر خراب او د دوی څېرې ورسره زړې ښکاره شي.