د شيدو ورکولو په مهال تر کله د حمل امکان لږ دی؟

ژباړه : محب الله آرمل
که څه هم چې ماشوم ته شېدې ورکول د حامله کېدو امکان کموي خو سل په سلو کې نه ده.
هغه ميندې چې ماشوم ته تی نه ورکوي او چوشک يا نور خواړه ورکوي، امکان لري له زېږون لس اوونۍ وروسته حمل واخلي خو دغه جريان هم په ښځو کې توپير لري.
ځينې ميندې ممکن له زېږون شپږ اوونۍ ورسته تر يوه کال پورې حمل واخلي. خو هغه ميندې چې ماشوم ته شېدې ورکوي په ځنډ حامله کيږي، ماشوم ته د شېدو ورکولو يوه بله مهمه ګټه دا هم ده چې د سينو يا تي د سرطان مخنيوی هم کوي هغه ميندې چې ماشوم ته شيدې نه ورکوي د سينو په سرطان د اخته کېدو امکان يې زيات دی.
اکثره ميندې ممکن په هغه ټوله دوره کې چې ماشوم ته شېدې ورکوي اومیندواره نه شي، خو په سلو کې لس سلنه مېرمنې چې ماشوم ته شېدې هم ورکوي له لسو اونيو وروسته يې هګۍ فعاليت پیلوي، ۵۰ سلنه مېرمنې بيا داسې وي چې له شپږو مياشتو وروسته يې هګۍ فعاليږي او د حمل اخیستو امکان يې زياتيږي. خو دا هم ممکنه ده چې هغه ټول وخت مور حمل وانه خلي چې دا ماشوم ته شيدې ورکوي.
ځينې ميندې چې فکر کوي ماشوم ته شېدې ورکوي او بل حمل به نه اخلي په اړيکو کې احتياط نه کوي دوی ته پکار ده چې پوره پام وکړي او د ماشومانو تر منځ لږ تر لږه درې کاله فاصله په پام کې ونيسي. که ماشومان په کم وخت او کمه فاصله کې کې نړۍ ته راشي دوه لوی زيانونه اړوي. يو د ماشوم روغتيا ته د ضرر رسېدو امکان زيات وي او ښه نه تغذيه کيږي، روزنه او پالنه يې هم ستونزمنه وي او بل د مور په روغتيا هم ناوړه اغېزې لري او د مور بدني ځواک کمزوری کيږي.