د ملت د بقا راز | فیروز پوپل

ملتونه هلته د تباهي په لور ځي، چي کله پکښې ملی احساس له منځه ولاړ سي، دوست او دښمن تفکیک ورته ګران سي.
اسلام موږ ته امر کوي، چي خپلې خاورې او خلکو ته وفادار پاته سو، پر مځکه د الله تعالی نظام حاکم کړو، اسلام موږ ته امر کوي چې له حالاتو باخبره واوسو معاصر علوم زده کړو، ځکه په دې کې د ملت بقا او عزت وي،
وطن تش هویت نه دی، بلکې خاوره او ناموس دی، څوک چې ورسره خیانت کوي بې ناموسه دي، ځوانان د وطن د عزت او وقار ساتونکي وي، ځکه د ځوانانو سره انرژي وي، د تحقیقاتو، څیړنو، مطالعاتو، علمي پرمختګونو لپاره او په صنعت او ټیکنالوژی کي د پوره برلاسی لپاره، د عبدالروف بینوا رحمه الله خبره چي اوس پخوانی وختونه تللی چي زندان ته یو کس د زولنو سره اچول کیدی، اوس یو لوي قوم او ملت زندان ته اچول کیږي، هغوي د علم، تمدن، پرمختګ، ټیکنالوژي او نړیوال سیاست نه لری کیږي او په لوی لاس انزوا ته لویږی، د ملت ځوانان چي باید د ملت د ابادي، پرمختګ او سرلوړي لپاره لاس په کار سی، د پردیو استخباراتي ادارو، سازمانونو او هیوادونو د شومو موخو قرباني کیږي، او د خپل هیواد او اولس په مقابل کي دریږی.
باشعوره ملتونه تل خپل تیر حال او راتلونکي ته فکر کوي بیا عمل کوي، موږ باید خپل نوي نسل په اسلامي او ملي روحیه سمبال کړو، د دښمن شوم فکري او عسکري اهداف ورته ښکاره کړو، د معاصرو علومو سره یی اشنا کړو، نړیوال سیاست، شرق او غرب تاریخ سره یی اشنا کړو، د خپل اولس د تاریخ، ارزښتونو، کلتور، تمدن او فرهنګ سره یی بلد کړو، ملي وقار او دبدبه پکښي قوي کړو، دوست او دښمن ورپیژنو، د هیواد د پرمختګ او ابادي تلوسه پکښي غښتلي کړو، داسي یی وروزو چي د خپل وطن او اولس سره خیانت ورته کفر معلوم سي.