د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه لنډي کيسې

ملګري| لیکوال: نعمان دوست

انځور پاڼه
انعام (لنډه کیسه) نعمان دوست
ځوړند سر د بیمار زوی کټ ته ودریده. د کټ پر بازو ناستې میرمنې ور غږ کړل:
د هلک تبه سر ته ختلې، اپلتې وايي، ویریږي، چیغې وهي… درمل دې راوړل؟ چا پور در کړ؟
سړي خپلې سترګې په ځمکه ګنډلې وې ، غلی ولاړ و. او قات کړې نسخه یې په جیب کې ښکاریده.
میرمنې بیا ور غږ کړ:
تاته وایم، که درمل نه وي دا شپه به هم پرې قیامت تېره شي.
سړی لکه بت خاموش ولاړ و.
ښځه په غوسه شوه:
ته خو تېره جمعه موسک موسک کېدې او ویل دې چې ملګري مې ۵۰۰۰ ته و رسیدل.
له دې سره درب شو او د سړي له لاسه موبایل ولوید.
نعمان دوست،
د وږي ۱۷مه، ۱۳۹۹