د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

وایي پوښتنې په خپله ځوابونه دي| میاخېل

افغان اتلان · پښتو
د پوښتنو دویمه برخه: وایي پوښتنې په خپله ځوابونه دي
شاه‌محمود میاخېل
شل احتمالي پوښتنې
همیشه د مسایلو د حل لپاره باید یو لړ احتمالي پوښتنې مطرح شي، بیا د پوښتنو لپاره احتمالي ځوابونه وویل شي، ورپسې د ځوابونو د عملي کولو لپاره احتمالي تګلاره مطرح شي او اخره کې انسان باید د خپل ځان سره ارزونه وکړي چې معقوله لار کومه یوه ده؟
زه د خپل ځان لپاره د افغانستان د مسایلو په هکله لاندې سوالونه مطرح کوم:
1. ایا داخل او بهر کې اکثره افغانان د موجوده وضعیت نه خوشاله دي که نه؟ که خوشاله دي، علتونه یې څه دي او که خوشاله نه دي، علتونه یې څه دي؟
2. ایا افغانستان مونږ ته مهم دی او که دنیا ته هم لکه زمونږ په شان اهمیت لري؟ که مهم دی، څنګه د دنیا سره د تعامل نه ګټه اخستلې شو او که مهم نه دی، څنګه کولې شو چې د دنیا د شر نه ځانونه وساتو؟
3. ایا د ګاونډیانو سره ښه تعامل مهم دی که دښمني؟ یا ګاونډیانو همیشه د افغانانو سره بد کړي، د حل لار څه ده؟ یعنې ګاونډیانو سره د ښه تعامل لپاره به اصول څه وي او د دوی نه د شر د خلاصیدو لپاره څه پکار دي؟
4. ایا افغانان په خپل ابتکار د افغانستان د مسایلو د حل لپاره لار  پخپله پیدا کولې شي، که د ګاونډیانو او یا نړیوالو مداخلو له لارې د مسایلو د حل لار غواړي؟
5. د مسایلو د حل لپاره، د افغانانو د خپل ابتکار او یا د نورو په ابتکار کې، ګټه او تاوان به څه وي؟
6. که طالبان پاتې کیږي، ګټه او تاوان به یې څه وي او که د جنګ له لارې لرې کیږي، ګټه او تاوان به یې څه وي؟
7. ایا د افغانستان مسایل د جنګ له لارې حل کیږي او که نه؟ که نه حل کیږي، د حل لار څه ده؟
8. ایا د افغانستان د مسایلو حل د ځان د ګټو لپاره غواړو او که هدف دا وي چې ټول افغانان د سولې په فضا کې ژوند، کار، او سیاست وکړي، یا ټولې خواوې غواړي چې م زرما ټوله زما وي؟
9. ایا زما شخصی ګټې به په ملي ګټو کې خوندې وي او که د شخصي ګټو لپاره ملي ګټې صدقه کړم؟
10. ایا قومي او سیکتاریستي روایتونه ملي روایتونه دي، یا دا روایتونه افغانان نور هم سره ویشي؟
11. د ملي ګټو تعریف به څه دی، او کومو ګټو ته مونږ  ملي ګټې وایو؟
12. ایا شخصي ګټې د ملي گټو سره تړلې شو، که ملي ګټې د شخصي ګټو سره وتړل شي، کوم یو به ښه وي؟
13. ایا طالبان او د طالبانو سیاسي مخالفین په سمه روان دي او که په غلطه؟
14. ایا طالبانو او د طالبانو مخالفینو وکړې شو چې یو ملي روایت په تیرو پنځو کلونو کې ایجاد کړي؟ یا دوړاه خواوې هماغه زاړه روایتونه تقویه کوي چې د جمهوریت د سقوط باعث شو او د طالبانو حاکمیت یې د عدم مشروعیت سوال لاندې راوستې دی؟
15. که حالات همداسې دوام کوي چې مخالفین قومي، ژبني، سمتي او سکتاریستکي روایتونه تقویه کوي او طالبان د م زرما ټوله زما افراطي نظریاتو ته اسلامي رنګ ورکوي، عاقبت به څه وي؟
16. ایا د افغانستان د مسایلو په هکله نندارچي پاتې شو، خپلې برګرې او بربه کیو وخورو، د نورو په طمعه اوسو چې غوړه مړې پیدا کړو او که د سړې روټې او شړومبو سره فعاله اوسو او څه مو چې په وسه کیږي، هغه وکړو؟
17. ایا که زما شخصي ګټه نه وي، دنیا دې په سیند لاهو شي چې افغانان دې پکې هم غرق شي او که ووایو چې نه که هر څه مو وسه کیږي، هلې ځلې وکړو چې د سیلاب د خولې نه تر خپله وسه افغانان بچ کړو؟
18. که افغانان بچ کولې نشو نو باید کینو او هیڅ هلې ځلې هم ونه کړو، یا څه مو چې د وسې وي، هغه د خیر لپاره وکړو نه د شر لپاره؟
19. ایا پراګنده خبرې او فعالیتونه به موثره وي او که انسجام به ښه وي؟
20. د انسجام لپاره څه پکار دی؟ یا پخپله مخکې شو او یا د نورو سره یو ځای کار وکړو؟
هر څوک د خپل فکر، احساس، امکاناتو او تجربو په اساس کولې شي چې پورته او دې ته ورته پوښتنو په ځواب کې یوه معقوله لار ځانته وټاکي. هر انسان د خپلې وسې په چوکاټ کې مسوولیت لري چې ارامه کینني او خپل مسوولیت ادا کړي.
کله چې یو څوک نندارچي نه وي، احساس د مسوولیت کوي، حرکت کوي، په ژبه، قلم او لاسونو څه کولې شي، داسې کسان بیا د نورو د ټاپو، بهتان او غپا نه هم ویره نه لري او بیا د هغه کسانو د مرده باد او زنده باد هم پروا نه لري چې پچه اړولې نشي او ځانونو نه یې د ټولنیزو رسنیو شنه پړانګان جوړ کړیدي. شنه پړانګان شنه نه وي خو ځانونه ورته شنه ښکاري.