د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

زراعت، صنعت او صحت! | محمدالله شېرزی 

انځور پاڼه
زراعت، صنعت او صحت! | محمدالله شېرزی 
دا درې سکتوره د هېواد د پرمختګ او پر ځان بساينې اړين فکتورونه دي. که حکومت د مسلکي پاليسو او ميکانيزمونو له طريقه ورته سيستماتيک رشد ورکړي، نو د پانګې خوندي کولو، کار پيدا کولو، سيال کيدلو او د ولسونو د اړتيا پوره کولو ضمانت کوي.
زراعت: افغانستان يو کرنيز هېواد دی، خو اوسنی کرنه او مالداري يې بې مسلکه ده او ځکه يې پيداوار کم دی. د کانالونو او بندونو د اساسي جوړونې کار روان دی، نو که دښتې د يوه غوره میکانیزم له لارې خلکو ته ورکړل شي، نو هم به خلکو ته کار پيدا شي او هم به حاصلات څو چنده شي.
صنعت: صنعت/تولید د يوه هېواد اساسي اړتيا ده. د وګړو اړتياوو ته په کتو سره د توليدي کارخونو جوړول او توکي توليدول؛ د بې روزګارۍ ختمول، پانګې خوندي کول او غوره کيفيت توکو لاسته راوړل دي.
حکومت بايد ټولو ولايتونو کې صنعتي پارکونه فعال کړي، په مالياتو برخه کې صنعتکارانو سره لاس يوسي او فرار ته يې مجبور نکړي، د نورو هېوادونو څخه په واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفې لوړې او يا بيخي بند شي او د تخنيکي کسانو له وړتياوو بايد کار واخېستل شي.
صحت: د افغانستان څخه د ورځې سلګونه ناروغان او ناروغ لرونکي نورو هېوادونو ته ځي او لکونو افغانۍ نورو هېوادونو کې مصرفوي.
شته روغتيايي وضعيت د کنټرول وتلی دی او تجارتي بڼه يې غوره کړې. حکومت بايد هغه ډاکټران چې پر دوی مصرف شوی، مناسب معاش سره په رسمي وخت کې عامه روغتونونو کې نوکري کړي او ترڅنګ يې پس له وخته شخصي کتنځایونو ته پريږدي.
همداشان جوړ شوي خصوصي روغتونونه او کمپلکسونه تر جدي څار لاندې ونېول شي او هم يې پانګه وال تشويق شي، چې درملنه تر معياريتوب ورسيږي.
همداشان په هېواد کې د خپلو توليداتو نندارتونونه په لاره اچول هيله بښونکی کار دی او کيدای شي، چې پانګوال ډېرو ستونزو سره مخ وي، هغه يې که واوريدل شي، د خپل هېواد د توليداتو پېر لومړيتوب شي، نو دوی به نوره هم پانګه اچونه زياته کړي.