د اپسټین قضیه او د لوېدیځ د روایت درز | امیرشاه یاد

که د ټولنپوهنې له زاویې یې وشنو نو دا تضاد تصادفي نه دی، بلکې د تاریخ، قدرت، روایت او جغرافیې ګډ محصول دی.
۱) ختیځوال او د تقدس روایت
مذهبي، کلتوري او جغرافیاوي جوړښتونو ختیځوال دې ته سوق کړي چې ځان د «معنویت، اخلاقو او تقدس» وارث وبولي.
دینونه (اسلام، هندویزم، بودیزم…) دلته زېږېدلي؛ نو اخلاق د اسمان له امر سره تړل شوي، نه له انساني قانون سره.
د استعمار او اوږدې ماتې تجربې ختیځوال دې ته اړ کړي چې اخلاقي برلاسی د فزیکي او اقتصادي کمزورۍ جبران وبولي.
کله چې ځواک نه وي، روایت پیاوړی کېږي: «موږ بېوزلي یو، خو پاک یو؛ موږ کمزوري یو، خو حق لرو».
نو تقدس دلته یوازې دین نه دی، بلکې د هویت دفاعي مېکانېزیاد هم دی.
۲) لوېدیځوال او د بشري حقونو ژبه
لوېدیځ د روښانتیا (Enlightenment)، صنعتي انقلاب او قانوني دولت له لارې ځان د عقل، فرد او حقونو مدافع معرفي کړ.
اخلاق دلته له دینه جلا شول او قانون ته ولېږدول شول.
بشري حقونه د نړیوالې ژبې، نورم او اصل په توګه مطرح شول، خو دا ژبه د قدرت له مرکزونو خپره شوه.
کله چې ته نړیوال ځواک لرې، خپل ارزښتونه «نړیوال معیار» ګرځوې.
خو ستونزه دا ده چې دا ژبه ډېری وخت سیاسي ده، نه اخلاقي.
۳) د اپسټین قضیه؛ د لوېدیځ د روایت درز
د اپسټین په څېر قضیې هغه نقاب څېري، چې لوېدیځ اغوستی و.
له دې څرګندیږي چې د بشري حقونو شعارونه د قدرت د طبقې لپاره استثنا لري.
قانون شته، خو ټول یو شان پرې نه تطبیقېږي.
ماشومانو ته زیان، جنسي استثمار او پټ شبکهيي جنایتونه ښيي چې اخلاق هلته هم قرباني کېږي—یوازې په ځیرکه ژبه پټېږي.
نو لوېدیځ نه دا چې اخلاق یې پرېښي، بلکې بازاري کړي یې هم دي :
۴) اصلي تضاد چېرې دی؟
ختیځوال ځانونه تقدس ته نږدې ګڼي، ځکه اخلاق یې له اسمان سره تړلي.
لوېدیځ ځانونه د حقونو مدافع بولي، ځکه اخلاق یې له قانون او ځواک سره تړلي.
خو:
ختیځ کې تقدس ډېری وخت د ظلم پټولو وسیله ګرځي.
لوېدیځ کې بشري حقونه د منافقت پرده ده.
نه ختیځ مقدس دی، نه لوېدیځ منصف.
یو یې په مدرسو کې پر معنویت، اخلاقو او تقدس د بد اخلاقۍ قدمونه ږدي، بل یې اخلاق له دینه د قانون چوکاټ ته ولېږدول او بیا ترې په پوره واک ځواک سرغړونه کوي، یعنې د جرم انګېزه یو شان خو عقیدوي منشاوې او عنوانونه یې توپیر لري.
اصلي ستونزه دا نه ده چې څوک څه وایي، بلکې دا ده چې څوک حساب ورکوونکی دی او څوک نه.
بل توپیر دا دی چې پر خپل جرم عتراف کوي خو موږ یې منو هم نه او تقدیر هم ملامتو.