د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

ولي د افغان ملالو لوڼو پر زدکړو او د ښځو پر حقونو ټینګار کوو؟

افغان اتلان · پښتو
ولي د افغان ملالو لوڼو پر زدکړو او د ښځو پر حقونو ټینګار کوو؟

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

افغانستان یو مسلمان هېواد او پر دې خاوره ټول مېشت قامونه مسلمانان، د ګډو ارزښتونو، ګډ تاریخ، ګډ هویت، ګډو قربانیو او حتا ګډ برخلیک خاوندان دې.

د همدې هویت او ملي مشترکاتو برکت و چې استعمارونو او ښکېلاکونو د افغان تاریخ او وطن په ډیرو نازکو او سختو حالاتو کې دا هېواد او ملت ونه ویشل، بلکي په سخته ورځ دوی تل متحد شوي، خپلمنځي ناخوښۍ او تربګنۍ یې شاته پرې یښې او د یوه واحد افغانستان په پار یې د آزادۍ، هېوادساتنې، ملت پالنې او خپلواکۍ په لار کې په یوه مورچل او دریځ کې بې شمیره قربانۍ ورکړي.

ولي ددي ټولو سره افغان ملت هڅه کړې چې د سیالۍ، ابادۍ، هېواد جوړونې، ځان او خدای پیژندنې په برخه کې هم د زمانې له اوښتونکې یون سره بدلون وکوي، سیال شي، خپل هویت ته کار وکړي، ځان او هېواد د پردیو له احتیاج او محتاجۍ خلاص کړي او په لویه کې د ځان بساینې او ملي اتکاء پر لور په ګڼو ډګرونو کې اړین ګامونه واخلي.

په دې دریځ کې د روښانیانو روښان ګرایانه خوځښت، د خوشحال خان بابا د اقتدار غورځنګ، د هوتکیانو افغان شموله ویښتابه، د احمدشابابا هیژمونیک او هویت پاله ژوراندۍ، د امیر شیرعلی خان دولت محوره لید او د وزیر اکبر خان او امان الله خان د زمانې له استخباراتي او ښکېلاکې ټکر سره مبارزه، د پاچا ظاهر شاه عصری سازۍ او منځ لارې اعتدال پر فکر ولاړ اصلاحات او د افغانستان د سالمیت په برخه کې د طالب جریان قربانۍ ټولي د ستاینې، یادونې او پالنې وړ دي.

مګر دې ټولو ته په کتو، له موږ څخه دا ویاړونه نور په تاریخ کې پاتي شوي، د پرون یوازی یادونه کولای شو، زموږ د نن په برخلیک کې هېڅ بدلون نشي راوستلي، د نن شرایط او غوښتنو نهایت بدلون کړی، د نن افغانستان ژغورنه، سالمیت او د ابادۍ باب له موږ څخه د نن د یوه مسوول او ملي ماموریت لرونکې کهول په توګه ګڼې او نوي غوښتنې لري، نویو ننګونو ته زاړه ځوابونه کار نه ورکوي، فردی مزاجونو او شخصي انګیرنې باید د عقلانیت او اړتیا تر کچې ومنل شي، توندلارې او افراطي سرونه یې باید سکښت شي، ملي فکر ته کار وشي، ملي ګټې باید مهمي وبلل شي او د افغاني ملتپالنې هویت باید قوت وګڼل شي د ملي وحدت ترڅنګ د ملت سازۍ، نظام سازۍ او ملي ثبات پر تناظر کې باید د افغان ښځو ملت سازه، انسان سازه او تمدن سازه دریځ ته هم د پام وړ کتنه وشي او پدې برخه کې باید د افغانستان د ملي ګټو، د زمانې له عقلانیت او شرایطو سره سم کار وشي.

د افغان ښځو پر بحث کې د افغان ملالو لوڼو له ښوونځی تر پوهنتون پورې د زدکړو خبره د نن افغانستان د بقاه، سالمیت، ریښتوني خپلواکۍ، ملت سازۍ، له احتیاجه د افغانستان د خلاصون او په لویه کې یو بنسټیز ملي او ولسي لومړیتوب ده.

د افغان وطن د ملالو لوڼو پر زدکړو زموږ ټینګار د اسلامي نړۍ او امت د تمدني هویت او حوزې خبره ده، د مسلمانو علماوو د اجماع بحث ده، د اسلام د مبارک دین د فرایضو له باب څخه ده، د ښځو اړوند د قران کریم د ۱۹۶ نصوصو استدلال او منطق ده، د قران کریم د ولوله عظیم الشان میثاق ده، د ربتعالي ( ج ) دا حکم ده چې ایا برابر دي هغوي چې پوهیږی او هغوي چې نه پوهیږی، د رسوالله (ص) د نبوي سنتو منشور ده، د رسوالله (ص) د سیرت پر بحث کې د حضرت عایشي ( رض) شخصیت، علمیت او فقاحت ده او همدارنګه نه یوازی د زدکړو بحث بلکي د رسوالله (ص) د حضور پرمهال د ټولني پر ګڼوبرخو کې دښځي فعال شتون بله هغه موضوع ده چې د مسلماني ښځي پر پوهي او د هغې پر ټولنیز، ولسي او مانادار رول ټینګار کوي.

د بیلګې په توګه د اسلام له راتګ سره نه یوازی د ښځو په ژوند کې په ټوله مانا بدلون راغي بلکي ددې ترڅنګ د اسلامي ټولني په ګڼو او مهمو برخو کې فعال شتون ته راوبلل شوي. د بیلګې په توګه د حدیثو په نقل او د قرانکریم د متن په راټولونه کې که د مسلمانو ښځو رول چې ټولي د پوهی او فهم خاوندانې وي د پام وړ ده، علی شیرازی د نوموتو مسلمانو ښځو پر کتاب کې د ۶۸ حدیث پوهانو ښځو یادونه کړې، ابن سعد په یوه روایت کې د ۵۲۹ صحابه ښځو یادونه کوي چې ۹۴ پکې یوازی د حدیثو راویانې وي، د ابن حجر په کتاب الاصابه کې د صحابیاتو ښځو شمیر ۱۵۵۱ او د ابن سعد په طبقات کې ۶۲۹ کسه ښوودل شوي.

اسلام نه یوازی د ښځو له زدکړو او د مسلمانو لوڼو له پوهي او معرفت څخه ملاتړ کوي بلکي د ښځی پر ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او رهبرانه رول هم ټینګار کوي، اسلام او اسلامي تاریخ د څلور واړه راشده خلفاوو او بیا را وروستو ټولو حکومتونو په ځانګړي ډول پر عباسي او اموي خلافتونو کې دښځو ځایګی د تعریف شوي هویت خاوند و.

د اسلامي نړۍ په اوسنې دور کې هم نه یوازی د ښځو د زدکړو پر موضوع کې بلکي پر ګڼو برخو کې د پام وړ بدلون او پرمختګ لیدونکي یوو، د بیلګې په توګه د سعودی عربستان ۴۰ سلنه پوهنیزه برخه ښځی رهبری کوي، په قطر کې خو بیا په کال ۱۹۹۹ کې ۷۰ سلنه د پوهنتون زدکړیالانې ښځی وي، په بحرین کې بیا دا شمیر د ۶۰ او ۶۵ ترمنځ وه، همدارنګه د حکومتواله پر بحث کې همداوس زموږ د ګاونډی ایران د فرهنګي – اسلامي انقلاب بانیانی ښځی ګڼل کیږی، اندونیزیا او مالیزیا د ښځینه رهبرۍ پر ادرس پیژندل کیږی او د تورکانو خو یوازی د عدالت او پراختیا په ګوند کې چې اردوغان یې رهبر ده تر ۲۳ زره ډیرې ښځي د ماسټرۍ او دوکتوراه په کچه پکې پر زدکړو سمبالي دې، ددي ټولو ترڅنګ که تاسو د مصر د ۲۰۱۱ کال انقلاب ته چې د اسلامی بیدارۍ په نوم نومول شوي کتنه وکړي، نو د تحریر او اسکندریه د لاریونونو ۶۰ سلنه ګډونوالئ ښځی او د اخوان المسلمین د نړیوال اسلامي خوځښت غړي وي.

ددي ټولو سربیره الحمدالله زموږ پر افغان ټولنه، فرهنګ او تاریخ کې هم د ښځو رول ته د ټولو ناخوالو سره سره درناوي شوي، منل شوي او ډیر کله يي د ښځو پر عقلانیت، مدیریت، رهبریت، ځایګي او د هغوی په مانادار رول اعتراف کړي.

 د بیلګي په توګه په میوند کې د ملالي تاریخي کردار او تاریخ سازه کرکټر، پر دویمه افغان – انګریز جګړه کې د غازي ادې او د کابل د عاریفانو او عاشقانو د زهره او ۴۰۰ ښځو د مجاهدت او وطنپالني دریځ، د احمدشابابا د واکمنۍ پرمهال د کندهار د عینو افغاني لید، د شاحسین هوتک د واکمنۍ پرمهال د زینوبې د سیاسي او ټولنیز رول اغیزه، د انګریزانو پر ضد جهاد او تخت ته د امیرمحمد یعقوب خان د بیرته راګرزولو په پار د یعقوب خان د مور او ښځی سیاسي، ولسي او ټولنیزی هڅې، په ملي هینداره کې له تاریخي او ټولنیز پلوه په افغانه پښتنه ټولنه کې د ښځو د ونډی، دریځ، خبرې، ټولنیز مقام، منطق، استدلال، فصاحت، عقلانیت، هېوادپالنې، وقار او پوهي څرک له ورایه ښکاري.

د اسلامي، تاریخي او افغاني فرهنګي روایت ترڅنګ د نن افغانستان خبره، اړتیاوي، ګټې، د نننې اسلامي نړۍ واقعیتونه، د علم ټولیز ارزښت، د ساینس، صنعت او ټیکنالوژۍ په زمانه کې زموږ حال، د معاصرې اسلامي فقهي غوښتنې، زموږ ملي ګټې، د ملت او دولت منل شوي تامل، استخباراتي او پر سیاسي او اقتصادې ستراتیژیکه جغرافیه ولاړ نړیوال نظم، لاسوهني، ژر بدلیدونکې سیمه اییز او نړیوال شرایط او د افغانستان د سالمیت او د افغان ملت د غوښتنو رواه والي او برحق والي ته په کتو سره د افغان ملالو لوڼو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانستل نه یوازی اړین دي – بلکي زموږ د اسلامي او ملي ګټو له مخې فرض دي.

پدې برخه کې یوه ورځ ضایعه کول د توجیی وړ نه ده، د افغانستان له ملي ګټو او ملي مصالحو سره جدا په ټکر کې ده، د ملت او دولت ترمنځ د واټن لامل کیږی، افغان لور باید د وخت پر ټولو علومو او فنونو برلاستیا ولري، زموږ پر تاریخ او هویت تپل شوي استعماری افکار چې ښځه تر کور او ګوره رامحدودوي دا ګردونه باید د افغان لور د زدکړو له لارې وڅنډل شي ځکه هغه ښځی چې اسلام د عربی جهالت له ګوره ژوند ته راوګرزوله او په کور کې د زندانی کولو پر ځای یې پر پوهه او علم د سمبالولو ستر علمي او انساني دریځونو ته اوچته کړله، هغه باید بیرته په ګور نشي، بلکي د علم او تقوي، د پوهي او فنونو پر هنر او ښکلاء باید سمباله او ښکلی کړای شي.

زه باور لرم که افغان لور او ښځی ته د زدکړو اسلامي، انساني او ملي حق ورکړل شي،  دوي به افغان وطن ته د ویاړ مشالونه شي، د پوهی او سیالۍ پر هر ډګر به د افغانستان په نوم مډالونه راوړي او تل به لکه د میوندونو ملاله د افغانستان نوم ورسره په هسک سر او ویاړ اخیستل کیږی.

د افغان وطن په لور باور وکړۍ او له ښوونځی تر پوهنتون پورې د زدکړو حق او زمینه ورته برابره کړۍ.