د کنړ پر سیند د اوبو بند جوړول ولې مهم دي؟| هاشم مهمند

په وروستیو کې یو زیات شمېر وطنوالو مخصوصاً ځوانانو د کنړ پر سیند د اوبو د بند د جوړېدو او د دې سیند د برېښنا د لوی تولیدي ظرفیت په برخه کې غوښتنې مطرح کړي او دغه غوښتنې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي. د هېواد په دننه او بهر کې حتی یو زیات شمېر افغانانو په خپلو لیکنو او مرکو کې ژمنه کړې ده، چې د دې پروژې د تمویل په کار کې به برخه واخلي.
د کنړ سیند د افغانستان د لویو سیندونو څخه دی، چه په مسیر کې یې د کابل، د پنجشېر او ځینې لوی او کوچني رودونه چه د مونسوني بارانونو تر اغېز لاندې دي، ورسره یو ځای د پاکستان آندوس (اباسین) سیند سره یو ځای کېږي. د دې سیند د اوبو ظرفیت ۱۵ ملیارده مکعب دی، چه د ۱۲ بندونو د جوړېدو امکانات لري.
افغانان دې بند ته د یوې سترې ملي پروژې په سترګه ګوري او جوړېدل به یې د هېواد په ختیځ کې، چه د افغانستان تر نورو سیمو ډېره پرنفوسه ده، په زرهاو جریبه مځکه خړوبه کړي، په سلهاوو کیلوواټه برېښنا به تولید کړي او د دې سیمې د اوسېدونکو په ژوند او اقتصاد کې به د پام وړ بدلون راولي. د یوې پخوانۍ سروې له مخې یواځې د کنړ د سیند دوه فرعي بندونه د زر کیلوواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
نو که د افغانستان د اوبو زېرمې سم مدیریت شي او د ضایعاتو مخه یې و نیول شي، د هېواد د زراعت او صنعت ټول احتیاج پوره کولی شي. خو د بدمرغه د تېرو پنځوسو کلونو جګړو او بدمرغیو او د یو ملي دولت نشتوالي، نه یواځې په دې برخه کې د هر ډول پرمختګ مخنیوی وکړ، بلکې د ګاونډيو هېوادونو حرس او بېځایه غوښتنې یې نورې هم زیاتې کړې. نن سبا د افغانستان د اوبو ۷۰ سلنه لا هم په وړیا توګه ګاونډیو هېوادو ته بهېږي.
د افغانستان د اوبو په اړه لومړی قرارداد د اعلیحضرت ظاهر شاه د پاچهۍ په وخت کې د هغه وخت د صدراعظم مرحوم موسی شفیق له خوا د ایران د حکومت سره لاسلیک شو، خو د افغانستان د اوبو د زېرمو هراړخیز مدیریت ته لومړی ځل د شهید داوود خان د واکمنۍ په کلونو کې پاملرنه وشوه او د هېواد د اوبو پنځه حوزې او د سیندونو د هرې حوزې او فرعي رودونو او په اصطلاح آبرېزه ګانو سروېګانې وشوې او د هرې سیندیزې حوزې د اوبو ظرفیت وټاکل شو.
په تېرو څلوېښتو یا پنځوسو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې د اقلیم بدلون، دوامداره وچکالۍ او د نفوسو زیاتېدل نه یواځې هېوادونه د خپلو اوبو د زېرمو او چارو ښه تنظیم او مدیریت ته متوجه کړل، بلکې ځینو هېوادونو د نورو پر حقوقو او زېرمو سترګې سرې کړې. داسې ښکاري چه افغانستان به هم که د ګاونډیو د دسیسو او لاسوهنو پر وخت مخنیوی و نه کړي، په راتلونکي کې به د لویو جنجالونو سره مخامخ شي.
د اوبو د مدیریت څخه مقصد د اوبو د زېرمو کنټرول او جریان دی، تر څو د انسانانو ژوند او شتمنۍ د خطر سره مخامخ نه شي. د اوبو د ښه مدیریت او د بندونو د جوړېدو له لارې د سېلابونو د راوتلو په وخت کې د لویو تاوانونو مخنیوی کېدای شی. همدا شان د اوبو د ضایعاتو مخنیوی هم کوي، چه د اقلیم د بدلون په پایله که رامنځ ته کېږي.
نن سبا د ټولنې ټول افراد او سازمانونه د اوبو څخه د معقولې استفادې په برخه کې مسوول ګڼل کېږي. دوی د داسې اوبو لګولو سیسټمونو څخه استفاده کوي، چه د اوبو د سپما سره مرسته کوي او د اقلیم د بدلون څخه مقصد هغه لوی بدلون دی چه د آب و هوا په شرایطو کې منځ ته راځي، یعنې د تودوخې درجه د ډېرو اوږدو کلونو دپاره لوړه خېږي یا هوا خپل رطوبت یا لندبل له لاسه ورکوي.
د یو راپور له مخې په وروستیو کلونو کې د اورښتونو د کمېدو له کبله د افغانستان په سیندونو کې د اوبو جریان ۶۲ سلنه کم شوی دی او د هېواد زیات شمېر ولایات د وچکالۍ سره مخامخ دي.
د اقلیم د بدلون او د اوبو د زېرمو د کمېدو په عکس العمل کې پخواني حکومت د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره منځ ته راوړه، تر څو د اوبو د مدیریت د پاره یوه با صلاحیته اداره او آدرس وجود ولري؛ خو د طالبانو په راتګ سره دا اداره د اوبو او برېښنا د وزارت او د مختلفو ادارو تر منځ تقسیم شوه.
په هرحال، د محمد اشرف غني د واکمنۍ په کلونو او وروسته د طالبانو د واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې یو لړ د اوبو او برېښنا بندونه لکه په هرات کې د سلما بند، په نیمروز کې د کمال خان بند، د کابل په شمال کې د شاه و عروس بندونه بهره بردارۍ ته وسپارل شول او اوس مهال پر ځینو نورو لکه په شمال کې د قوش تیپې پر کانال، په فراه کې د بخش آباد پر بند همدا شان د غزني د سردې بند، د هلمند د کجکي بند پر درېیم فاز او شمېر نورو کوچنیو او متوسطو بندونو کار دوام لري او داسې ښکاري چه د هېواد واکمنان د دې طبیعي ملي شتمنۍ د هراړخیز مدیریت ضرورت ته متوجه او ژمن دي.
همدا وجه ده چه افغانستان په تېر یوه کال کې د دوو ګاونډیو هېوادونو یعنې ایران او پاکستان د سخت عکس العمل سره مخامخ شوی دی. ایران او پاکستان دواړو فکر وکړ، چه افغانستان یو مشروع حکومت چه خلکو او نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی وي نه لري او وبه شي کولای د تهدید او تخویف کولو له لارې خپل هدف ته ورسېږي.
طالب چارواکو د ایران سره د هلمند د موافقې پر اساس دغه هېواد ته اطمینان ورکړ، چه ایران ته د حق آبې ورکولو ته ژمن دی، خو سږ کال د وچکالۍ له کبله د هلمند اوبه ډېرې کمې شوې دي. اما د ایران حکومتي چارواکو تر تهدید آمېزو خبرو او ګواښونو وروسته د اوبو د موافقې د متن او د نړیوال ډیپلوماتیک تعامل بر خلاف غوښتنه وکړه چه د افغاني لوري د ادعا د ثبوت دپاره خپل یو هیئت افغانستان ته ولېږي او هیئت د ارزګان ولایت په دهراوود کې په خپلو سترګو ولیدل، چه د هلمند د اوبو سطح حقیقتاً ډېره کښته شوې وه.
دوهم د شرمه ډک عکس العمل د پاکستان له لوري و. د یو راپور له مخې د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي خبرداری ورکړی، چه که د طالبانو حکومت په افغانستان کې په یواړخیزه توګه د کنړ پر سیند د بند د جوړولو تکل وکړي، پاکستان به دا ګام له دوی سره د دښمنۍ په مانا وبولي.
د معلوماتو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په وروستیو کې د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی دی، چه د کنړ پر سیند د بند جوړول به د دوو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغېز ولري؛ خو طالبانو دې خبرو ته په عکس العمل کې ټینګار کړی دی، چه د کنړ سیند اوبه د افغانستان خپلې اوبه دي او پر دې سیند د بند جوړول یوه بشپړه کورنۍ مسئله ده.
هر حال د کنړ پر سیند د بند جوړول د هر وطنپال افغان د زړه له کومې هیله ده، چه باید د یوې ملي پروژې په سترګه ورته وکتل شي او پرته له ځنډه باید عملي شي. په دې کار کې هر ډول تامل او بېغوري د افغانستان د ملي حیثیت او ملي ګټو په زیان دی.
طالب چارواکو ته په کار ده د کنړ سیند د جوړېدو دپاره یو شفاف میکانیزم منځ ته راوړي، تر څو هېوادوال په ډاډه زړه خپلې مالي مرستې د دې ملی پروژې د تمویل د پاره ولېږي.