د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه روغتیا

سلیاک ناروغي یا په غنمو کې د موجود ګلوټین په وړاندې حساسیت څه شی دی؟

افغان اتلان · پښتو
سلیاک ناروغي یا په غنمو کې د موجود ګلوټین په وړاندې حساسیت څه شی دی؟

لیکنه: ډاکټر مجاهد جبران

سلیاک ناروغي داسې یو حالت دی چې په کې د انسان د وجود امیون (د انتاناتو په وړاندې د بدن د دفاع) سیستم د وجود په روغو انساجو حمله کوي او دا حمله هغه وخت کوي چې کله د ګلوټین په نوم یوه ماده چې په غنمو او نورو هغو خوراکونو کې چې د غنمو څخه په کې کار اخستل شوی وي بدن ته د خوراک له لارې داخله شي چې له امله یې د وړو کولمو داخلي سطحه زیانمنه کیږي (که وړې کولمې سالمې وي بیا ورته د ګلوټین د نه تحمل ناروغي وایي) او په شخص کې د بدبویه اسهال، د نس درد او د سمې غذا د نه اخیستو او نه جذبیدو په وجه د وزن د زیات کموالی سبب ګرځي.

ناروغان پر دې سربیره چې بیا بیا اسهال کیږي د نس له باد نیونې څخه هم ګیله لري او قبضیب ورته هم پیدا کیږي.

دا ډول ناروغان ستړي وي. وروسته یې دبدن توازن هم خرابیږی او په خبرو کولو کې هم منګن وي.

دا ناروغي په هر عمر کې مینځ ته راتلای شی خو که ماشومان ونیسي د ودې او وزن مخه یې نیولی شي.

د نارینه وو په نسبت ښځې او هغه کسان چې د دې ناروغۍ کورنۍ تاریچه ولري  زیات مساعد دي.

په ښځو کې د نه اومیندواره کېدو یا نه حامله کېذو او کم وزنه ماشومانو د د زېږولو سبب کېږي.

دا چې د بدن دفاعي سیستم ته ولې په غنمو کې موجود ګلوتین پردي ښکاري او پر وړاندې یې شدید عکس العمل ښیي علت یې په واضح ډول مالوم نه دی خو محیطي او جینتیکي عوامل په کې رول لري.

ناروغي په ابتدا کې د نه تشخیص یا له غنمو څخه د نه پرهیز په وجه ورو ورو د هډوکو د کمزورۍ، د وسپنې د کمښت کمخونۍ او د ویتامین بي دولس د کمښت سبب کیږي.

ان کله کله د کولمو په کینسر/ سرطان هم بدلیدلا ی شي.

د ناروغۍ نه د خلاصون یا  درملنې کومه خاصه لاره نشته یوازې منظمه تقویه او له غنمو څخه (هغه خوراکونه چې غنم په کې نه وي؛ لکه د بیسکټ ځینې ډولونه)  پرهیز کول له ناروغ سره مرسته کولای شي.